قرنطين

Original Title: wheal 48.tif
ډاکټرې زما لاس ولید، تندی یې تریو او ورېځې پورته کړلې، “وبخئ، تاسو باید ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته ولاړ شئ او د خپلو سږو او سینې اکسرۍ واخلئ. داسې ښکاري چې تاسو توبرکلوز یاست.”
دغې ډاکټرې زما د جلد د پي پي ډي ازموینه اخیستې وه چې په لاس کې درته پیچکارۍ کوي او ۷۲ ساعته وروسته، که د ستنې ځای دې له څلور انچونو زیات وپړسېد، په دې مانا چې تاسو د توبرکلوز په رنځ اخته شوي یاست. د ډاکټرې دې خبرې هک حیرانه کړم، له توبرکلوز سره خو ډېر بد ټوخی وي، تبه وي، درد وي، زه خو رک روغ یم. نتیجه مې واخیسته او ګاډی مې د یوه ایالتي روغتون پر لوري ورسیخ کړ. مخامخ د ایمجرجنسۍ څانګې ته ولاړم، نوم مې ولیکه، لږه شېبه وروسته، غږ را وشو.
نتیجه مې په لاس کې, د نرسې کوټې ته ورننوتم، هغې پاڼې راڅخه واخیستې او مخامخ یې پرچوکۍ د کېناستلو اشاره را وکړه، زه لا ناست نه وم، چې نرسه له خپلې څوکۍ پاڅېدله، له ما څو قدمه لېرې ودرېدله، ماسک یې را واخست او ماته یې وویل چې “لطفآ خوله او پوزه دې وتړه.” ډېر د مایوسۍ احساس مې وکړ..
زنګ یې وواهه بله نرسه راغله، له مقدمې پرته یې راته وویل چې ورپسې روان شم، زما مخ په ماسک کې پټ په نرسې پسې روان شوم. د روغتون د دهلیز په یوه کونج کې یوې وړې کوټې ته یې ننویستلم، راته یې وویل چې له دې ځایه و نه خوځیږم.
دوه ساعته په دې کوټې کې وم، عجیب احساس مې درلود. موبایل مې را واخیست، د کرېکټ لوبې یوه نړیواله پاڼه مې پرانستله د ویسټ انډیز او جنوبي افریقا ترمنځ د ۲۰ اورونو لوبه روانه وه، ګریز ګیل په ۱۷ توپونو ۵۰ منډې کړې وې.
غږ وشو “محمده! راځه” په هماغې نرسې پسې بیا روان شوم، بل دهلیز ته یې ننویستلم، په دغه دهلیز کې ګڼ نرسان او ډاکټران، د ناروغانو خپل خپلوان هم راغلي وو. هر کس داسې راته کتل لکه چې د داعش او یا القاعدې کوم مهم غړی نیول شوی او محکمې ته یې روان کړی دی.
بلې کوټې ته یې ننویستلم، ډېر پرمختللي طبي وسایل په کې اېښي وو. له لږ ځنډه وروسته، یوه بله پوز پټه ښځه راننوتله پېژندپاڼه او د صحي بیمې کارت یې واخیست او بېرته ووتله. زما زړه تنګ و، ما په کوټې کې قدم واهه او فکر مې کاوه چې دا څه راپېښ شول. ناڅاپه مې پام شو چې دوه درې نورې نرسانې زما د کوټې پر دروازې یو اعلان ځړوي، نرسانې ولاړې زه ورووتم، اعلان مې ولوست. د روغتون ټولو کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې وه چې زما کوټې ته داخل نه شي.
پر ما ذهنی فشار نور هم زیات شو، ساعت به لا تېر نه و چې یو پوزپټې سړی، له یو ډېر غټ ماشین سره زما کوټې ته راننوت. ماته یې د ناروغانو جامې راکړې چې وایې غوندم، پر چپرکټ یې څملولم، د سږو او سینې اکسرۍ یې واخیستله.
سړی ژر ووت، خو یو زیری یې راکړ چې اکسرۍ به په دوو دقیقو کې ډاکټر ته واستول شي. له دغې خبرې څه باندې یو ساعت ووت، هېڅوک هم زما کوټې ته رانغلل. ووتم او یوې نرسې ته مې اشاره وکړه چې راشي، نرسه راغله خو له ما د دوو مېترو په فاصله کې ودرېدله. ما ورته وویل چې ډاکټر ته ووایه چې زما حساب او کتاب معلوم، کړي، کرۍ مو راباندې په روغتون کې تېره کړه، او خبره هم معلومه نه ده، نرسې په حیرانتیا سره ښه وکړه او ولاړه.
نیم ساعت وروسته، ډاکټر له ماسک پرته زما کوټې ته راننوت، وې ویل ” محمده، راته ووایه چې ولې د توبرکلوز ټسټ دې وکړ؟” ما وویل ډاکټر صاحب، په ښوونځي کې مې د انګلیسي ژبې په کورس کې داخله وکړه، ښوونځي راته وویل چې ځان معاینه کړم چې توبرکلوز خو به نه یم، راغبرګه یې کړه، “ټوخی، درد او تبه لري؟” ما وویل نه ډاکټر صاحب، رک روغ یم، والله که هېڅ خبره هم وي.
وویل “ستا د سینې اکسرۍ خو ما ولیده هېڅ ستونزه نشته، د کوم ځای یې؟”
د افغانستان یم ډاکټر صاحب.
هو هو، پوه شوم، په افغانستان کې د ماشوم ته چې کوم واکسین ورکوي، په هغې کې د توبرکلوز ضد واکسین هم شامل وي.
که چا وړاندې دا واکسین کړی وي، او بیا د پي پي ډي ټست وکړي، نو نتیجه یې مثبته وي.
ماسک دې لېرې کړه سړیه، ووځه جوړ او تیار
د جعفر هاند ليکنه

د خپريدو نيټه
۲۵ فروري ۲۰۱۵

1 Comment

Add a Comment
  1. A good effort by the author towards imparting awareness about importance of literacy and highlighting a conflict between the outdated norms of the society & enlighted cultures.

Leave a Reply

Your email address will not be published.