محمد بن قاسم

????????????????????????????????????


په روهړي کې یوې غونډۍ د پاسه د محمد بن قاسم جومات کنډوالی اوس هم ښکاري. د دغه ځوان د اتلوالۍ کیسې په اسلامي تاریخ کې یوه افسانوي دوره په ګوته کوي.
په ۶۳۲م کې د حضرت محمد (ص) د وفات نه وروسته عربان په بېړیو کې د هند جنوبي ساحلونو ته تجارت لپاره ورتلل. په ۷۰ کالو کې د ۲۴ نه زیات صحابه د هند مکران، سندهه او ګجرات ساحلونو ته د دین تبلیغ لپاره لاړل. په ۶۳۶م کې د بحرین حاکم عثمان بن ابوالعاص د بمبۍ ساحل (تهانه) ته یو پوځ واستاو نو د حضرت عمر (رض) ناراضه شو چې بې له اجازه مو ولې دا کار وکړو. بیا د حضرت عثمان (رض) په امرعبداللہ بن عامر یو وفد د سنده په اړه معلوماتو لپاره واستاو. حکیم بن حبلہ د هغه ځای حالات ولیکل چې “د اوبو کمی دی، میوه پکې ښه نه ده او د سیمې ډاکوان زړه ور دي. که یو وړوکی لښکر لاړو نو ژر به مات شي. که زیات پوځ مو ولیږلو نو د ولوږې د لاسه به تري تم شي.” هم هغه وه چې حضرت عثمان هند ته د لښکر لیږلو نه ډډه وکړه. په راتلونکو کلونو کې عرب تجاران به سیلون، مالدیپ او سراندیپ ته ورتلل او ځینو خپل ټبر هم بوتلی و.
د امیه خلیفه عبد الملک له خوا د ثقفي قبیلې حجاج بن یوسف د مکه، مدینه، طایف او د یمن والي شو نو هغه خپل ورور قاسم بن یوسف د بصره حاکم په توګه واستاو. د حجاج وراره محمد بن قاسم (عماد الدین) په ۶۹۴م کې په طایف کې زیږېدلی او د ۵ کالو و چې پلار يې مړ شو. په کچه ځوانۍ کې دی د یو جنګي ډلې مشر شو. د ولید بن عبد الملک په وخت محمد بن قاسم پارس کې د یو بغاوت ختمولو لپاره ورغلو. حجاج په مکہ کې د حضرت ابوبکر نمسی، عبد الله بن زبیر شهید کړو نو د ده یو پلوی او د حدیث استاد عطیه بن سعد عوفي، پارس ته وتښتیدو. حجاج خپل وراره ته ولیکل چې عوفی مجبور کړي چې حضرت علی (رض) ته بد ووایی. که انکار وکړي نو په ۴۰۰ درو( کوړو) يې ووهه او ږیره ورته وخریایه. محمد بن قاسم د تره ( او خسر) په امر یو عالم سپک کړو. حجاج د عراق حاکم وټاکل شو نو د عجم نوي مسلمان شوي خلکو د صحیح تلفظ لپاره په قراني صحیفو د اعراب ( زور- زېر) لګولو امر وکړو.
په دمشق کې د خلیفه ولید بن عبد الملک ځای ناستې د ده ورور سلیمان ټاکل شوی و. خو ولید غوښتل چې له ده وروسته، د ده زوی عبد العزیز باچا شي. حجاج په دغه معامله کې د ولید په لاس بیعت وکړو، سلیمان له سازش خبر و او حجاج سره يې کینه پیدا شوه. اخوا په عمان (اومان) کې معاویه بن حارث علافي د خلیفه ولید په ضد بغاوت وکړو خو ناکامه شو. ده د خپلو ملو سره مکران (بلوچستان) ساحل ته پناه یوړه چې هلته د سنده د راجه داهر باچاهي وه. حجاج په سندهه د حملې نیت کړی و او یوه پېښه ورته بانه شوه. د سراندیپ حاکم د خلیفه ولید لپاره قیمتي تحفې وراستولې او د ځینو عرب تجارانو ښځې او ماشومان هم په بېړیو سپاره وو. په سمندر کې یو ځای مخالف بادونو دا بېړۍ د دېبل (مکران) ساحل ته ورټیله کړل. هلته د دوی مال چور او خلک قید شول. د ديبل په کلا کې ۴۰۰۰ نه زیات پوځ موجود و. راجه داهر پخپله د ديبل نه ۵۰۰ کلومیټر لیرې په پلازمينې “الور” یا اروهر (روهړي) کې اوسیدو. حجاج د قیدیانو د خلاصون او لوټ شوي مال لپاره دوه ځلې خپل استاځي سنده ته واستول. داهر به ورته ځواب ورکړو چې دی په قزاقانو (سمندرې ډاکوانو) هيڅ اختيار نه لري. اخر د حجاج په امر محمد بن قاسم ته د ۱۷۰۰ لښکر سره په ۷۱۱م کې د مکران په ساحل ښکته شو.
