Month: June 2013

په افغانستان کې د کچ دوديزې لارې

په هره ورځني ژوند کې د وړو توکو، لکه د جامو گنډلو او د اوبدلو لپاره د اوږد والي او پلن والي دا اندازې وې چې د انسان د بدن له غړيو اخيستل شوي دي. موى يا وېښته، ناخون يا د يو نوك سور، انګشت يا د يوې ګوتې سور، بليست يا لوېشت، ( ټوکر […]

کيمياگر- د پاولو کويو ناول

د پرتگالي ژبې نامتو ناول، ” کيميا گر ” دپاولو کويو له خوا په ۱۹۸۸ م کې له چاپه راوتلو. له هغې راهيسې دا کيسه په ۶۷ ژبو کې ژباړل شوې او په ۱۵۰ ملکونو کې ولوستونکي لري. پاولوکويو پخپله د برازيل اوسېدونکې دې او په ۱۹۴۷ م کې په “ريو ډي جنيرو” کې وزېږېدو. […]

مغلاني بيگم

د دې خپل نوم مراد بيگم و او د مغلو د ځواکمن وزير قمرالدين امږور وه. ښايي دا د شاهي کورنۍ نه وه خو د ژوند حالات يې زيات نه دي څرگند. مير معين الملک چې خلکو ورته ” ميرمنو” وېل، په ۱۷۵۱ م په لاهور کې د احمد شاه ابدالي سره په جنگ کې […]

روهتاس

دا د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د […]

رايل اېشياټيک سوسايټي

د اتلسمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې کلکته په هند کی د بريطانيې د سلطنت مرکز و چې د “فورټ ويليم” نومېده. د لندن نه ورغلي يو قاضي ويليم جونزچې د خپلو رسمي کارونو سره سره په سانسکرت ژبې څېړنې کولې، د يوې علمي ټولنې د جوړولو لپاره ولوستو کسانو ته بلن ليک ورواستوو. د […]

بند امير

د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې چې ويلي کېږي نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کالو په اوږدو کې د اوبو مالگې چې کېلشيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي دي. اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پينځو لويو کاسو […]

د شيربانو او يوسف خان اصل کيسه

د تورلنډۍ يوسف خان د محمود خان زوې. دا څرگنده نه ده چې د ده څومره خوېندې وې خو ورور يې نه و. يوسف لا ځلموټې و چې پلار يې مړ شو. دوي ښې زمکې لرلې چې تربورانو سره يې شريکې وې. د سيمې د نورو ځوانانو په شان دوي به هم ښکار ته د […]

د خواړو کچ

په ځينو کورونو کې د دسترخوان په سر خبرې کول منع وي. زمونږ په ټولنه کې ماشومانو ته دا وينا کيږي چې د ډوډۍ پر وخت خبرې مه کوئ. په دې خبره کې څومره حکمت دې؟ په ۲۰۰۸ م کې د بريطانيې د ټيليويژن يو چينل د څو ساينس پوهانو او دغذاي متخصصينوپه مرسته د […]

د سومنات مندر

سومنات ته به يي تلپاتى معبد وايه او د هندوانو په عقيده دا مندر سوم راج چى د سپوږمئ اسطوره وه له سرو زرو جوړ کړى وو. بيا راوڼ دا د سپېنو نه، ورپسى کرشنا د صندل د لرگى نه او پاچا بهيم ديو سولانکى په لسمه پېړۍ کې له ډبرو جوړ کړو. دا ښاي […]

لاطيني ژبه

د لرغونې روم په مرکزي سيمو “ايټاليکي لاتيني” خلکو چې کومه ژبه وېله، لاطيني نومېده. د دې ريښې په ټولو هندي اروپايي ژبو کې ځغلېدلي دي. په دې ژبې ليکل شوې تر ټولو پخوانۍ بېلگه د شپږم قبل الميلاد پېړۍ نه راپاتې ده. د روم واکمنو د دې سرپرستي وکړه او د سلطنت د چارو، […]