په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي او يو کال مې په باغ کې ډيرښکلي ګلونه وکرل. هوا چې لږه ګرمه او نمژنه شوه نو ماښام به غټ غت چينجي راووتل او د بوټو شنې نرمې پاڼې به يې وخوړل.
دا هغه چينجي دي، چې په انګريزي کې يې “سلګ ” بولي. د کټې گوتې نه غټ او د ځينو پر ملا ټوپۍ هم وي. سهار د بوټو چاپېره به د سلیخ لیکې د دوی د سفر لارې په ګوته کولې. د ګملو په څنډو او د ماتو خښتو یا تیږو لاندې به په خپل خول کې پټ پراته وو.
د چينجو دارو مې راوړل خو هيڅ ګته يې ونکړه. دفتر کې مې يوې همکارې ته وويل نو هغې هم فرياد وکړو چې ښايسته ګلونه يې په بله ورځ نيم خوړل شوي وي. له دې وروسته به دغه يوه موضوع وه چې دواړو به پرې خبرې کولې. خپل معلومات به مو يو بل سره شريکول. هغې مشوره راکړه چې د خوږ شربت ډک گيلاس د چمن په منځ کې ورته کېږده. د دوی خواږه خوښ وي او د شربت بویی پسې به راځي نو ګیلاس کې به لاهو شي. خو سهار د شربت ګیلاس هم هغسې پروت و.
زمونږ د دفتر څخه د ټرین سټیشن ته په لاره دوه درې ښکلې باغونه و. يوه ورځ هلته نه تيريدو نو څو باغبانان مو په کار بوخت وليدل. همکاره مې هغوی ته نزدې ورغله او پوښتنه يې ترې وکړه چې د چينجو د وژلو لپاره دوي څه کوي؟ يو کس ورته وويل چې د اګۍ پوستکې وچ وټکوئ او د بوټو شاو خوا يې وشيندئ. هغې لږ نورهم ځان پوهيولو. پوښتنه يې وکړه چې په دې به څه کېږي؟ باغبان ورته وويل، “سلګ” به دا پوستکي خوري، په ستونې کې به يې ونښلي او مړبه شي. هغه په خندا خندا راغله او ټوله کيسه يې راته تيره کړه. دا خو ټوکه وه. خو د باغبانۍ په پروګزام کې يې وویل چې د چینجو وجود نرم وي او د اګیو پوټکی کلک وي نو ځکه دوی بیا بوټي ته نزدې نشی ورتلای. د ويلو حاجت نشته چې په هغه ماښام به مونږ په ډوډۍ کې څه خوړلي وي…اگۍ!
ما د څلورو اګيو پوستکي ميده کړل او د بوټو چاپيره مې وشيندل. په”سلګ” مې زړه هم سوځیدو چې شپه به نهره تېروي. په بل سهار مې بوټي معاينه کړل خو زما د ګلونو فصل بيا هم خوړل شوې و. همکارې راپور راکړو چې هغې ته يې هم ګټه نه وه کړې. .
يوه ورځ د بش هاوس په کینټین کې د غرمې ډوډۍ په وخت، ځينوهمکارانو ته مو د چينجو سره د خپلې مبارزې کيسه کوله. يو پروډیوسر چې نوې د کابل نه راغلې و، وويل، ” تاسو اينجه ولې نه کاروئ؟”
د اينجې د بوي سره زما له ماشومتوب ورانه وه. په کلي کې چا کورني دارو جوړول او اينجه يې کارولې وه. ټول ماشومان ددې د بوي د لاسه له کوره تښتيدلي او تر بلې ورخې چا ډوډۍ نه خوړله.
اينجې ته په انگريزي کې “اسافيټيډه” واي. ددې بوټې د افغانستان په غرونو کې د سپرلي په وخت د واروې ويلي کيدو څخه وروسته پخپله شنه کيږي. ددې ډنډر، د رواش ( روباب) د بوټي په شان وي.
هغه کروندګر، چې د بوټو ځايونه ورته معلوم وي، په ډنډر، د چاقو نښې ( کش) جوړوي. هم هغسې لکه چې د کوکنار په ډوډه (غوزه) کې د ترياقو لپاره لګوي. بيا دا بوټی په لويو تيږو پټ کړي چې د لمر وړانګې يې وونه سېزي. څو ورځې وروسته په ډنډر راوتلی، کلکه شوي شیره، راټوله کړي. دا شيره په هوا کې وچيږي اود غټۍ په شکل په بازار کې خرڅوي. په بوټي کې د زمکې سلفر ګد وي نو ځکه بد بوي لري. د افغانستان شمالي او مرکزي غرونو کې سلفر دېر وي نو ځکه هلته دا بوتې ښه کيږي.
د افغانستان اینجه د کلک تیږې په شان وي او یواځې په تيږه يې ټکوي.
په هند کې د لرغونو وختونو راهيسې اينجه په ځينو خواړو او په تيره په دالو کې ډيرکاريږي. دا د خيټې باد او د نورو ناروغيو مخه نيسي. په بنګالي او تامل خواړو کې اینجه د مسالې په بڼه ورګډوي ځکه دوي غوښه نه خوري او په دې خوند زياتيږي. دا په ټکيدلي شکل د نورو مسالو په شان خرڅېږي خو پکې اوړه او کورکمان ورګډ وي. سوچه اینجه په لندن کې موندل ناممکن کار و.
د کابل همکار راته وویل چې په افغانستان کې ځينې کروند ګر کله چې سابه کري نو اوبه خوړ په وخت، لږه اينجه په يو ټوکر کې وټړي او د لښتي په سر ورته کيږدي. له هغې ورتلونکي اوبه ټول چينجي وژني او ترکاري هم ورباندې ښه کيږي. د دې خبرې په اوریدو، مونږ دواړه د اينجې په لټه شو. هغې د ساوتال هره هټۍ ورپسې چاڼ کړه او ما د ” الپرټن” دکانداران په مخه واخیستل. هلته هم دغه ټکيدلې اينجه وه چې ډير نور شيان پکې ګد و. اخر يو دکان کې یو افغان راته پام شو او پوښتنه يې وکړه چې په اینجه څه کوې. ورته مې وویل چې بوټي مې چینجي خوري. هغه هم لکه چې کروند ګر و، راته يې د ټیم یو زوړ ډبلی وموندلو. پکې د اینجې زیړ بخنه تیږه په ټوټو کې پرته وه. راته يې وويل چې د اوبو په فواره کې يې ګډ او بوتي پرې اوبه کړم.
په هغه ماښام کله چې مې د اينجې اوبه په بوټو و شيندلې نو زمونږ ګونډيان چې بهر په چمن کې ناست و، دننه لاړل او په زوره يې خپلې دروازې بندې کړې. خو په بل سهار په چمن کې د “سلګ” ټول پوځ هلاک پروت و.
دا مضمون په لومړي ځل ۱۹ فروري ۲۰۱۳م کې په دغو پاڼو خپور شو.