شنې

shnay
کندهار، چمن او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچ د ډوډۍ سره خوړل کېږي. دغه غوړه میوه پخپله څه خوند نه لري نو ځکه ترشي یا اچار ترې جوړوي. ځینې ښځې د سر د وینځلو او غوړولو لپاره هم شنې کاروي.
دا د پستې یو ځنګلي قسم دی چی په ایران، مصر، سوریې په شمال ختیځ، د عراق کردي سیمو او ترکي د جنوب ختیځ اناطولیه په وچو غرونو کی راشنه کېږي. ځکه په لاطیني کی “پیسټاچیه خینجوک” نومېږي. شنې ټول کال شنه او بوټې يې تر ۱۰ میټرو لوړ وي. په بلوچستان، خیبر، چترال، ګلګت او سکردو کی د شنو بوټې د مارچ نه تر مې پورې ګل نیسي او د اپریل نه تر اکتوبر يې میوه شنه شي. که په ونې پریښودل شي نو دغه میوه بیا سور بخن شي.
د شنو په لرګي راټول شوي سليخ د انساني بدن په سوځیدلي ځای لکه د ملهم او د غاښ د درد لپاره کاروي. دغه سلیخ نه حکیمان د ځینو نورو توکو په ګډولو د معدې زخم درمل جوړوي. په ایران کی دا سلیخ په “مستاکي” شرابو کی د خوند لپاره کاروي. د دی غوړوالي له کبله د شنو او د پستې لرګې پخپلو کې سره قلم کړي نو پسته پرې غټه شي.
په شنوساینسي تجربو ښودلې ده چی د دی په غوړو کی ۹۵ ډول ارزښتناک توکي موجود دي. په راتلونکي کی ممکن له شنو ګټه واخیستل شي. د بلوچستان دشتې یو وخت د شنو له بوټو ډک وو خو زیات يې د اور بلولو لپاره خلک پرېکوي. د اوبښتې د ونې په څېر دغه قیمتي بوټې هم د انساني هوس قرباني شو.
صفیه حلیم
shnay2
د خپریدو نېټه-۳۱ دسمبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *