زومۍ، پشمک، بروزه

baroza
په لوړو غرو کي دي مرګی سه
چي جنازه دي په بروزو وتړمه
دا درې سره نومونه د لوی کندهار په سيمه کي د دغه يوه بوټي دي چي په انځور کي مالوميږي. ودي سي، چي د پښتنو په نورو سيمو کي نور نومونه هم ولري. خودا درې نومونه يې يوازي ماته د لوی کندهار په سيمه کي رامالوم دي.
وايي چي زومۍ په اسيا، افريقا اود نړۍ په نورو وچو کي هم شنې کيږي. څو ذاتونه لري. ځيني يې دونه جګيږي چي دسړي تر ځنګانه پوري رسيږي خو ځيني يې پر مځکه لکه سارمکۍ اواري غځيږي. د ځينو پاڼي يې د مني په موسم کي سوربخوند رنګ پيداکوي. خو داسي هم ويل کيږي چي په ځينو هيوادونو کي يې ځيني خلک د سابه په ډول پخوي او خوري یې. خو د پښتنو په ګڼ شمېر کليوالو سيمو کي يوازي د سابون په ډول استعماليږي.
د اشخارپه نامه تور کاړ ځيني جوړيږي چي کالي يا جامې په مينځل کيږي.
ترنيژدې کلونو پوري د زومۍ په بوټي د مړي بدن مينځل کېده ياني په زومۍ غسل ورکول کېده. ودي سي چي اوس هم دا کار کيږي. زومۍ ته په عربي ژبه اشنان وايي. د پښتو ژبي ليکوال عبدالنافع همت وايي چي د فقهي په کتابونو کي توصيه سوې چی مړی دي دغسل پر مهال په بروزه، پشمک يا زومۍ ومينځل سي.
په دغه يې ځيني پښتانه د سابونک بوټی هم بولي. خو په يوناني طبابت کي يې نوم ساليکورنيا دی. داسي روايتونه هم سته چي تر نولسمي عيسوي پېړۍ پوري د زومۍ څخه په سابون او هينداري جوړولو کي کار اخيستل کيده.
زومۍ اکثره په بيابانو ،کنډوالو او هديرو کي راشنې کيږي. ياني هغه مځکي چي د تګ او راتګ څخه خوندي وي.
خو زموږ په پښتنو کي اوس هم داسي سيمي سته چي د زومۍ څخه د سابون کار اخلي. زه يې د کندهار د پنجوايي او ميوند په ولسوالي کي شاهد يم. خو پښتانه هم د سابون په ډول کار ځني اخلي او هم مړي ته غسل په ورکوي.
د کندهار د ولسي ادبياتو په څېړنه کي د دغه بوټي د نامه سره مخامخ سوم. که نه وي زه دا بوټی او ګڼ شمېر د پښتني سيمو سارايي بوټي پېژنم.
هسي ما ويل چي دا بوټی پښتانه اوس هم د سابونه په ډول استعمالوي خو لوېديځوالو پېړۍ مخکي د سابون کار ځني اخيسته. اوس که دا خبره ديو روشنفکره په لاس ورغله نو بيا به دی وي او د ډريو سر وي. ويل بلا پر بلا واوښته…
که چا ته د دې زومۍ/پشمک او پر بروزي سربېره بل نوم هم ور مالوم وي، هيله ده چي زموږ سره يې شريک کړي.
ايا ستاسي په سيمه کي هم د زومۍ څخه دغه پورته کارونه چي ياد سول اخيستل کيږي؟
د سيد عبد الرحيم ليکنه
د خپريدو نيټه
۲۳ ستمبر ۲۰۱۵ م

One Response to زومۍ، پشمک، بروزه

  1. Gorbuth
    28 December, 2017 at 11:33 PM

    1. اړتاوی = raisins in Kandahar ( I don’t think the green raisins which are shade-dried are called this. Only the darker sun-dried kishmish.

    2. اوجوشي = Specially processed golden colored raisins, made of large sized grapes known as ايته. The process involves treating grapes with high alkalinity boiling water for a few seconds, and then sundrying. The high alkalinity solution is obtained from a solution اشخار and slacked lime.
    3. اشخار (also اشقار) potash. Obtained from the plant زومی
    4. زومی = Seidlitzia rosmarinus known as اشنان in Arabic, is a perennial-green desert species of saltwater
    growing in salflats, south of Kandahar, used in producing اشخار, which is rich in Potash.
    ‎منکا ( ma-na-kaa) = Dark colored raisins from large sized grapes dried in the sun.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *