د تورې تيږې تښتوونکي

هر کال د حج په موقع په لکونو خلک خانه کعبه کې د تورې ډبرې يا حجراسود د ښکلولو لپاره يو تربل وړاندې کيږي. دوي عقيده لري چې دا تيږه د جنت نه راغلې ده. لږ مسلمانان خبردي چې څه د پاسه زر کاله کيږي چې دمسلمانانويوې ډلې دا تيږه له کعبې وويستله او بيا شل کاله يې د سعودي عرب په الحسا سيمه کې ځان سره ساتلې وه. دا ډله قرامته نوميده.
د نهمې پيړۍ په پاې کې د اسلام په منونکو کې ډيرې دلې جوړې شوې وې او قرامته د شيعه مسلک نه بيله شوې ډله وه چې په ختيځ عرب کې راپيدا شوه. دوي د شاه اسماعيل منونکي و او د نهمې نه تر يولسمي پيړۍ پورې عراق، يمن اوپه بحرين کې وغوړيدل. ددوي مشرهمدان قرامت نوميدواو د عراق په جنوب کې يې ددوې مشري کوله. ددې فرقې نه يوه ډله خلک وروستو بيل شول او هغوي په مصرکې ځان له د فاطمي په نوم نوې فرقه جوړه کړه. خو فاطمي پخپلې تگ لارې کې دومره توند لاري نه و، لکه چې قرامتي و.
دوي د حج مخالفت کوواودا يې خرافات اوړنده عقيده گنله. په ۹۰۶ م کې دوي شل زره حاجيان چې د مکې نه بيرته روان و د بحرين په لاره ووژل او مالونه يې لوټ کړل.
قرامتي عقيده
دقرامته اصول دا و چې ټولنه دې په منطق او د پوهې په بنسټ جوړه وي. ددوي حکومت د شپږو کسانو يوه ټولنه وه چې خپل مشربه يې په رايوټاکلو. په ټولنې کې هرڅه به په خلکو مساوي ويشل کيده او د اشتراکيت يوه بيلگه وه. قرامتيانود دوديزولارومخالفت کووخو پټ فعاليت يې نه کوواوهرڅه به يې په ډاگه ويل. ددوي ټولنې کې ورداخليدل هم اسانه خبره نه وه. يوکس به له شپږو مرحلو نه تيريدونو بيا به يې خپل غړې گڼلو. دوي ډيرشته من خلک وخوعجيبه خبره دا وه چې د انسانانوخرڅول يې روا کارگڼلو. دوي مرئيتوب د لارې ډيرې پيسې گټلې اود انسانانو پلورل ورته غيراخلاقي خبره نه ښکاريده. په الحسا کې ديرشو زرو حبشي مرئيانو ددوي زمکې کرلې. ددې ځاې ولس ماليه نه ورکوله او بې وزلو ته به يې پورورکوو چې خپل ژوند پرې ښه کړي. په پوريې گټه (سود) نه اخسته . دوي خپله سيکه هم جوړه کړه چې په ۹۲۰ م کې يې جاري کړې وه. دا سيکه “تاويله” نوميده او تر شلمې پيړۍ په عربي ملکونو کې منل کيده.
قرامتيانوپه نجوم باورلرلواود ستورو، سپوږمۍ او د سيارو اغيزيې په زمکه څارلو. په ۹۲۸ م کال کې زحل او مشتري سيارې په اسمان کې يو بل ته نږدې کيدې چې د نجوميانوپه اند يوبل سره د جنگيدو په حال و. هغه وخت د قرامتيانومشر، ابوطاهرالجنبي اعلان وکړو چې د اسلام دين ختم دې، ځکه د قيامت يوه نښه هم دا وه. په خلکوکې ويره اوانديښنه پيدا شوه او ټوله عربي نړۍ يې په مخه واخسته.

په کعبې حمله
په ۹۲۳ م کې ددوي مشرابوسعد جنبي بحرين ونيولو او هلته يې ددې فرقې حکومت جوړکړو. بيا دومره پوځي ځواک يې پيدا کړو چې په بغداد يې د حملې گواښ وکړو. دوي دپارس په خليج کې ډيرزور وموندلواوپه سمندرکې د تيريدونکو بيړيو نه يې گمرک هم اخستو. د اومان او د بحرين ساحلونه ددوي په اختيارکې و. دوي د بغداد خليفه او دده سيال په مصر کې اسماعيلي خليفه دواړونه باج اخستو او دواړه يې د اسلام مشران نه منل.
په ۹۳۰ م کې قرامته په مکې حمله وکړه، په کعبه کې بې شميره حاجيان يې ووژل او دځينومړي يې د زمزم په څاه کې وغورځول. ترشلوکالوخانه کعبه ددوي په لاس کې وه اوهيڅوک يې حج ته نه پريښودل. په ۹۳۱ م کې ددې ډلې مشرسليمان جنبي ته د پارس يو ځوان ابو الفضل اصفهاني چې په زندان کې و، مهدي اخر زمان ښکاره شواو ده ته يې د قرامتيانوواک وسپارلو. دا هغه کال و چې ددوي په حساب د زردشت پيغمبر د مړينې ۱۵۰۰ کاله پورا شوي و او د اسکندر مقدوني د سلطنتونو دوره پاې ته رسيدلې وه. ددې دورې وړاندويينه دپارس په لرغونوجنتريوکې شوې وه.
اصفهاني د مخې سره اسلامي شريعت فسخ اود لمانځه دود د ختمولو امروکړو. د اسلام ډيرامامان يې ردکړل اود هغوي منونکوته به يې سزا ورکوله. ترټولو لويه خبره دا وه چې ده د قرامتيانوځينې مشران چې دده مخالفت يې کوو، ووژل او يو نوې مذهب يې جوړ کړوچې ” ادم پرستي” نوميدو. اصفهاني اتيا ورځې په واک کې پاتې شواو اخرسليمان جنبي پخپله ووژلو. د اسلام لوې مبلغ اوعالم امام فخر الدين الرازي چې په دوي يې نيوکې کړې وې، په مرموزو حالاتو کې مړشو. د رواياتو له مخې ده ته قرامتيانو زهرورکړي و.
د کعبې نيول په بغداد کې د مسلمانانود مشرتابه، عباسي خلفاو لپاره د شرم وړخبره وه خوهيچا ددې ډلې سره د جنگ توان نه لرلو. اخرعباسي خليفه ورته د ډيرو پيسو ورکولو ژمنه وکړه او دوي په ۹۵۲ م کې له مکې ووتل. په ۹۷۶ م کې دوي په بغداد حمله وکړه خو تر هغې ددوي مخالفان زيات شوي و نو ماتې يې وخوړه. د هغه ځاې نه ورباندې باج بند شواو ورپسې نورو قبايلو هم ددوي پر ضد توره راواخسته.
په ۱۰۵۸ م کې ابوالبهلول العوام ددوي په ضد پاڅون کې بحرين ونيولو. هلته يې بيا اسلامي شريعت راوستلو. په “قتيف” کې هم بغاوت ووشو اوهغه سيمه هم دقرامتيانوله لاسه ووتله. کله چې ددوي د پيسو سرچينې وچې شوې نو د “حفوف “په نخلستان کې يې ځان خوندي کړو. په ۱۰۶۷ م کې عبدالله العيوني د سلجوق ځواکونو په ملاتړ حفوف محاصره کړواو اووکاله يې کلابند وساتل ترڅوقرامتيان ورته تسليم شول.
د يولسمې پيړۍ ترپاې عراق، پارس اود مرکزي ايشيا هغه خلک چې د قرامتيانومله و، فاطمي شيعه گانوته واوختل اويا بيرته سني مسلک يې ومنلو. د قرامتيانونوم ورک شوخوددوي ملاتړکونکي بيا هم پاتې و. ددوي پاتې شونې د سعودي عرب اود بحرين په سرحدي سيموکې دي. د مراکش نامتو سيلاني ابن بطوطه په ۱۳۳۱ م کې قطيف ته ولاړو نوهلته يې کټاس شيعه عرب وليدل. اوس هم هلته شپيته زره شيعه گان ژوند کوي چې په ۲۰۱۱ م کې د مصرد پاڅون پروخت يې د خپلواکۍ لپاره مظاهرې وکړې خو بريالي نشول.
دلته يو وضاحت ضروردې چې د مسلمانانو اسماعيلي فرقه چې روحاني مشريې کريم آغا خان دې، د قرامتيانو سره هيڅ تړاونه لري. دوي د شيعه مسلک په دولسو امامانوکې د امام اسماعيل جعفرامامت منونکي دي. بله دا چې د ايران او نورو ملکونواهل تشيع هيچرې ددې ډلې برخه نه و.
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. ډیره مننه له داسی ښکلو معلوماتو څ خه

  2. wayalkaigee che 9 kaala da tora tiga Abu-Tahir zaan sara ekhay wa.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *