د سومنات مندر

سومنات ته به يي تلپاتى معبد وايه او د هندوانو په عقيده دا مندر سوم راج چى د سپوږمئ اسطوره وه له سرو زرو جوړ کړى وو. بيا راوڼ دا د سپېنو نه، ورپسى کرشنا د صندل د لرگى نه او پاچا بهيم ديو سولانکى په لسمه پېړۍ کې له ډبرو جوړ کړو. دا ښاي چې سومنات په لرغونو وختونو کې څو وارې مات يا وران شوى و.
په ديارلسمې پېړۍ کې د عربي جغرافيې ” اثر البلاد” ليکوال د کوم مندر حال چې ليکلې دې هغه سومنات نومېدو. دا د هندوستان دلوېديځ ولايت گجرات د جونا گړه ښار سره نږدى د کاټيهېا واړ په ساحل جوړ و. دې ليکي،
” هر وختى چى سپوږمۍ تندر ونېسى نو لوى شمېر هندوان دلته عبادت له ورځى چې د يو لکو نه زيات خلک وى. دوى باور لرى چى کله يو انسان مړ شى نو د هغه روح دلته راځي او اسطورى دوي ته نوى وجود ورکوي. د سمندر څپى چى کله ددى تر دېوالونو را پورته شى نو دا د سمندر له خواه دى مندر ته د عقيدت نښه وي.
خلک هر هغه شى چى قيمتى گڼل کېږى، دى مندر ته د نذر په توگه راوړى. دا وخت د يو زرو کليو حاصلات ددى مندر د ساتنى لپاره وقف دى. د گنگا سيند ددى نه ٢٠٠ پارسنگ ( يو پارسنگ ٦ کلوميټر وى) لرى دى. لمانځونکى هره ورځ ددى سيند اوبه راوړى او دا مندر پرى مينځي. دلته يو زر برهمنان د عبادت او د زايرينو دلار ښوونى لپاره بوخت وى او پينځه سوه پېغلى د مذهبى سندرو او نڅا لپاره ساتل شوى دى چى لگښت يې د وقف نه ورکړى کېږى.
دا جوړښت په شپږ پنځوسو دلرگى په ستنو ولاړ دى- د لوى مجسمى د پاڅه چراغونه ځوړند وي چى ډېرى قيمتى تيږى پرى لگېدلى دى. ددى سره نږدى د سرو زرو يو زنځير دى چى دوه سوه من وزن لرى. د دى زنځير سره زنگونه ځوړند دى. کله چى شپه شومه دم شى نو دا زنځير وخوځول شى او ددى په شړنگا د تازه دم برهمنانو ډله را پاڅى او په مناجاتو او عبادت پېل وکړى.”
غزنوى سلطان محمود په لومړى ځل دى دپېښور د لارى پنجاب ته رسېدلى وو. ورپسې کلونو کې څو وارې هند ته ولاړو او د دې د مندرونو شته مني يې لوټ کړه. په اتم ځلى په ٤١٦ هجري د ډېره اسمعيل خان او ملتان نه د راجپوتانه پر شگلنو سيمو ور واوښت او د هند په جنوب کى د گجرات ساحل ته وورسېدو.
د زيقعد د مياشتى په نيماى کى چى د ١٠٢٤ د دسمبرمياشت کېږى د سومنات مندر ته ورنږدى شو. دا مندر په يوى غونډۍ جوړ وو او د سمندر اوبه ددى کلا تر لوى حفاظتى دېوال رسېدى. د سلطان محمود پوځ د ښکته نه په دى کلا ولاړو کسانو غشى ورول خو د سومنات ټول اوسېدونکو دننه ځانونه خوند گڼل او مذهبى عقيده يي دومره ټينگه وه چى د مندر او د خلکو ساتنه يي خپلو اسطورو ته پرېښى وه.
د کلا د بره دېوالونو نه خلکو ښکته د سلطان محمود پوځ څارلو خو د هغوي د مقابلى لپاره يي څه نه کول او دا ددى خبرى نښه وه چى سومنات پوځى مرکز نه واو نه دلته کوم پوځ ساتل شوى و.
په درېمه ورځ د شاو خوا سيمو جنگيالى هلته وورسېدل او د محمود لښکرو سره يي جنگ پېل کړو. په سومنات کى دننه بند خلک او راهبان هم راووتل او سخت جنگ وونښتو. د هندوانو په زرگونه تنه په يو ورځ ووژل شول په سوونو نور په کشتيو کى سپاره شول او غوښتل يې چى د نږدى سرانديپ ټاپو ته ووتښتى. خو د محمود د عسکرو په غشو اويا په الغاو تلغاو کى په اوبو لاهو شول.
اسلامي مورخينو د حقاېقو پر ځاى د سومنات په اړه افسانى او داستان وزمه کيسى ليکلى دى. د هند ېو مورخ قاسم على فرشته د لوى مجسمى په اړه ليکي” دا پينځه گزه لوړه وه چى دوه گزه د مزکى د لاندى او درى گزه د پاڅه وه. دا د تيږى نه جوړه وه” بيا ليکى چى د مندر لوى برهمن افغان باچا ته د مجسمى د نه ماتولو په بدل کى د ډېر مال دولت ژمنه وکړه خو محمود نه غوښتل چى په تاريخ کى د ده نوم بت فړوش ووليکل شى او ده ځان ته د بت شکن نوم غوره گڼلو نو پخپله يې د تورى او د ځينو نورو په وېنا د گرز په يو گوزارهغه بت دړى وړى کړه. داسى برېښى چى دا هم د ډېرو نورو کيسو په څېر يوه افسانه وى.
د سومنات مجسمه په اصل کى انسان وزمه بت نه وو. دلته د شيوا لينگا عبادت کېدو. شيوا د هندو مذهب تر ټولو لويه او پياوړى الهه ده او لينگا په سانسکرت ژبى کى نښى ته وايي. د اريايانو په وېدى سندرو کى هم ددى زکر راغلى دى. يوه لويه نا تراشلى تيږه چى په ځمکه ودرېدې شوه، په لوړځاى به يې کېښوده او په سندروبه يې نمانځله.
د سومنات دا نښه به هره ورځ سهار مهال د سيند په پاکو اوبو مينځل کېده. د دى لپاره په چوتره کى د اوبو د وتلو لارهم جوړه وى. د نذر لپاره خلک يې په شودو هم وينځي. ښايي د قاسم فرشته دا خبره سمه وي چى د سومنات بت يوه برخه په ځمکه کى دننه وه، خو دا خبره سمه نه ده چى په دى کى دننه سره زر يا جواهر پټ وو.
د سومنات مندر ورانېدل د هندوانو لپاره ېوه لويه غميزه وه. د محمودغزنوى نه وروسته په م١٢٩٧ کى د دهلى سلطان د گجرات د نيولو وروسته دا بيا ويجاړ کړو. بيا په ١٣٩٤ اوورپسى په ١٧٠٦ کى مغل اورنگ زېب هغه نوى مندر هم وران کړو.
په سومنات کى اوسنې مندر د هند د وېش نه وروسته په ١٩٥٠م کى سردار وله بهاى پټېل په هلو ځلو جوړ شو او لوى شمېر هندوان ورته عبادت له ورځى. دا د سومنات د پخوانى مندر سره نږدى جوړ شوى چى يو څو کنډوالى يي اوس هم شته او سېلانيان يي عکسونه اخلى.
Somnaath

سرچينې
۱. تمدن هند. ډاکټر گستاولي بان. اردو ژباړه سيد على بلگرامى، مقبول اکاډمى لاهور.
٢. تاريخ فرشته، سيد قاسم على فرشته، ١٦١١ هجرى، اردو ژباړه عبدالحئ خواجه او ډاکټر عبدالرحمان. دوست اېسوسي اېټس، لاهور ٢٠٠٣ کال چاپ
٣. د سومنات مندر سرکارى وېبپاڼه
٤. د هند د حکومت د سېل او گرځندوئ ادارې معلوماتى مواد
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.