یوه اوږده لار، یوه اوږده کیسه

Prof Rasheed
زه نه پوهیږم چې زه به څوکلنه وم، نه پوهیږم چې زما پلار او موږ څوک وو؟ د مور په باره کې خو ځکه څه نه شم ویلای چې کله زه په ښو او بدو وپوهیدم، د هغې په باب خو مې هیڅ هم وانه وریدل، یوازې د پلار په باره کې مې لا یوڅه خبرې او کیسې لکه د خوب لیده، له یوه اوبله، هغه له بوډاګانو او پوهوخلکو څخه اوریدې چې زیاتې تکراري نه وې، ځکه څوک چې په دې خبرو پوهیدل هغوی لکه ناپوهان ډیرنه ګړیدل…
ترهغوچې زه په ښه او بد پوهیدمه او د راز او رمز پوښتنې مې ځوابولې، بیاهغوی نه وو، د هغوی سرونه زما د زړه پر تیږو باندې ایښي وو، او ارواوې یې د دوی په وینا زما له اولکې وتلې او داسې ځای ته رسیدلې وې چې ماته یې هم پته نه لګیده او نه پوهیدم چې چیرې اوڅنګه…؟
زیاترو خو به یې د ژوند حواله په داسې چا ورکوله چې دهغه ځانګړنې او ولولې، وږمې او نغمې ، ماسې اوحماسې او کیسې به یو څه زما د پلارهغو ته ورته کیدې، خودا چې ما هم د هغه کیسې اوریدلې وې، نه مې شوای کولای چې یا خپلو سوالو ته ځوابونه پیداکړم او یا د دوی رښتیا او دروغ تعبیرکړای شم. جالبه خو لا دا وه چې په دوی کې داسې بلاګیان هم وو چې پرهیڅ هم بند نه وو. داسې رښتیا او دروغ به یې سره ګډول چې د عطار په قطي کې هم نه وو او نه چا لیدلي اوریدلي وو.
زه تردوی ډیره مشره یم، ما ته د دوی د هر یوه په سلګونه نسله معلوم دي، زه په دې پوهیږم چې دوی د کومو ښو او کومو بدو پلرونو او میندو زامن او لوڼه دي. هغوی چې دوی ته یې کسې ور رسیدلې وې هغوی ما په خپله لیدلي وو، ماته د هغوی ټولې ناخوالې او کمۍ داسې معلومې وې لکه پرونۍ کتنې او پرونۍ وینې، ما ته هغوی ګرد سره چې دوی یې په درنښت یادوي او یا لکه لیوان اوځناور د هغوی د ناویلو او نالیدلو لپاره په منډو او ترړو دي او پرنومونو یې نارواوې کوي، هرچا ته داسې ښیي چې د هغوی رښتینې ذمه وار دي او بس داسې معلوم دي لکه لمر، خو دوی نه پوهیږي چې هغوی څوک وو ؟ څه یې کول ؟ څه یې په زړه کې وو او څه یې چې وس ورسید ویې نه کړل. داټولې خبرې ماته معلومې وې، دوی چې څه غلاوې او زناوې، وژنې، وطن پلورنې او نورې شیطاني هڅې وکړې هغه ټولې له ما پرته بله چا نه ولیدې او نه یې په اصلي رمز باندې خبرشول. هغوی چې صداقت او رښتیاوې، خدمتونه او نورې هڅې یې کړې وې هغه هم ټولې ماته معلومې وې. هغه څه چې دوی یې تمدن بولي دا ماته داسې دی لکه ببګانۍ خبره، هغه څه چې دوی پرې ویاړي دا په تورې تیارې کې هغه رڼا او روښانه ټکی دی چې ما د هغو په ترڅ کې د دوی د پلرونو ټول کړه وړه په خپلو سترګو ولیدل. یوازې یو څو تنه وو چې د ځان په فکرکې نه وو، د انسان په فکرکې وو، هغوی ته یې پیغامبران ویل، هغوی دوی تراوسه هم نه پیژني او نه یې یادوي، هغه هم زه یم چې پیژنم یې، خو د دوی یو شمیر هم لکه د دوی په شان د تیارو دیوالونه وو چې په تورتم کې راغلل او په تورتم کې ولاړل. له هغوی هم یوازې هغه څه پاتې شول چې نه یې ځان پرې نیکمرغه کړ او نه نور …
هو، ما یوه اوږده لار او یوه اوږده کیسه وهلی او لیدلې ده، زما نوم (م ځ ک ه) دی (ک ی س ه) زما سکنۍ خور ده، موږ د یوې مور او یوه پلار سکنۍ لورانې یو، موږ پرهغو ډیرګرانې وو. کله چې مرګی راغی زموږ دواړو خویندو پرسرو یې لاسونه کیښودل ا و زما پرمور اوپلار چې هغوی هم عادي څوک نه وو، یوازې یو او ناڅاپي غږ وکړ :
– دوی درنه واخلم اوکه تاسې خپل ځانونه راسپارئ ؟
مور مې زما او پلارمې د خور له سره د هغه تور لاسونه پر یوه خوا او پرخپلو اوچتو سرونو کیښودل…
او پلارمې مورته په مینه وکتل، د وروستي ځل لپاره ورته موسکی شو :
ـ دوی باید ژوندۍ وي، په دې چې زموږ یادون او هڅون ته سینه اوکیسه شي…
هو، زما نوم (م ځ ک ه) دی، او کیسه زما سکنۍ خور ده، موږ د یوې اوږدې خو سپینې لارې ترنامالوم سرمنزله د رښتینو یادونو او رازونو ملګرې یو…
ستاسې زړه دی چې موږ ترخپلې پولې پورې بدرګه کړئ که نه ؟
پای
اجمیرشریف
د ۲۰۰۳ کال دسامبر
ډالۍ : نومیالي پښتو افسانه نګار طاهر اثر افریدي ته !

د خپريدو نيته
۲۳ جولاي ۲۰۱۵ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.