جامعه الدوله العربيه چې په نړۍ کې د عرب ليګ په نوم شهرت لري، په منځني ختيځ او عربي هيوادونو کې يو اساسي سازمان بلل کېږي.
دغه سازمان د عربي هېوادونو، د عربانو د همغږۍ، د پياوړتيا او سېمې ته د هر اړخيز امنيت د برابرولو په موخه په ١٩٤٥ کال تاسيس شو.
دغه سازمان ټولټال ٢٣ غړي او څلور څارونکي لري چې د شمالي افريقا او منځني ختېځ د يو شمېر هېوادونو سربېره د فلسطين د ازادۍ غوښتلو غورځنګ يې په غړو کې راځي.
سره له دې چې له اسرايلو سره د مصر د پخلاېنې له کبله د دغه هېواد غړيتوب و ځنډول شو او د ټولنې مرکز تونس ته ولېږدول شو، خو لا هم د عرب ليګ اصلي مقر د مصر په پلازمېنه قاهره کې دى.
عرب ليک په ټوله کې څلور مهمې او اساسي څانګې لري چې شورا- د ګډې دفاع شورا- اقتصادي شورا- دارالانشاء- دي.
شورا.
د عرب دولتونو اتحاديه په ټوله کې د همدغې شورا له لورې رهبري کيږي چې د ټولو غړو هېوادونو له پلاويو جوړه ده. د شورا هر غړى يوه رايه لري او د شورا پرېکړې د رايو په اکثريت سره کيږي.
شورا په دوو کلونو کې يو وارې غونډه کوي خو د دولتونو د مشرانو لپاره د اړتيا پرمهال فوق العاده او بېړنۍ غونډه کولى شي. د رايو د اتفاق اصل کې له يوې خوا د عرب ليګ د دولتونو د يووالي واقعي څرنګوالى په ډاګه کوي او له بلې خوا د غړو هېوادونو ترمنځ د برابر حاکميت ښکارندويه ده.
د عرب ليک د تګلارې په اتمه ماده کې پرعدم مداخلې يا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې ټېنګار کړى دى.
د شورا اختيارات
دغه شورا د واک او اختيار له اړخه د عرب ليک تر ټولو ځواکمنه څانګه بلل کيږي.
شورا د دوو غړو په غوښتنې او يا هم د پرېکړه ليک په خپرولو اړوندې موضوعګانې ارزولى او څېړلى شي.
د ټولنې د بودېجې ټاکل او د ورځنيو چارو څارنه د دغې شورا نورې مهمې دندې دي.
شورا د عرب ليګ د غړو ترمنځ، د دوى او بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ترمنځ د ستونزو په هواري کې د منځګړي رول هم لري.
له لويه سره عرب ليګ د امنيت او سولې د ټېنکولو له پلوه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورته دى، خو يوازې يو او هغه هم لوى توپېر په کې دا دى چې دعرب ليګ هر غړى د دغې ټولنې پرېکړه ردولى شي.
د عرب ليګ شورا له ملګرو ملتونو، نړيوالو سازمانو او په ځانګړي ډول د افريقا ديووالي له سازمان سره د اړيکو د ټېنګولو او رغولو دنده هم پرغاړه لري.
د ګډې دفاع شورا:
دغه شورا په ١٩٥٠ کال د اقتصادي همکاريو د تړون په اساس رامنځ ته شوه چې مخامخ د عرب ليګ د شورا تر څار او نظارت لاندې کار کوي.
د ګډې دفاع شورا، د دفاعي سياست د تنظيم او نورو نظامي طرحو او پلانونو د جوړولو او وړاندې کولو دندې پر غاړه لري.
دغه شورا په ټوله کې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع له وزېرانو جوړه ده چې د عرب ليګ دولتونو پر امنيت او ثبات د څار دنده لري.
دغه شورا په کال کې لږ تر لږه يوه غونډه لري خوبيړني غونډې هم کوي.
اقتصادي شورا.
دغه شورا هم د اقتصادي تړون پر اساس رامنځ ته شوى چې خپل کاري راپورونه مخامخ د عرب ليګ شورا ته سپاري.
په دغې شورا کې چې د عرب ليګ تر ټولو د لوړې کچې اقتصادي چارواکي په کې دي، د ټولنې د غړو ترمنځ د همکاريو د پراخيتا او پياوړتيا دنده لري. دغه راز د سيمه ايز امنيتي اقدام لپاره د پراخو سرچېنو د برابرولو مسوليت هم ورترغاړې دى.
شورا هر کال يوه غونډه کوي او پريکړې د ساده اکثريت له مخې کيږي.
د عربي ټولنې مالي سرچېنې تر ډېره د تيلو له اړخه د شتمنو عربو نطامونو لکه، سعودي عرب، کويټ، متحده عرب امارات او قطر له لورې برابريږي.
د عربي ټولنې ٣٥ فيصده نوره بودېجه، د ټولنې بې وزله او ګڼ ولسييز ملتونه لکه الجزاير، ليبيا، اردن، مصر، سوريه، لبنان او عراق ورکوي..
. دارالانشاء
د ارلانشاء له سرمنشي، د هغه له مرستيال او نورو اداري کارکوونکو جوړه ده.
دارلانشاء سياسي، اقتصادي، حقوقي، فرهنګي، مطبوعاتي، اداري، مالي، ټولنېز او د فلسطين ادارې او څانګې لري.
پر دې سربېره دارالانشاء د عرب د مطالعاتو موسسه، د کډوالۍ د غندنې اداره او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې هم لري.
د ارالانشاء د مخې ته شوو وړاندېزونو د برابرولو، د اقتصادي چارو د تنظيمولو او د عربي ټولنې د پرېکړو د عملي کولو دندې پر غاړه لري.
د عربي دولتونه دغه ټولنه د خپلو غړو هېوادونو د يو لړ سياسي، ټولنېزو او اقتصادي ستونزو له کبله له ځېنو ننګونو او ستونزو سره مخامخ ده. په سوريي کې د کورني جنګ، د فلسطين، عراق، کويت او ليبيا هغه ستونزې دي چې دا تولنه ورسره لاس او ګريوان ده.
د جعفرهاند ليکنه
د خپريدو نيټه
۲۳ جنوري ۲۰۱۵ م
Dera manana ba wee ka da leek pa wakht da lar ao bar tolo phuktano da jabe aam istimal tha fikar olarale shee. Da neeme na ziath mazmoon bande za poha nashom.