په افغانستان کې د کچ دوديزې لارې

په هره ورځني ژوند کې د وړو توکو، لکه د جامو گنډلو او د اوبدلو لپاره
د اوږد والي او پلن والي دا اندازې وې چې د انسان د بدن له غړيو اخيستل شوي دي.
موى يا وېښته، ناخون يا د يو نوك سور،
انګشت يا د يوې ګوتې سور،
بليست يا لوېشت، ( ټوکر به زيات وخت په لوېشت کچ کېده)
دست يا د لاس سور،
ذراع يا مټ،
ګام، قولچ يا قامت،

ګز چې درې ډوله و:

۱. د شاه ګز چې د يو اعشاريه ۶۶۶ متره ( ميټر) سره برابر او په څلور چارك يا ۱۶ ګېرو يا غوټو وېشل شوى و. هره ګېره يا غوټه له درې ګوتو سور سره برابره ده او هره غوټه بيا په څلور برونو يا بر وېشل شوې وه.

۲. د معمار ګز چې په دريو انګريزي فوټو يا ۳۶ انچو وېشل شوى او د شاه گز نه اعشاريه ۹۱۵ برخې کم و.

۳. د جريب ګزيا د زمکې اندازه كولو ګز.
د جريب ګز تر ټولو لنډه اندازه وه او يوازې اعشاريه ۷۳۶ متره ( ميټر) وه. دا د اسلام د راتلو نه وروستو هم سرکاري وومنل شو نو ځکه ورته ” شرعي گز” هم وايي.

د زمکې کچ

جريب يو مربع چې هر اړخ يې له ۶۰ ګز كېږي. په دې توګه له ۳۶۰۰ مربع ګز يو جريب جوړېږي.
د جريب بيا په شل بيسوو وېشل کېږي. که څوک وايي چې زما نيم جريب زمکه ده نو دا به لس بيسوې وي. يوه بيسوه هم په شلو برخو وېشل شوې وه چې ” بيسواسه” نومېده. يوه بيسواسه له ۵،۰۵۵ مربع مترو سره، يوه بيسوه بيا له ۱۰۱ مربع مترو او يو جريب له ۲۰۲۲مربع مترو يا له نيم انګريزي اېكړ سره برابره وه.

د سړك او د لارې د کچ لپاره افغاني اندازه ” کروه” نومېده چې له نژدې ۴۰۰۰ جريب ګز يا له ۲۷۶۹ شاه ګز سره برابره وه، او دا ۲۹۴۴ متره يا نژدې درې كيلو متره كېږي.

وزن يا د بار کچ

خروار (د يوۀ خره بار):

يو خروار لس منه يا اتيا سېر و.
دا د اوسني ۵۵۹ كيلو ګرام سره برابر و.

هر سېر بيا په څلور چاركو يا ۱۶ پاو وېشل شوى و.

پاو د انګريزي پونډ له وزن لږ څه سپك و او اعشاريه ۴۳۶۸ کلوگرام وزن و.
پاو څلور خورد كېږي چي مانا يې كوچنى يا وړوكى و.

خورد ۶ مثقاله كېږي.

مثقال بيا په ۲۴ نخودو وېشل شوى و. نخود د هندي چنا يا په انگرېزي کې “چيکپي” ته وايي.

د نخود وزن د اعشاريه ۱۹ ګرام سره برابر دى.

د نخود وزن نوره وېشنه د زرګرانو او درمل پلورونكيو له خوا كارول كېږي.
هر نخود څلور “سرخ” وي چې اتو برنجو يا د وريجو له دانو سره برابر دى.
هر برنج يا د وريژو دانه په ۸ کونجتو يا د کونځلو په دانو وېشل کېده.

يوه كونځله په اتو خشخاشو يا د كوكنارو په دانو وېشل شوې کېده.

د دې سرکاري او رسمي اندازو نه علاوه غېر سرکاري او غېر ساينسي اندازې به هم کارېدې.
د بېلګې په توگه:
موشت يا يو موټى، لپه، كاسه، لمن او داسې نور:
په افغانستان كې د مايعاتو لکه شودو او شاتو لپاره څه خاص اندازه نه وه.
د امير امان الله خان په وخت دا اندازې په اعشاروي ( ميټر) واړول شوې خو ولس تر ډېرې مودې ورسره اشنا نشول.
اوس هم ځينې پخواني خلک دا توري کاروي.
صفيه حليم
foot

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *