اسانګه


په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و.
په ۴ میلادي پېړۍ کې د پیښور اوسیدونکی بودای عالم اسانګه د هند نه علاوه په تبت، چین او جاپان کې هم مشهور و. دی په پرشوپوره (پیښور) کې زیږېدلی او د لوړې طبقې یو برهمن زوی و. د ګندهارا دا ښار هغه وخت د کشان واکمنو په لاس کې و. د دوی په سرپرستۍ کې د بودهه دین په ګندهارا کې وغوړیدو.
بودای څېړونکي باورلري چې اسانګه لومړی په “ماهي ساسکه” یا “سری واستواده” فرقه کې شامل و چې په افغانستان کې يې منونکي زیات وو. وروسته دی په مهایانه فرقې کې داخل شو خو د ده د پخواني عقیدو په اړه څه شواهد نشته. په ۷ پېړۍ کې د چین نامتو راهب خوانزانګ، د اسانګه په اړه لیکي چې دی د ماهی ساسکه فرقې یو راهب و خو بیا ژر د مهایانه لاره يې خپله کړه. د ده میره ورور “واسوبهاندو” هم یو لوی عالم او مبلغ و. دی د سرواستیواده عقیدې راهب و خو وروسته د اسانګه او د ده یو مرید تر اغیز مهایانه فرقې ته واوړیدو.
اسانګه او ورور يې “واسوبندهو” په کلاسیک سانسکرت کې د دین، فلسفې او روحانیت په اړه لیکنې وکړې او د خپل وخت د عالمانو په توګه شهرت لري.
اسانګه په ځوانۍ کې پخپله هم د څو نامتو استادانو څخه زدکړو نه علاوه، زیات وخت به په مراقبه ناست و. د ۶ پېړۍ یو عالم او لیکوال “پارامرتها” وایی چې اسانګه خپل علم نیمګری ګڼلو. ده یوه تشه احساسوله او تل به په سوچ او فکر کې غرق و. اخر ده د خپلې علمي تندې د ماتولو لپاره، د فکري ځواک (سدهي) نه کار واخستو او “توسیتا” یعني جنت ته ورغلو. هلته د میترا (بودهه ستوه) نه يې نوره پوه واخیسته او د تشې احساس يې ختم شو. بیا دی به مودام هلته ورتلو او د مهایانه په اړه يې علم تر لاسه کاو.
خوانزانګ د ده په اړه لیکي چې د آیودهیا په جنوب لویدیځ کې د ام د ونو سره یوه وړه خانقاه کې اسانګه د شپې د میتریا بوده ستوا ته ورتلو او روحاني علم به يې ترلاسه کاو. د ورځې به هغه دا تعلیمات خلکو ته ورکول. اوس تاریخي څېړنې ښایی چې په آیودهیا کې د اسانګه استاد یو ژوندی شخصیت او لوی بودایی درویش و.
له دغو زدکړو سره، اسانګه د تبلیغ لپاره سفرونه وکړل او د هند په لر وبر کې يې ۲۵ عبادت خانې (خانقاه) جوړ کړل. په دوی کې د بهار “مګهدا ویلوانا” خانقاه هم شامل و. هلته ده د مهایانه بودهه تعلیمات نورو ته د خپرولو لپاره خپل ۸ شاګردان غوره کړل. اسانګه د “یوګا کاره” په نوم یو پوهنځی هم جوړ کړو او پکې د دین مهم شاستره (درسونه) يې ولیکل. وروسته دی دومره مشهور شو چې په چین او تبت کې ځینو خلکو خپلې دیني لیکنې د ده په نوم خپرول. د ده له مړینې وروسته خلکو د ده درسونه لیکل او خپرول.
په ۲۰ پېړۍ کې د اسانګه په لیکنو څېړنې وشوې او اوس ټول بودای استادان په یوه خله وایی چې اسانګه پخپله ۳ کتابونه لیکلي دي. یوه د لوی څرخ (مهایانه سمګراهه) د تعلیماتو خلاصه ده. بله د “یوګا کاره” پوهنځي مهم اصول چې ۱۰برخې لري. د دې یوه ژباړه په تبتي او ۴ په چینای کې پاتې دي. دریمه د مهایانه اصل عقیدې یوه خلاصه په سانسکرت کې وه. د ده د شفاهي درسونو بیلګې د خوانزانګ په لیکنو کې هم موندل کېږي.
په ۱۲۰۸م کې د ګندهارا د دغه نامتو عالم یوه لویه لرګینه مجسمه په جاپان کې جوړه شوه چې تر اوسه بوده راهبان ورته سر ټیټوي.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published.