سویی ګېس


په ۱۹۶۰م کې د کراچي ډېرو کورونو کې د ګېس (غاز) په انغرو به پخلی کیدو. ګېس مفت او ځینو خلکو د کور فرشونه هم په ګرمو اوبو وینځل. د پاکستان ولس به دا” سویی ګېس” په نوم یادولو.
سویی د سنده او بلوچستان په پوله د کشمور نه ۳۰ کلومیټر شمال لویدیځ کې یو وړوکی ښاریه وه. هلته په ۱۹۵۰م کې د پیټرولو نیمه سرکاري شرکت د ګېسو لویه زیرمه کشف کړه. دوه کاله وروسته دغه کمپنې د ګېسو نل لیکې د سویی نه تر کراچي وغځول چې هغه وخت د پاکستان پلازمېنه وه. د وخت په تیرېدو هلته ۵ نورې زیرمې هم کشف شوې او په کراچي کې صنعتونو ته ګټه ورسیده. خو له دغو زیرمو ۴ میله لیرې د ” سویی” اوسېدونکي له ګېس محرومه او د سوند لپاره يې لرګی او سکاره کارول. د بلوچستان سیاست والو په دغه ناانصافۍ احتجاج وکړو. آخر په ۱۹۷۰م کې په لومړي ځل کوټې ته هم د ګېسو نل لیکه وغځول شوه. ورسره د هر کور د ګېس په نل یو میټر هم نصب شو چې تر ډېره وخته لګښت يې معمولي و.
د سندهه او بلوچستان په نورو سیمو کې هم ګېسو زیرمې وموندل شوې چې ټول يې ۲۸ ټریلین کیوبک فیټ نه زیات تخمین شول. د سویی ګېسو زیرمه تر ټولو لویه ( یو اعشاریه ۶ ټریلین کیوبک فټ) وه او تر ۲۰۰۷م د ملک ۶ في صده ګېس ترې راویستل کیدو.
په ۱۹۹۰ م کې دبلوچستان “هب” ته هم ګیس یوړل شو ځکه هلته د کارخانو لپاره د دې اړتیا وه. تر ۲۱ پېړۍ د بلوچستان د ۳۰ ضلعو په ۱۴ ښارونو کې ګېس کاریدو. خو د دې نل لیکې د تخریب کارو له خوا ګواښیدې او په ۲۰۱۱ م کې د سویی زیرمتون د ساتلو لپاره هلته ملېشیا ورواستول شوه.
د سویی ګېس تولید، د نل لیکو او له خلکو د دې لګښت پوره کول د ۳ کمپنیو، سویی، کراچي او انډس پر غاړه و. په ۱۹۸۹م کې دا درې واړه کمپنې د جنوبي سویی (سدرن) په نوم یو ځای شول چې په سندهه او بلوچستان کې ګېس خرڅوي.
د ښارونو نه بهر به د ګېس رسد نه و ځکه په کلیو بانډو کې به خلکو میټر مات کړو یا بل(لګښت) به يې نه ورکاو. د ګېس د سپما یا د دې د کارونې په اړه هم معلومات لږ دی. په ژمې کې د ګېسو هیټر(بخاري) ۲۴ ساعته به چالان وو. په پخلنځي کې یو انغری به تل بلیدو چې د ماچس دویم تیلی ضایع نشي. هم دغسې په اوړي کې هم په ګرمو اوبو جامې او لوښي وینځل یوه عامه خبره شوه. د رژیدلو یا زړو نل لیکو نه ګېس په لاره ضایع شي چې اندازه يې د ۱۵ نه تر ۳۰ في صد لګول شوی ده. د پخوانو نلونو سوری کیدل او په وخت نه رغول په ځینو ځایونو کې د ګېسو بحران پیدا کړ. اخوا په سویی کې د ګېسو زیرمه هم په کمیدو شوه او د بلوچستان له ۸ نورو سیمو نه د ګېسو په راویستلو لاس پورې شو. په سندهه کې ” قادن واری- قادرپور او ” ساون” د اسلام آباد سره نزدې د “توت” زیرمه او د کوهاټ په “ټل بلاک” کې ګېس او پیټرول کشف شول. خو ورسره د پا پاکستان د نفوسو شمیره هم دومره زیاته شوه چې هر ځای ته ګېس نشي رسیدای. په ژمې کې د ګېس او بریښنا ” لوډ شیډنګ” اوس یوه عامه خبره ده. وسایل ډېر دي خو څنګه چې د اوبو کوهیان وچ او سیندونه په دشتو کې ختم شي، هم دغسې د ګېسو زیرمه به هم تلپاتې نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.