Category: د همکارانو ونډه

د لوښو رپ

د خټو نه په ډېرمهارت سره د خونې د دېوال سره جوړه “بنايي” رپ وي. دا له بام یا چت نه تقریبأ یو یا يو نیم مټر راکوز، له یوې لوېشتي نه نیولې بیا تر یو فټ پوري پلن والی لري. څنډه او لاندينۍ برخه یې په مخصوص ډول په خټو کې ډیزان شوې وي […]

اروپاي ټولنه

د دويمې نړېوالې جګړې نه وروستو اروپايي سياستوالو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي او له جګړو نه د پاتو وېجاړتياوو د بيا رغولو په فکر کې شول. په هغې جګړې کې د ډبرو سکرو، فولادو او ځېنو نورو توکو د جګړې په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . د […]

کونين

ملېريا ليا (د ژړو اوبو تبه) يو له هغو څو ناروغيو څخه ده، کومې چې له زرګونو کالو څخه د انسان بدمرغه مل پاته سوې دي. هغه جراثيم چې د ملېريا لامل ګرزي په ميليونه کاله تاريخ لري. ويل کېږي چې ساينس پوهانو يو وخت د يوې ونې نه کلکه سوې ژاوله (Amber) رابېله کړه، […]

اوپيک

د تېلو د صادرونکو هېوادونو سازمان دغه سازمان د ١٩٦٠ کال په ډسمبر کې د تيلو د صادروونکو هېوادونو له لورې د خپلو اهدافو د ساتلو په موخه رامنځ ته شو. غړو هېوادونو د سازمان د جوړېدو خبرې اترې د عراق په پلازمېنه بغداد کې وکړې. الجزایر، ایران، عراق، کويت، لیبیا، نایجريا، قطر، سعودي عرب، […]

د ملگرو ملتونو اقتصادي او ټولنېزه شورا

اقتصادي او ټولنېزه شورا د ملګرو ملتونو دريم او اساسي رکن بلل کيږي چې ټولټال ٥٤ غړي لري. عمومي اسمبلۍ د دريو کلونو لپاره د دغې شورا غړي ټاکي، د هغو غړو چې کاري دوره يې پاى ته رسيدلې وي بيا هم انتخابېدى شي. د ملګروملتونو د منشور له مخې د شورا غړي بايد د […]

شاريزۍ – د ملالۍ شينوارې ليکنه

زما خدای بخښلې نیا به چې کله مونږ ته د کلي په اړه کیسې کولې نو ځینې داسې لغتونه به یې کارول چې په ښاري پښتو کې مونږ ته نا پېژاندي و. لکه شاریزۍ ، بغرۍ، جوسه او داسې نور. خو کله چې زه د لمړي ځل لپاره کلي ته ولاړم نو پوه شوم چې […]

محرم -د هيلۍ مومند ليکنه

سهار مې راپور لیږلی او منتظره وم، خو اخر مبایل ته مې زنګ راغی. زموږ د پروګرام مشره وه، په بېړه یې روغبړ وکه او سم د لاسه یې راته وویل، ” ګلې راپور دی زما ډیر خوښ شو ځکه د اختر په ورځ مې خبرې برخی ته واخیسته.” ما ورته وویلی: ولئ د ښځو […]

بغچه – د نورجهان سيد ليکنه

په ماشوم توب کې به هغه وخت د بخچې ( مونږ يې په خ وايو) خبري زیاتي شوې چې کله به په کلي کې واده وشو. ښځو به ویل چې د پلاني لورته یې شپږ، اته، لس بخچې ورکړې وې. بلي به غږ ورباندي وکړ چې د قران کریم بخچه یې ښه جوړه کړې وه. […]

رانجه- د ملالۍ شينوارې ليکنه

رانجه د افغاني او اسلامې کلچر له مخې کله د سینګار او کله هم د سترګو د دارو په توګه په بیلا بیلو طریقو کارول کېږې. په ځینو سیمو کې پرته له دې چې میده او وموښل شي په خپله تیږه یې په سترګو پورې موښي. په ګڼ شمیر نورو سیمو کې د رانجو توره […]

معياري پښتو- د احمد مجيب بياباني ليکنه

ژبه په ټوله نړۍ کې خوځنده وده مومي او نوښت او پرمختيا يې هرې ژبې کې روانه ده چې د علومو د نوښت سره د نويو پنځوونو سره نويو ويوونو (الفاظو) ته اړتيا رامنځته کېږي. استاد حبیب الله رفیع دې اړخ ته په يوې لیکنې کې اشاره کړې چې ژبې کې لغات يا ويوونه د […]