سرچینه یا ماخذ


په علمي څېړنو کې په متن یا کتاب کې دننه او په اخره کې ماخذ او سرچینې به مو لیدلی وي. په عمومي ډول دا د لیکوال، د کتاب یا مضمون نوم، خپریدو نېټه، ځای او خپرندویې ټولنې نومونه وي.
د سرچینو کارول ولې ضرور وي؟
۱. د هغوعلمي‌ شخصیتونو او محقیقینو حق ادا کول چې په دغه برخه کې یې کار کړی دی. موږ په خپله لیکنه کې د هغوی د کتابونو او نومونو په یادولو، د هغوی د علمي ابتکار او زیار امتیاز او حق ورکوو.
۲. لوستونکو ته ویل چې د کتاب او متن خبرې یوعلمي بنسټ او استناد لري.
۳. د ادبي غلا مخنیوی. د ادبي غلا یو ډول دا دی چې د چا د علمي‌ تحقیق کمه او زیاته برخه د هغه له نوم یادولو پرته په خپل نوم خپره کړئ. بل د چا علمي نظر او فکر په جلا الفاظو په خپل نوم خپور کړئ. په متمدنو هېوادونو کې دا ډول غلو ته سزا هم ورکول کیږي.
۴. لوستونکو ته دا ثابتول چې د څېرنو لپاره څومره منابع او سرچینې مو پسې پلټلي دي.
۵. لوستونکو سره مرسته چی که په دې اړه نور معلومات غواړي نو اصلي سرچینې دې ولټوي.
۶. دا یو نړیوال علمي اصل او معیار دی چې څېړونکی باید پام کې وساتي.

سرچینې څو ډوله دي خو ۳ يې مشهور او معیاري بلل کیږي:
اې پي اې- American Psychology Association (APA)
دا میتود ترډېره د پوهنې، روانشناسۍ او ساینس په علمي مطالبو کې کارول کیږي. په دې میتود کې په متن کې دننه چې سرچینه کاروئ، د لیکوال تخلص (د نوم وروستی برخه) او کتاب د چاپ کال لیکئ او که مشخصآ مهمه مسئله یادوئ، نو بیا د کتاب مخ او صفحې نمبر هم لیکل کیږي: بیلګه- هاند، ۲۰۲۰، مخ ۱۲۰
مستقیم قول: په دې میتود کې مستقیم قول په قوسونو کې دننه داسې لیکل کیږي: لیکوال وايي چې “د افغانستان کرکټ د یویشتمې پېړۍ یو ښکلی داستان دی” ( هاند، ۲۰۲۰). که مسئله ډېره مهمه وه، ورسره د کتاب د پاڼې نمبر هم لیکئ.
غیر مستقیم قول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند په دې باور دی چې په افغانستان کې د کرکټ چټک پرمختګ ډېر خلک حیران کړي او ډېرو ته یو په زړه پورې داستان دی (۲۰۲۰، مخ. ۱۲۰).
په اې پي اې کې غیر مستقیم قول بل ډول: د کرکټ د تاریخ لیکوال هاند (۲۰۲۰) وايي چې د افغانستان د کرکټ پرمختګ د روانې پېړۍ یو ښکلی داستان دی.
که لیکوالان دوه وي: بیا یې داسې ولیکئ: (هاند او عابد ،۲۰۲۰).
که لیکوال له دوو زیات وو، بیا ماخد داسې ولیکئ : (هاند، عابد، حسن او اشنا، ۲۰۲۰).
که په کتاب کې دا ماخذ بیا بیا کاروئ، نو ساده یې ولیکئ: ( هاند او نور.، ۲۰۲۰).
که متن سره د لیکوال نوم نه وي، نو د ادارې نوم ولیکئ: ( کرکټ بورډ، ۲۰۲۰). که تاریخ ورسره نه و، ویې لیکئ چې تاریخ نلري.

په پای کې سرچینې (bibliography) لیکل.

د لیکوال تخلص، د نوم اول حرف. د چاپ تاریخ. د کتاب نوم. د خپرېدوځای او خپرندویه ټولنه.
د کتاب بیلګه:
هاند، ج. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
د انلاین ژورنال بیلګه:
هاند، ج. (۲۰۲۰). د کرکټ تاریخ: افغانستان ته د کرکټ راتګ. د کرکټ ژورنال، ۲ ګڼه،۶-۹ مخونه.
که د کتاب لیکوالان دوه وي:
هاند، ج.، او ج، ه. (۲۰۲۰). درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ. خوشحال خان مېنه، کابل: سروش خپرندویه ټولنه.

د سرچینې کارولو دویم ډول.
ام ال اې- د معاصرې ژبې ټولنه- Modern Language Association (MLA)
ام ال ای په بشري چارو کې په علمي او تحقیقي مطالبو کې کارول کیږي. په متن کې دننه په مستقیم قول (لیندیو) کې، د لیکوال تخلص او د کتاب مخ لیکو.
په غیرمستقیم قول کې د لیکوال تخلص یادوو او د جملې په اخره کې د کتاب د صحفې نمبر لیکو. دا میتود لږ اسان .
مستقیم قول: یار محمد خان وروسته ښار ته خپل سړي واستول او وظیفه يې ورکړه چې په بازارونو کې بې نظمي جوړه کړي. (جهاني ۲۴۷)
غیر مستقیم قول: د جهاني په اند یار محمد پخپله په هرات کې ګډوډي جوړه کړه. ( ۲۴۶-۲۴۷)
سرچینې (bibliography) لیکل.
د لیکوال نوم او تخلص. د کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، او د چاپ کال.
بیلګه:
جهاني. عبد الباري. هرات، پښتانه او ستره لوبه. د ساپی د پښتو څیرنو او پراختیا مرکز. ۱۹۹۹م.
په ام ال اې سسټم کې د ویبسایټ د مقالو یادول:
د لیکوال تخلص، نوم. په قوسونو کې “د مطلب نوم: او عنوان. ” میاشت، ورځ. کال، د مقالې لینک.
بیلګه:
حلیم. صفیه ” پیښور څنګه له افغانستان بیل شو؟” (۶ دسمبر ۲۰۱۳م). ” د مقالې لینک.

که سرچینه چاپ شوی ژورنال وي، نو بیا داسې لیکي:
د لیکوال تخلص، په قوسونوکې نوم. د متن عنوان. ” خپروونکې اداره، ګڼه. د ژورنال نمبر.میاشت. کال، مخونه.
بیلګه:
محمود (سعدالله) “د خیبر دره” چنار مجله، ګڼه لسمه. ۵. مارچ. ۲۰۲۰، مخونه. ۶-۶.
که سرچینه “کېنډل” وي نو په دې ترتیب لیکئ:
د لیکوال تخلص، نوم. د مطلب/کتاب نوم. خپرندویه ټولنه، کال. د مقالې لینک او ادرس.
بیلګه:
حبیبي، عبد الحی. جغرافیای تاریخی افغانستان. بنګاه انتشارات میوند.۱۳۶۲ خورشیدي. کېنډل. د مقالې لینک او ادرس.
د سرچینې کارولو دریم ډول.
شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabian
د شیکاګو دی ترابین د شلمې پېړۍ له پيل په شیکاګو پوهنتون کې او په تجارتي، تاریخي، ادبیاتو او هنرونو په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي.
په دې میتود کې په متن کې دننه د مستقیم او غیرمستقیم قول کې د لیکوال یا کتاب ذکر نه کیږي. بلکې په ترتیب عدد (شمیره) لیکل کیږي، بیا د پاڼې په بیخ کې د عددونو سره د لیکوال او کتاب یادونه کوي. ځینې لیکوالان د اسانتیا لپاره په متن کې چې د ماخذ ښودلو لپاره عدد ولیکي،‌ د پاڼې په بیخ کې یې یادونه نکوي او مستقیمآ د کتاب په اخره کې په ماخذونو کې يې لیکي.
بیلګه:
په متن کې نقل قول: “په پښتو کی د روه کلمه کټ مټ لکه افغانستان یا پښتونخوا یادیدله.” ۸
د پاڼې په اخره کې د ماخذ لیکل:
د لیکوال نوم او تخلص، د کتاب نوم، (د خپرېدو ځای: خپرندویه ټولنه، د چاپ کال) د مخونو شمېر.
بیلګه:
۸. حبیبي، عبدالحی. روه په ادب او تاریخ کې. پنځوس مقالې. (پښتو ټولنه کابل) نېټه نامعلوم. لومړی مخ.
د کتاب په پای او د پاڼې بیخ کې د سرچېنې کارول لږ توپیرلري او داسې لیکل کیږي:
د لیکوال تخلص، نوم. د کتاب نوم. د خپرېدو ځای، خپرندوی، د چاپ کال.
په انګلیسي او نورو ژبو کې په سرچینو کې د لیکوالانو نومونه د الفبا په ترتیب لیکل کیږي او دا یوه عمومي‌ قاعده ده.
یادونه:
دا معلومات مې د ماسټرۍ په صنفونو کې د زده کړل. ځینې مواد مې د “سکرېبر” له یوټیوب چینل څخه اخیستي چې لینک يې دلته خپروم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *