د هوجرو ګټې


اول د ټول مندڼ سردار وې
اوس د بېسک په ګټه ناست يې مساپره
د دې لنډۍ تر شا یو تاریخ پټ دی. د پښتنو کلیوال هوجره (حجره) د جرګو مرکو، غم ښادۍ او میلمستون نه علاوه د مجلس او تماشې ځای هم و. په هوجره کې میلمانه او خان به په کټونو، د بالښت سره ډډه لګولې کیناستل. د نورو لپاره به د دېوال سره چاپېره لوی لوی ګټې (تیږې) ایښې وې. په خاصو موقعو د کلي سړي به زیات وو نو د دوی لپاره به يې پر زمکه پوزی هوار کړو. ځوانان به ولاړ او مشرانو ته به يې د کیناستو ځای ورکاو.
په ۱۸۴۱م کې د ذیدې خلکو په یو پاڅون کۍ د مقرب خان زوی اکبر خان ووژلو نو ده د بدل اخیستو لپاره د ګدون (امازو) نه یو لښکر راټول کړو. په ذېده يې چپاو وکړو خو مات شو او خلکو ونیولو. د بام خیلو خان په خپل ضمانت هفه د مرګ نه وژغورلو او خلکو په دې شرط پریښودو چې دی به ذېدې ته نه ځي. مقرب خان پاتې ژوند په باجا بام خیلو او ګدون کې تیر کړو. یوه شپه هغه د ګدون د “بېسک” کلي په هوجره کې د ډمو تماشې لپاره ورغلو او د نور ولس په شان په یوه ګټه ناست و. ډمو به د سندرو سره نڅا هم کوله او خانانو به ورباندې روپۍ شیندلې. دوی به ولسي سندرو کې فرمایشي ټپې (لنډۍ) هم ویل. یو وخت ډمه مقرب خان ته ورنزدې شوه او دا ټپه يې وویله.
اول د ټول مندڼ سردار وې
اوس د بېسک په ګټه ناست يې مسافره

د پنجتار له میرمنو څخه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *