د لوزان تړون


په ۲۴ جولای ۱۹۲۳م کې د سویټزرلینډ په لوزان ښار کې د ۱۰۰ کالو لپاره یوه لوظنامه کې د ترکانو عثماني خلافت ختم شو.
د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته، برطانیې او فرانس د ترک خلافت د ختمولو لپاره هلته د ملتپالو ملاتړ کاو. د دې نه وړاندې، په ۱۹۲۰م کې “سیور” کې هم فرانسویانو سره په مذاکرات کې ترکانو د خپلې خاورې لویه برخه د لاسه ورکړی وه. یونان ټول قبرص ځان ته غوښتو، د روس سترګې آرمینیا ته وې او د بلقان ملکونو د ترکانو نه خپلواکي غوښته. د “سیور” تړون ترک ملتپالو نه منلو او له ۱۹۲۳م په لوزان کې اروپای ملکونو بیا خبرې اترې پېل کړې. آخر ترکان د ځینو شرایطو په منلو راضي شول او د دوی استاځي، عصمت انونو پرې دستخط وکړو. د لوزان تړون په ۶ اګست ۱۹۲۴م کې عملي شو چې د دې ترمخه ترکانو ته په آرمینیا کې د خلکو د وژنو لپاره بخښنه ورکری شوه. ترکي دغو شرایطو ته غاړه کیښوده.
۱. اسلامي خلافت په ځای یو سیکولر (بې دینه) حکومت جوړېږي.
۲.عثماني خلیفه به د خپل ټبر سره جلا وطن شي.
۳. د خلیفه ټول جایداد او ماڼۍ به ضبط او د ترکي حکومت سره وي.
۴. ترکي به د پیټرول راویستلو لپاره، نه پخپله خاوره او نه بل ځای زمکه کې سوری کوي. د خپل اړتیا لپاره به پیټرول د نورو ملکونو نه په بیه اخلي.
۵. د استنبول سره باسفورس سمندر به نړۍ وال ګنلې شی او ترکي به د یو ملک بحری بېړۍ نه هم محصول (ګمرک) نه اخلي. باسفورس توره بهیره، مرمره او میډیټرینیا پخپلو کې تړي او په نړۍ وال تجارت کې د “سویز کنال” په شان مهمه لاره ده.
د ترکي په واک کې یورپ او د افریقه ملکونه برطانیې او فرانس پخپلو کې وویشل. عراق او اردن په نوم نوي ملکونه جوړ شول، فلسطین په برطانوي تسلط کې، سوریا، لبنان، الجزائر او لیبیا د فرانس په لاس کې شول. آرمینیا يې له ترکی بیل کړو او یو ازاد ملک اعلان شو. حجاز د عربانو یو قبیلې “آل سعود” ته يې ورکړو چې په بدل کې به برطانیی ته هر کال پېسې او امتیازات ورکوي.
د لوزان په تړون یونان د ترکانو له خاورې خپل پوځ وویستلو او سلطان عبد الحمید د پوځ پر مټ واک کمال اتاترک ته وسپارلو. برطانیی د ترکانو په ملاتړ په ختیځ اناطولیا (عراق) په کرکوک کې د کردانو یوه خپلواکه سیمه جوړه شوه.
د لوزان د تړون یو شرط دا و چې د ترک بنسټ ایښونکی شاه سلیمان ( ارطغرل) مقبره چې د سوریا (شام) په حلب صوبه کې د فرانس په لاس کې وه، د دوی له خوا ساتل کېږي. له هغه راهیسی دا مزار د ترکي د پوځ او پرچم سره موجود و. په ۱۹۷۴ م کې د شام صدر حافط الاسد د اوبو د یو بند جوړولو لپاره دغه مقبره ۸۰ کلومیټر شمال لوري ته انتقال کړه. بیا یو کال د داعش جنګیالو په مقبری موجود ترک پوځ محاصره کړی و. د ترکي پارلیمان د دغه ډلې خلاف د حملې منظوري ورکړه خو بیا هم جنګ يې نه غوښتو نو مقبره يې له هغه ځایه د ترکي سرحد ته نزدې نقل کړه. شاه سلیمان په ۱۲۳۶م کې د فرات په سیند کې مړ شوی و. د هغه نمسي ( لومړي) عثمان د خپل حکومت بنسټ په شام کې کیښودو. وروسته دوی استبول د روم نه ونیولو او دا يې د عثماني خلافت مرکز وټاکلو.
د لوزان تړون د ۱۰۰ کالو لپاره و چې په ۲۰۲۳م کې به ترکان له دې آزاد شي. د ډېرو خلکو هیله ده چې ممکن اوسنی ترک صدر اردغان به د خپلو سیمو د بیرته اخیستو غوښتنه کوي. دا هم امکان لري چې په خپله خاوره د پیټرول د ویستلو سره دوی لویدیځ ته ګواښ وکړي. خو تر ټولو لوی ګواښ به يط دا وي چې د باسفورس تجارتي لاره بیرته په خپل کنټرول کې واخلي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.