تاکشاشيلا

د هند په شفاهي کيسه راماين کې تاکشا د بهرت اود ماندوي زوې و. وروستو دې د تاکشاکهنډا نومې سلطنت باچا شو او تاکشاشيلا يې پلازمينه شوه چې اوس ټيکسلا نوميږي او د اباسين په ختيځه غاړه يې کنډوالې په سترگو کيږي . خونورلرغون پوهان واي چې تاکشلا دهندد يوې ډلې خلکوتاکا په نوم اباد شو. تاکا ساکا په سانسکرت کې ترکاڼۍ يا نجارۍ ته واي. په دې کې شک نشته چې ټيکسلا د لرغونې گندهارا يو مهم ښار و.

هغه وخت ټيکسلا د څاروو لپاره پکې فارمونه و. د زدکړې لپاره ددې ځاې داستادانو نوم هرې خوا ته وتلې و. د هند د نورو سيمو نه به ورته زده کوونکي ورتلل. دلته د کروند گرو شميره کمه وه او د پوځيانو او د پوځي زدکړو مرکزونه پکې بې شميره و.

په ۳۱۷ نه واخلې تر ۳۲۱ ق-م کې چندرگپت موريه د هند د لوې سلطنت بنسټ کيښودو. په دې کې پنجاب او د افغانستان ختيځې برخې شاملې وې. ده په ټيکسلا کې زدکړې کړې وې او دده استاد او د هند لوې سياست پوهه چانکيه کوتليا ددې پوهنتون د عالمانودډلې نه و. د چندر گپت موريه نمسې اشوکا باچا هم په ټيکسلا کې زدکړې کړې وې. دده په وخت دا ښار د بوداي دين لوې مرکز شو.

ځينو ليکوالانوټيکسلا يواځې پوهنتون په توگه ورپيژني خو نور يې په پټنه کې دنالنده پوهنتون په پرتله ټيکسلا د يو نامتواکيډمي په توگه معرفي کوي. که څه هم په دې ځاې کې د ښوونې او روزنې کار کيدو خو هغسې چې په يو پوهنتون کې وي دلته شعبې نه وې بلکه برهمن يا بوداي استادانوهر هغه ځاې چې ورته مناسب ښکاره شو د زده کوونکوسره کيناستو او درس به ې ورکوو.

د ليرې پرتو سيمو شاگردان چې عمرونه يې د شپاړسو نه تر شلو کالو پورې و، دلته د زدکړو لپاره ورتلل او د وړاندې نه به يې ځان ته استاد غوره کړې و. استادانو به د خپل علم لپاره نوم لرلو. دوي به د ښوونې يا روزنې لپاره فيس په سرو زرو کې اخستو. که چا سره دومره پيسې به نه وې نو هغوي به پورکوو. د ټيکسلا د زده کوونکو په اړه ليکلي معلومات داسې دي چې “هغه د استاد پيسې نه شوې پورا کولې نو له خلکو به يې خيرات غوښتو. يو بل شاگرد د خلکو په کورونوکې کار کوو چې د سبق پيسې استاد ته ورکړي. دوي به تر ډيره وخته د استاد سره د زدکړې سره سره د هغه په کور کې لکه د ملازم کارونه تر سره کول کوو. ځينو به د استاد جامې وينځلې، ډوډۍ به يې ورته پخوله.”

د پوهنتون په کورس کې نولس مضمونونه و. په دوي کې د ويدونو زدکړې، د سانسکرت ژبې زدکړه، غشي ويشتل، ښکار، د پيل ساتنه، قانون، طب، د تورې جنگ، غشي ويشتل، پهلواني، سياست او اقتصاد د يادولو وړدي. ددې ځاې نامتو استاد چانکيه د اقتصادوپه اړه ” ارتهه شاسترا” نومې کتاب په ټيکسلا کې وليکلو.

د اسکندرمقدوني د حملې پروخت ( ۳۲۹ ق.م ) دلته راجه امبهي حاکم وچې ماڼۍ يې د امب په ښارکې وه. امبهي د افغانستان ختيځې برخې هم په لاس کې لرلې او بلې خوا د اټک، د اوسني پنډۍ، جهلم ، مياولي ، خوشاب ، بهکر، ليه او د مظفر گړهه سيمې دده په واک کې وې. د جهلم او د گنگا جمنا د سيندونو په منځ کې راجواړې وې او د سيندونو نه وراخوا ” اشټک” نومې باچاهانوحکومت کووچې مرکز يې په بهار د پټنې ښار و.

د جهلم يو راجه پورس نوميدو چې د امبهي ورسره ورانه وه. بلې خوا ده پارس ته با ج ورکولو نه هم ډډه کوله. کله چې امبهي د اسکندر د راتلو چې واوريدل نو ورته يې هرکلې وويل. نه يواځې دا بلکه کابل ته يې استاځي ورواستول اوځينې نور واي چې پخپله يې اسکندر سره وليدل. د يوناني پوځ چې ده څومره په شان تراباسين بدرگه کړو، د اسکندر د جنرالانو لپاره د خوښي وړ شول. کله چې يوناني پو ولاړو نو امبهي وروستو راجه پورس ته تسليم شو.

په ۱۸۳ ق-م کې يوناني ديميتريوس گندهارا ونيوله او ده د ټيکسلا په سرکپ کې خپل مرکزجوړکړو. تر ۹۰ ق-م يونان باختر بيلا بيلو باچاهانو د ټيکسلا نه حکومت کوو. هغه کال هندي ساکاي مشرمايوس وروستي يونان باختري باچا ته په ټيکسلا کې ماتې ورکړه.

په ۲۵ م کې هندي پارتي باچا گونډوفيرس يا گنډوپارس ټيکسلا ونيوله. بيا په ۷۶ م کې دا کشان باچا کنشکا لاس ته ورغله. دې سلطنت تراوومې ميلادي پيړۍ خپل سلطنت متورا پورې وغزو او ټيکسلا يې د بوداي زدکړو يو مهم ښار و. د بوداي دين راهبانو دلته ديرې سټوپې او عبادت ځايونه جوړ کړل چې دنورو ملکونو زده کوونکي هم ورته راتلل. د ۴۶۰ م نه ورستو د يفتليانو په حملو د افغانستان د بوداي ځايونو په څيرټيکسلا هم دوي ويجاړه کړه.

د چين يوراهب فاهيان په ۴۰۵ م کې ټيکسلا ته ولاړو او دا يې”چوچاشيلو”وبللو. دا د پريکړې سر ماناورکوي. د بودايانو په عقيده دلته بودا يو سړي ته خپل سرډالۍ کړې و. تر هغې د ټيکسلا ښکلې ودانۍ ورانې شوې وې. نامتو چيناي خوان زانگ يا هيون څانگ هم “تاچاشيلو” ته ورغلو او ليکي چې عبادت ځايونه يې په کنډوالو اوختي دي.

د شلمې پيړۍ په سر کې يو انگريزلرغون پوهه جان مارشل دلته کيندنې وکړې او نوره نړۍ دټيکسلا نوم واوريدو. اوس هر کال په زرگونو سيلانيان ددې کنډوالو ليدو ته ورځي او د يونيسکو له خوا يوه ژغورلې سيمه ده
صفيه حليم

.

taxila

1 Comment

Add a Comment
  1. Amazing!I am reading such valuable information for the first time about Taxila. The Author must have worked tirelessly to acquire the veiled history of these monuments. I congratulate the author for sharing a very interesting part of the History and for launching the website that may attract a lot of viewers.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *