د شيربانو او يوسف خان اصل کيسه

د تورلنډۍ يوسف خان د محمود خان زوې. دا څرگنده نه ده چې د ده څومره خوېندې وې خو ورور يې نه و. يوسف لا ځلموټې و چې پلار يې مړ شو. دوي ښې زمکې لرلې چې تربورانو سره يې شريکې وې. د سيمې د نورو ځوانانو په شان دوي به هم ښکار ته د کړه مار غر ته ختل چې گڼ ځنگلونه يې لرل. کړه مار غر د پښتونخوا په صوابۍ کې دې.
وايي چې په لاره يوسف خان ” شېراغونډ” کلي نه تېرېدو او د دې کلي په يوې پېغلې مئېن شو چې شېربانو نومېده. هغې د خپل زړه حال يوې ملگرې ته ووېلو. ملگرې يې معلومات وکړل چې هغه ځوان د کوم کلي و او يوه ورځ دواړه د تورلنډۍ بابا زيارت ته ولاړې. هلته د اوبو څښلو په بانه د يوسف خان د کور په دروازه ورننوتې. ښاي د يوسف خان مور د شېربانو په تندې پوهه شوه. د زوې نه يې پوښتنه وکړه او شېر بانو يې ورته وغوښته.
په هغو ورځو کې د پښتونخوا نه به ډېر ځوانان د پېسو گټلو لپاره هندوستان ته تلل. يوسف خان هم د واده د لگښتونو لپاره هند ته ولاړو او په مغل پوځ کې عسکر شو. ډېر وخت تېرشو او د يوسف خان هيڅ درک نه و. د کلي خلکو نوې نوې خبرې کولې او يو وخت د هغه تربورانو اوازه گډه کړه چې دې په يو جنگ کې وژل شوې و.
شېر بانو دا نه منل او د هغه په انتظار وه. د وخت په تېرېدو د دې غم زياتېدو ځکه چې هغه ښکلې وه او ډېرو ځوانانو غوښتله خو دې نه منل. اخر يوه ورځ پلار ورته ووېل چې دې سپين ږيرې دې او سبا له که مړ شو نو هيڅوک يې د ساتلو نه و. ښه به دا وي چې هغه واده وکړي چې دې د خپل فرض نه بې غمه شي.
يوسف خان ښې ډېرې پېسې وگټلې او پوځ نه يې رخصت واخستو. د خپل کلي لور ته روان شو خو د تور لنډۍ نه وړاندې ده په ” دوبيانو” کې شپه وکړه. هلته خبر شو چې د ده تربورانو ټوله زمکه ترې اخستې وه او شېر بانو يې هم ترېنه ودوله.
يوسف خان ډېر په قهر ولاړو خپل هغه تربور ووژلو چې شېر بانو سره يې واده کوو. ورپسې د کلي جرگه وشوه او سپين ږيرو ورته د تربور خون معاف کړو ځکه د پښتنو ولي په دود يوسف خان ملامت نه و.
هغه ټوله زمکه هم بېرته واخسته، د شېر بانو سره يې واده وکړو او خوشاله ژوند يې پېل کړو. د جرگې د فېصلې سره سم د يوسف خان خپلو تربورانو سره روغه وشوه او دوي د يو بل سره بيا تگ راتگ پېل کړو. يوسف خان به بيا هم کړه مار ته د ښکار لپاره تلو او يوه ورځ ورسره تربوران هم مله شول.
دوي ټوله ورځ په غره تېره کړه خو ښکار يې نه موندلو او په ماځيگر کې يوسف خان په يو غشي ځنگلي اوزه وويشته چې ترېنه په منډه شوه او اخر يوې ژورې کندې کې پرېوته. يوسف خان د ښکار د راويستلو لپاره د خپلې ملا سره پړې وتړلو او بل سر يې تربورانو ته ورکړو. دې ورښکته شو خو زمکې ته لا نه و رسېدلې چې تربورانو يې د بره نه پړې پرېښودو او وتښتېدل. دوي د خپل ورور بدل ترې اخستې و او دا خبره يې ريښتيا کړه چې “پښتون خپل بدل نه پرېږدي”
په بله ورځ د يوسف خان مړې په هغه کندې کې وموندل شو او وايي چې شېربانو له غمه لېونۍ شوه او ځان يې هم هغې کندې کې وغورځوو.
د يوسف خان قبر اوس هم د کړه مار غره په سر جوړ دې چې خلک يې ليدو له ورځي.
صفيه حليم

poster

4 Comments

Add a Comment
  1. Debra po Zara pre kesa da kho ka grane Safia khore da malomat hum rake che karamr ghar koom zai ke di , bia hum dera mañana

    1. د کړه مار غر د پښتونخوا په صوابۍ کې دې.

      په مضمون کې مو هم دا معلومات ورزيات کړل. ستاسو د پاملرنې دېره مننه.

      1. deer kha gam de safiahaleem webpanrha mung watha harkale aw drond nazar kawo
        FROM;Zeeshan Ranizai Journalist Malakand Pukhtoonkhwa Pakistan
        cell;00923345871669

  2. ډېر ګټور معلومات مو رسره شريک کړي دي۔ مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *