سنکیانګ


د چین په لویدیځ کې د سنکیانګ صوبه پاکستان سره ګډ سرحد لري. شاهراه ریشم لویه لار د چین او پاکستان دواړو په ګډه د زمکني تجارت لپاره جوړ کری دی. هلته سیل او تجارت لپاره تلونکي خلکو څو کاله پخوا د کاشغر په جامع جومات کې لمونځ کولی شو. د اختر او د جمعې لمانځه لپاره به ان د جومات نه بهر په سړک هم صفونه جوړ وو.
په ۹ پېړۍ کې د اسلام د خپریدو سره د مرکزي ایشیا نه مبلغین سنکیانګ ته ورتلل او ځینې هم هلته پاتې شول. د ۱۷ پېړۍ په سر کې د نقشبندي طریقې یو صوفي محمد یوسف (خواجه آفاق) په کاشغر کې لوی شمیر خلک اسلام ته جلب کړل. د سنکیانگ په صوبه کې شا و خوا ۱۵ میلینه ترک نژاد “اویغور” مسلمانان ژوند کوي چې لوی شمیر يې په کاشغر کې دي.
د چین لرغونی دین”داویزم” و او د دې لوی عالم ” کنفیوشس” ته اوس هم ډېر درناوی کېږي. د میلاد نه وړاندې د نیپال په لارتبت ته بودای راهبان تبلیغ لپاره ورغلل. بیا له چین بودیزم مرکزي ایشیا او جاپان ته هم خپور شو. په ۲۰ پېړۍ کې د چین د کمیونسټ انقلاب نه وروسته، هره عقیده رد شوه او عبادت ځایونه ویجاړ شول. د ۱۹۶۰م په لسیزه کې چین تبت ته خپل پوځ واستاو اوهلته نه بودای روحاني مشر ” دلای لامه” هند ته په کډه اړ کړو. ترهغې تبت د روم د ویټیکن په شان یو دیني سیمه وه.
د پېړۍ تر پای سنکیانګ کې د کمیونسټ تبلیغ نه علاوه، د جوماتونو او مقبرو کنټرول د چین حکومت پخپل لاس کې واخیستو. د اسلامي سرسختو ډلو او په تیره بیا د سعودي حکومت له خوا د ځینو ډلو مالي مرسته د تشدد او د ګډوډۍ سیاست رامنځ ته کړو. د اسلامي مدرسو نه فارغ شوي، د جهادي ډلو لښکر په ټولې نړۍ کې خپاره شول. په دوی کې د چیچنیا، ازبکستان او د سنکیانګ مسلمانان هم وو. د نړۍ دوو لویو قوتونو، روس د وسلو په زور چیچنیا مسلمانان مات کړل او چین د اویغور مسلمانانو د زهن پاکولو پسې واخیسته.
د لویدیځ حکومتونه په چین تورلګوي چې د ۱۵ نه ۲۰ لکه مسلمانان يې په کیمپونو کې ساتلي دي. په دوی کې ۲ لکه ماشومان هم دي او هیڅوک د خپلوانو سره نشي لیدای. دوی مجبور دی چې د خپل ډی- این- اې، د ګوتو نښې او د سترګو(عدسې) چاپ حکومت ته ورکړي. پوښتنه دا ده چې په دغو کیمپونو کې څه کېږي؟ په ستمبر ۲۰۱۸ م کې د بي بي سي “نیوز نایټ” پروګرام کې د کیمپ نه تښتیدلی، ۲۹ کلن “عمر” د دننه حال بیان کړو. د کیمپ چارواکو به د شپې خوب ته نه پریښودل. اپوټه به يې ځوړندول، وهلو لپاره به لوړ او د څرمنې کوتک و چې د اوسپنې تارونه به تری تاو وو. غټې ستنې او د نوکانو د ویستلو امبور به يې زمونږ مخ ته په میز کیښودل. کله کله به يې دا کارول او مونږ به د نورو چغې اوریدې. یو بل بندي “عزت” چې د بند نه خوشې شوی او بل هیواد ته تښتیدلی و، وویل، ” نیمه شپه شا و خوا ۱۲۰۰ بندیان به د پلاسټکو کاسه په لاس د ډوډۍ په انتظار ولاړ وو. دوی ته به يې امر وکړو چې لومری د چین ملي ترانه ووایئ. ټولو به لکه د روبوټ ترانه وویله نو بیا به يې ډوډۍ ورکړه.”
د چین حکومت ۲۶ ملکونه ځان لپاره خطر ګڼي او که د چا خپلوان په هغو ملکونو کې وي نو هغه ټوله کورنۍ نیسي او په کیمپونو کې يې ساتي. په دې کې ترکي، قزاقستان،انډونیشیا او ځینې عرب ملکونه شامل دي. تر اوسه یو میلین خلک هم دغسې نیول شوي دي. په ۲۰۱۸م کې د ګوګل په نقشه هم دغه کیمپونه ولیدل شول. د بي بي سي د ژورنالیسټانو یوې ډلې د هغو کیمپونو د لیدو لپاره چین ته سفر وکړو. خو حکومت ورته اجازه ورنکړه. غربي نړۍ او ملګری ملتونه، د چین نه غوښتنه کوي چې اویغور مسلمانانو او د تبت بودایانو ته مذهبي ازادي ورکړي. د انساني حقوقو ۱۶ لویو ادارو د نړۍ والو نه غوښتنه کړې ده چې په دغو کیمپونو کې ساتل شوي، د یو نیم میلین مسلمانانو په اړه دې نړیوال پلټنې وشي. په چین کې د اویغور مسلمانانو د دیني شناخت ختمولو کار روان دی.
په اسلامي ملکونو کې کله نا کله د اویغور خلکو لپاره غږ راپورته شي خو د چین اقتصادي اړیکو له کبله حکومتونه غلی پاتې دي. ځینې ملایان د چین په خوښه سنکیانګ ته سفر وکړي او بیان ورکړي چې هلته اسلام ته هیڅ خطر نشته او هر څوک جومات کې لمونځ کولی شي. د کاشغر جامع جومات ته وردننه کیدو لپاره په دروازه الیکټرونک دروازه کارېږي او هر څوک ورته نشي تلی. د دې نه علاوه د نورو ښارونو مسلمانان کاشغر ته تلو لپاره چیک پوسټونو نه تېړېږي. چین د کیمپونو په اړه خبره کول نه غواړي او وایی چې دا د هغوی داخلي معامله ده. پوښتنه دا ده چې اسلام په خطر کې دی او نا؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.