د خواړو کچ

په ځينو کورونو کې د دسترخوان په سر خبرې کول منع وي. زمونږ په ټولنه کې ماشومانو ته دا وينا کيږي چې د ډوډۍ پر وخت خبرې مه کوئ. په دې خبره کې څومره حکمت دې؟
په ۲۰۰۸ م کې د بريطانيې د ټيليويژن يو چينل د څو ساينس پوهانو او دغذاي متخصصينوپه مرسته د پروگرامونو يوه لړۍ خپره کړه چې عامو خلکو پکې ونډه اخستې وه.
يوه ورځ سهار لسو کسانو ته يې د انگلستان دوديزه سهارنۍ ( ناشته) ورکړه. هر کس ته په يولوې قاب کې په غوړوکې سرې شوې دوه اگۍ، وريته غوښه، لوبيااو ډوډۍ ايښې و. ورپسې چاې يا کافي يې وڅښل. لس واړه د يو ميز چاپيره ناست واو په خبرو او مجلس کې يې داسهارنۍ ډيرپه شوق وخوړه. د هيچا په قاب کې څه پاتې نشول.
په بله ورځ دا لس کسان يې بيا هغه ځاې کې د هم هغو خواړو سره خو دا وار يې ځان ځان له کېنول. ورته يې ووېل چې د خواړو پر وخت به خبرې نه کوي. کله چې يو کس به موړ شو نو پخپله به يې بس کړل.
په دې ورځ د هر چا په قاب کې د نيم نه زيات خواړه پاته و. دوي ټولو ووېل چې تېره ورځ دوي پوهه نشول چې څه يې وخوړل ځکه په خبرو بوخت و. خو په دوېمه ورځ يې ټول پام خواړو ته و او د خوراک پر وخت دوي د هرې يوې نمړۍ په خوند پوهېدل او ورو ورو يې پرې شخوند وهلو. پايله يې دا وه چې زرماړه شول.
د ځينو خلکو باوردا دې چې خيټه خپله اندازه لري او کله چې څوک ښه موړشي نو ډوډۍ ته بيا زړه نه کيږي او تاسو پخپله لاس راکاږئ. خو دا باورسم نه دې ځکه يو کس هر وختې او هر ځاې کې يوشان خواړه نه خوري.
د بريطانيې د خواړو او د نيوټريشن ادارې د يوې سروې تر مخه، څومره لوې لوښې چې يو چا ته د خواړو لپاره ورکول شوې و، هم هغه هومره يې پکې زيات خواړه رااخستل او ډيرو کسانوهره ورځ چې په کومه اندازه ډوډۍ خوړله د هغې نه يې زياته خوړله. کومو خلکو ته چې واړه لوښي ورکړې شي و، هغوي په لږه اندازه ډوډۍ رااخستې وه او زر ماړه شول.
د روغې څټې لپاره خواړه پخپله اندازه او د عمر په حساب خوړل پکار دي. ددې لپاره يوروغ او ځوان کس ته دا درې توکي هره ورځ خوړل ضرور دي.
پروټين . غوښه، اگۍ، پنير،دال، لوبيا،چڼه ( نخود)
کاربوهايډريټ ( غله يا نشاسته)، وريژې، غنم، جوار، آلوگان)
حياتين يا وټامين ( سابه، ترکاري، ميوه )
معدنيات. د انساني هډوکو، نوکانو او ويښتو، د څرمنې د ساتنې اود ينې اونورو داخلي غړو دفعاليت لپاره مونږ په لږه اندازه د اوسپنې،کيلشيم، او مالگې ته اړتيا لرو چې که درې وخته متناسبه ډوډۍ وخورو نو روغ وجود ته رسيږي.
خو ماشومان چې وجود يې د ودې په حال کې وي، ميندوارې ښځې، هغه مېرمنې چې ماشوم ته خپل پۍ ورکوي او هغه کسان چې له وجود يې وينه ضايع شوي وي يا لويه نارغي يې تيره کړې وي، اضافه منرالونو ته اړتيا لري. دوي کولې شي چې په شودو، پنيرو،مغزياتو لکه بادام او غوزانواو د اضافه ميوې په خوړلو دا کمې پورا کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې روغ انسان دا هر څه به په څومره اندازه خوري؟
د بريطانيې دغذاي تخصص اداره د خواړو د يوې برخې اندازه په دې ډول راښيي.
پروټين. د لاس د ورغوي په اندازه د غوښې يوه ټوټه يا دوه اگۍ ياد ايشېدلي لوبيا، دال، نخود( چڼا) درې يا څلورډکې قاشوغې ( د وريژو د خوړو قاشوغه)
کاربوهايدريټ يا نشاسته. د ورغوي په اندازه د ډوډۍ يوه ټوټه. د وريژو څلور قاشوغې، د لوې آلو ( پټاټې) نيماي. د ايشېدلي ميکروني يا پاسته درې قاشوغې.
وټامن. سابه او شنه ترکاري. گازرې، لبلبو، پياز،ټماټر(روميان) رواش او داسې نوره سبزي چې په غوړو کې نه وي پخ شوې، بې اندازې خوړې شئ. خو ياد ولرئ چې آلوگان په ترکاري کې نه حسابيږي ځکه دا نشاسته لري.
هغه کسان چې د وزن د ډېرېدو او د خېټې سره تړلي ناروغيو نه سرټکوي، ممکن د خپل دستر خوان د عادتونو يو جاج واخلي.
صفيه حليم

plate

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *