لاطيني ژبه

د لرغونې روم په مرکزي سيمو “ايټاليکي لاتيني” خلکو چې کومه ژبه وېله، لاطيني نومېده. د دې ريښې په ټولو هندي اروپايي ژبو کې ځغلېدلي دي. په دې ژبې ليکل شوې تر ټولو پخوانۍ بېلگه د شپږم قبل الميلاد پېړۍ نه راپاتې ده.
د روم واکمنو د دې سرپرستي وکړه او د سلطنت د چارو، د قانون او د سياست ژبه شوه. ورو ورو نورو اولسونو هم په دې خبرې پېل کړې او له دې کبله هر هغه ملک چې د روم پوځ نيولو، لاطيني به هم پکې خپره شوه.
د وخت په تېرېدو دې د مېډيټرېنيا د ملکونو په ځاي ژبو يې اغېز وکړو. خو په ختيځ کې د دې سيالي د يوناني ژبې سره وه او د روم د لوړې طبقې خلکو به دا دواړه ژبې زده کولې.
د لوېديځ اروپا پرمخ تللې ژبې لکه اطالوي، فرانسوي، هسپانوي، پرتگالي او روماني او انگرېزي د لاطيني ژبې نه راوتلي دي. د دې ليکدود د ټولو اروپايي ژبو لپاره کارېږي. د ساينس او د طب په مضمونونو لکه بايالوجي، فزکس او نورو اړوندو علومو زيات توري د لاطيني وي.

اوس دا يوه مړه ژبه گڼل کېږي خو د يورپ د کلاسيک ادب د مطالعې لپاره د دې زدکړه ضرور وي. دا ژبه د رومن کېتوليک ملايان وېلې شي او د نړۍ د ډېرو هېوادونو په ښوونځو کې د يوې ژبې په توگه ولوستل کېږي. د اروپاي ژبو د نويو تورو د جوړښت لپاره اوس هم د دې ژبې د پخوانيو الفاظو نه کار اخلي.
صفيه حليم
Latin

Leave a Reply

Your email address will not be published.