د ديبل کلا د خامو خښتو جوړه او عربانو منجنیق توپې له ځانه سره وړې وې. د لرګي جوړ دغه توپ کې به يې یوه لویه تیږه کیښوده چې دېوال به يې ماتولې شو. د کلا يو دېوال ماتولو سره عربان وردننه شول او قیدیان يې وژغورل. حجاج بن یوسف سمدلاسه په ساحل د خپل پوځ لپاره يوه چاوڼۍ جوړه کړه. د کراچي سره نزدې د سمندر دغه برخه اوس هم “بحرعرب” نومېږي. له دېبل محمد بن قاسم “نېرون” (حیدراباد) ته ورسیدو نو هلته بودایی راجا د باج په ورکولو راضي شو. په ” اروهر” کې راجه داهر د اباسین پرختیځه غاړه په میړانه د جنګ په میدان کې ووژل شو. عربانو د ده پریکړی سرحجاج ته واستاو او نور ځواک سیند نه پورې (نواب شاه) د “جیتور” په میدان کې د داهر زوی سره وجنګیدو.
محمد بن قاسم تر ۷۱۳ م (څلور کاله) په سنده کې و او د ملتان په شان لویو ښارونو کې مشهور مندرونو له برهمنو “جزیه ” اخیسته. ده به په هره درېمه ورځ “کوفه” ته ليک وراستاو او هلته نه په اوومه ورځ به يې د حجاج ځواب ترلاسه کاو. یو وخت د ده په اوښانو کې د “ټاکو” وبا ګډه شوه نو حجاج د خاورو په سوونو منګو کې ورته سرکه واستوله چې د مال په خله او پنجو مښله. محمد بن قاسم د سندهه ښاري انتظام بدل نکړو او پخواني افسران يې پخپلو کارونو پريښودل. په ۷۱۳م کې هغه په قنوج د حملې تیاري کوله چې د خلیفه ولید د وفات خبر راغلو. سلیمان بن عبد الملک په ۷۱۴م کې پرتخت کیناستو سره د سندهه حاکم یزید بن ابی کبشہ وټاکلو. حجاج د خیټې په سرطان اخته، وروستۍ سلګۍ وهلې او د وراره د بخت ستوری هم په ډوبیدو شو. د محمد ملګرو ورته مشوره ورکړه چې دی خپل ځان د هند خلیفه اعلان کړي. خو هغه پوځي ډسپلن سره د خلیفه امر په منلو او د سندهه چارې يې ابی کشبه ته وسپارل. دمشق ته په رسیدو محمد بن قاسم ذنداني شو او خلیفه سلیمان د هغه د قتل فرمان جاري کړو. د ده مشاور، عمربن عبد العزیز ورته وویل چې د حجاج د ظلم سزا د هغه وراره ته مه ورکوه ځکه دی د سنده فاتح او اسلام ته يې خدمت کړی و. خلیفه د عمر په درناوۍ د محمد بن قاسم د پریښودو امر ورکړو خو تر څو قاصد زندان ته رسیدو، جلاد له هغه سر پریکړی و. ورپسې ۲۰۰ کاله په سنده او ملتان کې عرب حاکمان به دمشق او بیا بغداد نه ورتلل. د سنده ریاست” منصوره” د عباسي خلیفه منصور په نوم و.
د ۲۰ پېړۍ په پای کې د سنده ملت پالو د محمد بن قاسم په اړه څو نوی کیسې خلکو ته وړاندې کړې. هغه راجه داهر دوه لوڼې د غنيمت مال سره، خليفه سليمان ته واستولې چې هغوی قاسم د بدلمنۍ په تور تورن کړو. د راجه داهر د اتلوالۍ کیسه هم مشهوره شوه چې سرچینه يې د ۱۳ پېړۍ یو کتاب “چچ نامه” کې وه. دا د ۶۸۰م نه تر ۷۱۶م د سنده ولسي کیسې دي. په ۱۲۲۶م کې محمد اسماعیل بن علی کوفي چې په اوچ (سندهه) کې زیږېدلی و د ثقفي ټبر سره موجود یو مسوده د عربي نه فارسي ته وژباړله. دا يې د شفاهي کیسو سره یو ځای ولیکلو چې د راجا داهر د پلار برهمن باچا “چچ” کیسه هم پکې وه. د سنده نامتو لیکوالانو، جی ایم سید، ډاکټرنبی بخش بلوچ او ډاکټر مبارک علي ورباندې څېړنې وکړې او دا جوته شوه چې چچنامه یوغیر مستند کتاب و. په دې کې د بغداد حکومت بد، د چچ باچا اتل او محمد بن قاسم یرغلګر ښکاري. د کولمبیا پوهنتون استاد منان آصف په ”فتوحات کی کتاب“ کې لیکي چې د فارسی نثر ددې کتاب نومونه په عربي تاریخونو کې هیچرته نه ښکاري. کتاب په ۱۶۵۱م کې کښل شوی کاپي او د اصل نه ۴۰۰ کاله وروسته جوړ شو. خو سندهي ملت پاله ډلې غواړي چې راجه داهر د یو اتل په توګه ونمانځل شي او ځینې د اباسین پرغاړه د ده د مجسمې ودرولو غوښتنه هم کوي.
له ویبپاڼو

1 Comment

Add a Comment
  1. SALAM,
    MUMKIN DE CHE BIN QASIM O HAGHO POZIANO BA GHALTI KARE VEE, KHO SINDHYANO YANI QOMPARAST DALA LA HAGHA SE DA HINDU SOCH AN BAHAR NA DA RAWATI,ZA PA KARACHI KE PATEE KEGAM MA DOI SARA WASTA D DOI KALTOR LA HAGHA SE HINDU KALTOR NA MUTASIR DE,O YOU ANDAZA DA CHE DOI PA MUSLMANI BANDE SHARMEEGI O PA HINDU KALTOR FAKHAR KAVEE,

Leave a Reply

Your email address will not be published.