ټنګسال


د ۱۸ پېړۍ تر پای د پیښور اوسني چوک يادګار کې یوه ضراب خانه (ټنګسال) کې د وخت د باچاهانو سکې جوړیدی. څرګنده نه ده چې دا پخوا نه موجوده وه او که د مغلو په وخت کې دلته جوړه شوه.
کله چې د احمد شاه ابدالي نمسي، د شاه زمان خپل وزیر پاینده خان د بغاوت په جرم ووژلو نو د هغه زامنو په افغانستان کې د جنګونو یوه نه ختمیدونکی لړۍ پېل کړه. د پاینده خان زوی، سلطان محمد بارکزی د کابل حاکم شو، نو غوښتل يې چې د خپل نوم سکه ضرب کړي خو ملایانو ورته ویلي وو چې څوک د باچا زوی نه وي نو هغه په سکه خپل نوم نشي لیکلی. سیکانو د افغانستان له خانه جنګي ګټه واخیسته او په ۱۸۱۸م کې يې پیښور ونیولو. هلته د پاینده خان بل زوی یار محمد بارکزی يې د رنجیت سنګ له خوا حاکم وټاکلو او هر کال به يې ترینه نذرانه ( باج) اخیسته. سلطان محمد او یار محمد د سیکانو ملګري وو نو ده په ۱۸۲۴م کې د پیښور په ټنګسال کې خپله سکه ضرب کړه خو په هغې د ایوب شاه دراني نوم کنده و.
په دغه ټنګسال کې د رنجیت سنګ د حکومت روپۍ هم جوړیده چې دا پیښوري روپۍ د هغه وخت یوه له ښایسته سکو نه ګڼل کېږي. د دې په یو مخ د پاڼو کړۍ او په بل مخ د ګل نښه په هنر کنده شوی ده. په سر يې د پیښور نوم هم ښکاري او د ۱۷ پېړۍ د سیکانو ۱۰ ګورو ” ګورو ګوویند”یو بیت کنده دی.
دیګ-تیغ-فتح نصرت بید رنګ
یافت از نانک ګورو ګوبند سنګ
یعنی دیګ او توره خپل کړئ نو فتح به نانک او ګوبند درکوي. په بله مانا فراواني- قدرت او بری مو په نصیب شه.
په سکو د مهاراجه رنجیت سنګ نوم نه لیکل کیدو او هغه په ویاړ ویل چې د ګورو نانک او ګورو کوبند نومونه زیات سپیڅلي دي. د رنجیت سنګ سکې په دوو برخو ویشلی وې چې په یو به د ګورو نانک نوم و او “نانک شاهي” نومیدل. په بل به د ګورو ګوبند نوم او او “ګوبند شاهي” بلل کیده. د ګوبند شاهي سکه په ۱۷۱۰م کې په هند کې ضرب شوی وه چې کاروباري اهمیت يې نه و خو سیکانو د خپلواکۍ د مبارزې سره تر ۱۰۰ کالو دغه شعر سره به جاري کیدې او خلکو به د تبرک لپاره ځان سره ساتل.
د رنجیت سنګ طلای سکه “مهر” او د سپینو (نقریی) به روپۍ نومیده او په دواړو هم هغه فارسی بیت کنده و. د مسو سکې به د عام کاروبار لپاره وې او ورباندې ګورمکهي لیکدود کې د دې ارزښت کنده کیدو.
په کابل کې امیر دوست محمد خان امیر شو نو یوه سکه يې ضرب کړه چې د ده نوم نه لري او د ۱۸۲۷م نه تر ۱۸۳۰م رایج وه. له ۱۸۳۱-تر ۱۸۳۳م د ده بله سکه د کشمیر په ضراب خانه کې جوړه شوه. په پیښور کې د سیکانو وروستۍ سکه تر ۱۸۳۹م جوړیده. په پیښور کې د رنجیت سنګ اطالوي ګورنر “ایویټبایل” یو کلا او پکې لوی دروازې جوړې کړې. چوک یادګار به ” ټکسالي دروازه” نومیده. تر ۱۸۴۶م انګریزانو پیښور ونیولو نو ضراب خانه يې ړنګ کړه، د ملکه وکټوریه په ویاړ په لوی میدان کې یوه یادګاري چترۍ جوړه کړه. دا به ” وکټوریه میموریل سکویر” نومیدو خو خلکو به ” چوک یادګار بللو. میدان ته تلونکی په لوی سړک کچهرې (محکمه) او نور قانوني دفترونه جوړ او خلکو نه ټکسال او دروازه دواړه هیر شول.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.