رايل اېشياټيک سوسايټي

Harrapa
د اتلسمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې کلکته په هند کی د بريطانيې د سلطنت مرکز و چې د “فورټ ويليم” نومېده.
د لندن نه ورغلي يو قاضي ويليم جونزچې د خپلو رسمي کارونو سره سره په سانسکرت ژبې څېړنې کولې، د يوې علمي ټولنې د جوړولو لپاره ولوستو کسانو ته بلن ليک ورواستوو.
د جنوري په ۱۵ نېټه په ۱۷۸۴ م کې په کلکتې کې د دی ټولنې د بنسټ غونډه د عالي محکمې په يو تالار کی وشوه چې دېرشو کسانو پکی گډون وکړو. د اېشياي ټولنې په نوم د دی د غړيتوب لپاره په څلورو مياشتو کی د دوو مهرونو (د سرو زرو سيکو) فيس وټاکل شو.
ويليم جونز پخپلې وېنا کی وويل، “زمونږ د پلټنو سرحدونه به د اېشيا پورې محدوده وي او په دی ساحه کی هر ډول څېړنې چې انسان او فطرت پوری اړه لري کولي شو.”
په راتلونکو دولسو کالو کی په دی ټولنې کی دومره غړي ورگډ اود څېړنو د لارې دومره توکي راټول شول چې بېله وداني ورته جوړه شوه. په دی ودانۍ کی د کتابتون سره يو ميوزيم هم و چې اوس پکې يو لک او اوولس زره کتابونه ، ۹۷ زره مجلې او په ۲۶ ژبو کی ۴۷ زره خطي نسخې ايښي دي. په زرگونو انځورونه ، نقشې او سيکې د دی نه علاوه پکې خوندي ساتل شوي دي. په دی کی د افغانستان نه بی شمېره سيکی ، مجسمې، او لاسوندي هم شته.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *