روهتاس

Rohtas
دا د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د شېر شاه سوري د ” روهتاس کلا” په ډيزاين جوړه شوې ده.
د دې کلا د بنسټ يوه يوه تيږه د سرو زرو د يوې اشرفۍ په بدل کې لگول شوې وه. خو د دې داستان هغه وخت پېل شو کله چې شېر شاه سوري په ۱۵۳۹ م کې د بهار د شاه اباد په ضلع کې د لرغونې روهتاس گړهه کلا ونيوله او دې جوگه شو چې بنگال ته لاس وغځوي.
د دې په بل کال شېر شاه د مغل بابر زوې همايون ته په ماتې ورکولو په هند کې يو وارې بيا د پښتنو واک راوستو. شېر شاه د روهتاس په شان بله کلا د خپل سلطنت په لوېديځو څنډو جوړول غوښته. خو د جهلم سيمه د سرزورو گکهړ قبايلو ټاټوبې و چې بهرني يې هلته نه پرېښودل. دا هم هغه خلک و چې افغان باچا شهاب الدين غوري يې هلته پخپلې خېمې کې وژلې و. شېر شاه د دوي د زور ماتولو لپاره د “کهان” د سيند پرغاړه د کلا د جوړولو لپاره زمکه ونيوله.
د روهتاس اساسي تيږه په ۱۵۴۱ م کې کېښودل شوه چې د شېرشاه د خزانې وزير ټوډرمل کهتري يې مشر و. خو گکهړ قام په سيمه کې يو مزدور نه پرېښودو چې په دې کلا کار وکړي. کوم مزدوران چې د ورځې په مزدورۍ ( دياړي) کار کولو ته ورتلل هغوي يې گواښول.
اخر ټوډر مل شېرشاه ته خبر ورکړو. هغه ورته وليکل چې ” زه تا پېژنم چې کاروبارلپاره ډېره پوهه او عقل لري. اوس خبر شوم چې د هيڅ کار توقع درنه نشي کېدې ځکه ستا پېسې ډېرې خوښې دي. کله چې ما درته د يو کار امر وکړو نو ته بايد د پېسو په اړه فکر ونکړې. هر لگښت چې کېږي زما حکومت درله درکوي”
هم هغه وه چې ټوډرمل په سيمه کې اعلان خپورکړو چې په لومړۍ ورځ هر څوک چې په دې کلا کار کوي، د يوې خښتې لگولو لپاره به ورته يوه د سرو زرو اشرفۍ ورکړې کېږي. د ورځو په تېرېدو يوه خښته به په يوې پاولۍ ( نقريي) او بيا په يوې بهلولۍ (مسينو) لگيده.
دا خښتې د تيږو نه توږل کېدې چې نږدې غرونو نه به يې راماتولې. داسې اندازه ده چې اوو زره مزدورانو او نورو مسلکي کسانو د دې په جوړولو کې لاس وکړو.

د روهتاس نقشه

دا کلا د زمکې نه لوړه په يوې غونډۍ جوړه ده نو ځکه نقشه يې د لوړو او ژورو سره مناسب ساتل شوې ده. د دې ودانۍ په څلورو کلوميټرو(مترو) کې يو بل سره تړلي دي چې اوس يې ځينې دېوالونه ړنگ دي.
په دې کې د دېرشو زرو عسکرو د ساتلو لپاره انتظام شوې و. لوې او پاخه دېوالونه ، د حمله کوونکو د نيولو لپاره لومې، د انسانانو او د څاروو لپاره د څښلو د اوبو او داسې نور د پلان له مخې پکې جوړ شول.
د کلا په منځ کې دوه دېوالونه د يو بل نه پورې راپورې جوړ شوي دي چې ۵۳ ميټر اوږد دې. دا دېوالونه هغه وړه کلا د نورې ودانۍ نه بېلوي چې کلا دار به پکې ميشت و. د هند په نورو کلاگانو کې هم د راجه يا د حاکم د استوگنې ځاې به لوړ او د دې په منځ کې جوړېدو.
په روهتاس کې دا استوگنځاې په لوېديځې څنډې کې يوه حويلي ده چې يوه دروازه لري. د اوبو لپاره پکې يوه ښکلې باولۍ او يو جومات هم شته چې ” بادشاهي جومات ” نومېږي.
shahi  mosque
د دې په بهرنيو محرابونو کې د نمر (شمسه) ډيزاين کې په يو ليکه د الله نوم ليکل شوې دې. دننه هم هغسې په شمسه کې کليمه او بسم الله په نسخ خط کې نقش شوي دي. دا شمسه لکه د سيکې ښکاري او بې څاري دي. په جومات کې دننه درې محرابونه دي او په هر يو نمر پرست گل نقش شوې دې چې شپږ پاڼې لري. دلته ونې او د لمر نښه هم شته چې د هندوانو په معبدونو کې به کارېدل.

