ټاپه


د سپرلي د راتګ سره به زمونږ د کور برستنې او ګرمې جامې په لوی صندوق کې بند او په کټونو به چاپه شوي څادرونه وغوړیدل.
نیا به مې له بازار سپین “مارکین” راوړو، د لویو وړو کټونو په کچ به يې څادرونه وګنډل. پاتې وړو ټوټو نه به دسترخوان، میزپوش او د بالښتونو ابرې جوړیدې. دا به يې مینا بازار ته د “ټاپې” لپاره وړل نو زه به هم ورسره مل وم. په دغه تنګ بازار کې یو وړوکی هټۍ په لویه تخته یو کس به څادرونه ټاپه کول. د ښځو ګڼه به زیاته وه نو نیا به مې څادرونه هغه ټاپه وال ته پریښودل. زه به يې هم هلته د هټۍ سره جوخت د یو کور په پوڼۍ کینولم او پخپله د نور سودا لپاره ورکه شوه. د ټاپه وال شا ته په دېوال وړو خانو کې به د ګل یا جیومیټړي نقش کنده شوی لرګینې تاپې ایښې وې. مخ ته په لویه تخت یوه غټ رجسټر په هره پاڼه د دغو ټاپو نقشونه وو. بره د یو تناو سره واړه څادرونه د ډیزاین ښودلو لپاره ځوړند وو. ځینو ښځو به رجسټر نه لیدو او یو ځړیدلی ډیزاین ته به يې اشاره وکړه. ټاپه وال به د خانو نه څو بلاکونه راواخیستل. درې یا څلور لوښي چې پکې د تور، نیلا او شین رنګونو وړې ګدۍ وې، ورباندې تازه رنګ د بوتل نه وڅڅاو. بیا لرګین نقش شوی بلاک د تور رنګ په بالښت به يې ومښلو او د څادر په څنډو کیښودو. په بل لاس به يې ورله زور ورکړو او هلته د لرګي نقش ټاپه شو. چاپېره د تورې حاشیی له جوړولو وروسته، یو بل بلاک به يې په نیلا رنګ ولړلو او د تورو لیکو په منځ کې به پاڼې جوړې شوې. تر څو ده څادر لومړي سر ته ګرځاو، لومری رنګ به وچ و. په دریم وړوکی بلاک سور رنګ کې به يې هغه ډیزاین ټاپه کړو. د څادر په منځ کې به يې یوه یوه دانه ګل جوړاو. ما به لیدل چې هغه زیړ یا ګلابي رنګ تر ټولو اخره کې ټاپه کول. په دې ټول څادر به ۵ مینټه لګیدل. کله کله یوې ښځې به ټاپه شوی څادربیرته راوړو چې ما خو دا ډیزاین نه و خوښ کرې یا دا رنګ دې ولې لګولی دی. ټاپه وال به خپل دفاع کې څه نا څه وویل او ښځې به په بدو ردو ویلو څادر واخیستو او کور ته لاړه.
ځینو ښځو د شیفون لوپټې یا د کمیس وریښمین ټوکرهم راوړل چې په نیلا رنګ ورباندې یو ګل یا حاشیه ټاپه کیدل. دا خام رنګ به له وینځلو وروسته ختمیدو. په هغو ورځو کې د ناوې لپاره به یوه ښکلی جوړه “مسجع” تیاریده. ټاپه شوی کمیس پرتوګ او لوپټه به طلایی یا نقریی ” کنارۍ” چې “ګوټه” به يې بلل، ښځو پخپله ورباندې کنډله.
د ۲۱ پېړۍ په سر کې د مینا بازار د ټاپې وړه هټۍ بنده شوه او د لاسي کارونو یو دور پای ته ورسیدو. خو په نورو ځایونو کې دا صنعت پاتی دی. خلک د ملتان او لاهور نه ټاپه شوي څادرونه او میز پوښونه راغواړي. په اصفهان او شیراز کې مې د میرمنو لپاره ټاپه شوی کرتۍ، جیکټ او لمنې ولیدې. د هند د جېپور ټاپه شوي لوپټې او جامې اوس په نوي بڼه په بازار کې لیدل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.