د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ

NAM
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته نړۍ پر دوو بلاکونو ختيځ او لويديځ ووېشل شوه چې لوبغاړي يې پخوانى شوروي اتحاد اود امريکا متحد ايالتونه وو.
خو داسې هېوادونه هم ول چې ځان يې په يوه بلاک پورې هم و نه تاړه او تر پايه ناپېلې پاتې شول.
د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ د دوی له خوا رامنځ ته شو.
د شرق او غرب له بلاکونو بهر د څو هېوادونو مشرانود دې دواړو ډلو سره خپل پيوستون او تړون په ډاګه کړل. د هند جواهر لال نهرو، د يوګوسلاويا مارشال ټيټو، د اندونېزيا احمد سوکارنو او د مصرجمال عبدالناصر د دغه غورځنګ مخکښ مشران او بنسټګر بلل کيږي. دغو څلور واړو سياسي مشرانو د استعمار ضد روحيه درلودله او د خپلو هېوادونو د ازادۍ او استقلال لپاره يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.
د ناپېيلو هېوادونو د غورځنګ لومړنى کنفرانس د ١٩٥٥ کال د اپريل په ١٨ نېټه په اندونېزيا کې وشو.
په دغه کنفرانس د ٢٩ اسيايي او افريقايي مخ پر ودو هېوادونو استازو ګډون وکړو، ښايي همدې ته په کتو دغه کنفرانس اسيايي او افريقايي بلل کيږي.
په کنفرانس کې پر دوو موضوعګانو د استعمار او کمونيزم پر ضد مبارزو په تړاوو خبرې او بحثونه وشول. هند او اندونېزيا د لومړۍ او پاکستان او سيلون د دويمې نظريي ملاتړي وو. ګډونوالو په پايله کې خپل نظريات همغږي او د شرقي او غربي ښکيلاک او زبېښاک پر وړاندې سره متحد شول.
د کنفرانس اصول چې وروسته په پنځه ګونو اصولو وپېژندل شو، د هند د جواهر لال نهرو له لورې د غونډې په پای کې اعلان شول:
١- د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت په اړه متقابل احترام
٢- عدم تجاوز يا په بل د تيری نه کولو دريځ
٣- د دولتونو په کورنيو چارو کې مداخله نه کول
٤- د هېوادونو برابروالى او مساوات
٥- په صلح اوسيدل

د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ، دا بنسټونه او څانګې لري:
١- د مشرانو کنفرانس د غورځنګ مهم او اساسي رکن و چې په هرو دريو کلونو کې د يوه غړي هېواد په پلازمېنه کې يې غونډه کوله.
٢- د ډلې رياست: د ناپېيلو هېوادونو په غورځنګ د ډلې رياست د نورو نړيوالو سازمانو له دارالانشاء سره ورته والى لري.
د ډلې د ريس ټاکنه داسې وه چې په هر هېواد کې چې کنفرانس جوړېده، دهماغه هېواد د بهرنيو چارو وزېر تر بل کنفرانس پورې يانې د دريو او څلورو کلونو لپاره ټاکل کيده. د اړوند هېواد د بهرنيو چارو د وزېر په بدلېدو سره دغه دنده د هغه ځاى ناستي ته ليږدول کېدله.
٣- د وزېرانو کنفرانس: دغه کنفرانس په کال کې يو وارې د غورځنګ د بهرنيو چارو وزېرانو په ګډون جوړېده، خو د اړتيا پرمهال کنفرانس بيړني غونډې هم کولې.
٤- د ناپېيلو هېوادونو د همغږۍ دفتر: د دغه دفتر غړي د ناپېيلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزېران يا استازي وو، د همغږۍ دفتر د مشرانو د کنفرانس په اوږدو کې د اړتيا پرمهال غونډې کولې. د دغه دفتر دنده د ناپېيلو هېوادونو دعلاقې وړ د اقتصادي او سياسي موضوعګانو اوغورځنګ ته د نويو غړو د غوښتنليکونو ارزول وو.
٥- د دولتونو ترمنځ د همغږۍ ډلې: د مشرانو غونډود غړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او ټولنېزو موضوعګانو د هم غږي کولو لپاره نورې کاري کمېټې ټاکلې. د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه يې د راپورونو برابرول او کنفرانس ته يې سپارل د دغو کمېټو دندې وې.
٦- د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې پرمهال به د غورځنګ د بهرنيو چارو وزېران به يوه ګډ سياست ته د رسېدو په موخه سره جرګه کېدل.

په انګرېزي دا غورځنګ ” نان الايڼډ موومنټ” ( نام) په نوم يادېږي.

د جعفر هاند ليکنه
د خپريدو نيټه
۱۲ اپريل ۲۰۱۵ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.