Mosque entrance

د کلا دېوال د لس نيم ميټرو نه واخلې تر اتلس نيمو ميټرو پورې لوړ جوړ شوې دې چې شا په شا دوه يا درې نور دېوالونه لري چې ځينې يې دولس نيم ميټره پلن دې. په منځ دېوال کې به عسکر ودرېدل چې دواړو غاړو نه خوندي وي. ټول دېوالونه د يو بل سره په پوڼيو او وړو پلچکونو تړلي دي. په دې دېوالونو کې دننه داسې وړې کوټې دي چې پوځيانو به پکې خپله وسله و نور شيان اېښودل. په دوي کې ځينې څلور گوتيزه او نور مستطيل دي او هر يو کې طاقچې هم شته.
protective walls
په بهرني دېوال ۶۸ د څار برجونه دي چې په يو واټن نه دي جوړ. دا يو ميټر پلن او تر درې نيمو ميټرو لوړ دي. په هر برج کې د ټوپکو او توپو لپاره سوري او داسې ځايونه جوړ دي چې په حمله کوونکو اور، مرداري، سرې اوبه يا ويلي شوي فولاد به يې غورځول.
په روهتاس کې د اوبو لپاره درې باولۍ دي چې يوه يې مرکزي کلا کې او نورې بهر دي. دلته يو کوهې او پينځه د اوبو زېرمه کولو ټانکۍ هم جوړې دي.

baoli

دا کلا دولس دروازې لري چې د هغه وخت په اړتيا ځايونو کې يې جوړ کړي و. د ځينو دروازو نومونه د وخت په تېرېدو خلکو اړولي خو څو يې د اصل نومونو سره پاتې دي. د دې لويه دروازه “خواص خاني” هغې لوې لارې ته خلاصېده چې د پېښور نه بنگال پورې تللې وه او اوس ورته جرنېلي سړک وايي. خواص خان نيازي د شېر شاه نامتو جنرال و. که حمله کوونکې په دې دروازه ورننوتلو نو مخامخ د غونډۍ نه به پرې حمله کېدې شوه.
” سويل دروازه” جنوب لوري ته ده خو خلک ورته سهېل وايي او باور لري چې د يو بابا سهېل بخاري د قبر له امله ورته دا نوم ورکړې شو.
دا د کلا تر ټولو ښکلې او غبرگه دروازه ده چې شاو خوا دولس ميټره لوړه او يويشتو ميټرو پورې پلنه ده. د دواړو دروازو تر منځ ۱۵ ميټر فاصله ده او په منځ کې يې محراب څه کم څلور ميټر ژور دې.
ددې په محرابونو نمر پرست گل نقش شوې دې. د بهرني دروازې دواړو غاړو ته کړکۍ دي چې مخې ته يې گېلرۍ جوړې دي. ورباندې په څلورو محرابي ستنو نيم گومبده چتونه دي. د دروازې د پاسه د عسکري ډال په شکل اوو محرابي دېوالونه دي.
کابلي دروازه د روهتاس لوېديځ لوري ته جوړه ده او په دې قراني ايتونه نقش و چې اوس هم ښکاري. دې ته نږدې باولۍ کې ۶۰ پوڼۍ دي او چاپېره ترې وړې کوټې دي چې يو وخت ممکن د غسل لپاره کارېدل.
بلې باولۍ ته ۱۴۸ پوڼۍ جوړې دي چې يوه يوه يې ۲۰ سينټي ميټر لوړه ده.
د طلاقي دروازې کيسه داسې ده چې د شېر شاه يو کوماندان صابر سوري په دې دروازې ورننوتو نو تبې ونيولو. هغه په قهر دا دروازه طلاقي ونوموله. پيپل د ونې له کبله يوه “پيپل والا دروازه ده. بله يې ” ټلا دروازه” ده چې ښکته مخامخ د يو کلي نوم دې. ” سار” د اوبو زېرمې ته وايي او يوه وړه دروازه په دې نوم ده. “گټالي دروازه” د سيند هغې برخې ته وتلې ده چې اوبه يې ژورې نه وي او خلک يې گټالي بولي.
په “شيشي دروازه” داسې کاشي خښتې کارول شوي دي چې يو وخت به يې د شيشې ځلا ورکوله. کشميري دروازه د کشمير لور ته جوړه ده. د “چاند ولي دروازه” د يو زيارت له کبله مشهوره ده.
وايي چې په مزدورانو کې يو تن چاند په نوم ټوله ورځ نورو ته اوبه ووړلې خو په بدل کې به يې پېسې نه اخستې. دې پخپلې مزورۍ کې مړ شو او هم هلته پرې زيارت جوړ شو. هغه دروازه هم دده په نوم ونومول شوه.
يوه يې ” لنگر خاني دروازه” نومېږي . که څوک د دې دروازې د لارې کلا کې وردننه شي نو په يو لوې مېدان کې راگېر شي چې چاپېره ترې دېوالونه دي او د وتلو يوه لاره لري.
په دې ټول جوړښت کې تيږه، چونا او د پخو خښتو مساله کارول شوې ده. خال خال پکې پخې خښتې او کاشي نه علاوه د مرمرو ډبره هم کارول شوي دي. د روهتاس د لگښت په اړه ډېرې اندازې دي چې د شلو لکو نه واخلې تر ۳۴ لکه هندي روپۍ کېږي
walls 3
د روهتاس کلا د جوړېدو څلور کاله شوي و چې شېر شاه د جنگ په مېدان کې ووژل شو. د ده د زامنو واک په بحران کې تېر شو او کله چې د لسو کالو په موده کې دا کلا جوړه شوه نو د سوريانو يو حاکم تاتارخان کاسي پکې واړول. ډېر ژر مغل همايون د پارس نه بېرته راغلو او پښتانه ترې ووتل.
د مغلو يو جنرال مان سنگهه پکې ميشت شو نو د دې په پراخ انگڼ کې يې ځان له يوه ودانۍ جوړه کړه چې تر اوسه د ” مان سنگهه ” حويلي په نوم يادېږي. له دې ځايه به هغه افغانستان او کشمير ته لښکرې ورلېږلې. په دې حويلي کې څلور کوټې وې چې اوس ترې يوه پاتې ده.
د مغل همايون د واک موده لنډه وه او کله چې اکبر باچا شو نو د روهتاس جاج يې واخستو. هغه دلته يوه شپه وکړه او په اگرې او اټک کې د خپلو کلاگانو لپاره يې د دې ډيزاين خوښ کړو. د اکبر زوې جهانگير هم دلته يوه شپه ايسار شو او د دې د دېوالونو په اړه يې خپل شک څرگند کړو چې پاخه نه و. خو په لاهور کې د خپلې کلا او د مليکې نورجهان د مزار لپاره يې د روهتاس ځينې جوړښتونه يې خوښ شول او کاپي يې کړل.
د اورنگ زېب او د هغه نه وروستو روهتاس د پوځي چاوڼۍ په توگه کارېده. د خېبر د لارې هند ته د خپلو سفرونو پر وخت احمد شاه ابدالي به دلته ايسارېدو او د تيمور شاه په وخت دا سيکانو لاس ته ولوېدو خو شاه زمان بېرته ونيولو.
د رنجيت سنگهه په واک کې دلته سيکان مېشت شول او هغوي د کلا نه بهر د اوبو يوه چينه وموندله چې ورباندې يې خپل معبد ( گوردواره) جوړ کړو.
انگرېزان چې د تاريخي ودانيو د ساتنې دعوا کوي، پخپل وار روهتاس ته نږدې د ” دينه ” اور گاډي سټېشن جوړ کړو چې ورته د تلو لاره ددې کلا يوه دروازه شوه. د هند د وېش سره د دې کلا په پراخ غولي کې خلکو کورونه جوړ کړل چې ورځ په تېرېدو يې شمېره هم زياته شوې ده.
د کلا په دېوالونو کې اوس درزونه ښکاري او نورو ځايونو کې راپرېوتې دېوال څوک نه رغوي.
د نړۍ د عابداتو د ساتنې کمېټه د کلا په اړه وايي، ”
د روهتاس کلا د هند په نيمه وچه کې د لومړيو مسلمانانو د پوځي جوړښت يوه بې څارې بېلگه ده چې د اسلامي نړۍ د نورو ځايونو نښې پکې ليدل کېږي. دې جوړښت د مغل سلطنت په نورو ودانيو اغېز شيندلې دې چې بيا اروپا يي مستمرو په لوې لاس د خپلو ودانيو په جوړولو کې د هغه روايت نه کار اخستې دې. د دې کلا په ډول او ښکلا کې د هنر لوړمعيار ساتل شوې دې چې د دې په بره او ښکته حاشيو، په مرمرو او تيږې کې د خطاطۍ، د دې د پلستر او په کاشي خښتو کې څرگند دې.
په دومره لوې کچ د پوځي جوړښت بله بېلگه د هغه وخت نه ليدل کېږي چې په دې لوړ معيار او تکميل تر اوسه پاتې دې. فتح پور سيکري چې د وړاندې نه د نړۍ په ميراث کې شامل کړې شوې دې د مغلو د سټايل او د نقشې يوه نمونه ده، هر څه يې د روهتاس کلا نه اخستي دي.
soldiers rooms

د روهتاس د ليدو لپاره هره ورځ جوپې جوپې خلک ورځي او ټکټ هم ترېنه اخلي. ددې په يو تالار کې څو توکي د نندارې لپاره اېښي دي چې يوه يې د ۹۲ کلوگرام د مرمرو ليکلې ډبره ده.
په دې د پارسي په يو بېت کې د کلا د جوړېدو نېټه ده.
ز هجرت گزشته تواريخ سال – نود چهل وهشت امد جلال
نصب شد دران وقت قلعه کبار – شهنشاه شير است عالم فرار
ز بخت سعادت عيان است شانې – تمامش کنانېد شاهو سلطاني
ژباړه –
له هجرت ۹۴۸ کاله تیر شوي و چې د عظمت وخت راغې او دا لويه کلا جوړه شوه. د زمري شاهنشاه نه نړۍ تښتي چې بخت او سعادت يې څرگند دې. ډېر يې سلطان او شاهان کړل..
سرچينې
۱. روهتاس. د شېرشاه نه تسخيرېدونکې کلا. احسان نديم. سنگ ميل چاپ لاهور. ۴۰۰۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *