حاجي خان


دا انځور په ۱۸۴۳م کې جیمز ایټکنسن جوړ کړو او پکې حاجي خان کاکړ ښکاري.
د ده اصل نوم تاج محمد او پلار نوم يې عطا محمد و. دی د ۱۹ پېړۍ په پېل کې په پشین کې زیږېدلی او هلته په رستم خان جومات کې طالب و. د کوټې کاکړان د کندهار نه ورغلي وو او د بلوڅانو سره يې ښې اړیکې ساتلی وې. په ځوانۍ کې تاج محمد د عزیز الله کاکړ سره ملازم شو اوهغه به د ده په اړه ویل چې زه ډېر هوښیار کس یم خو تاج محمد په هر فریب خبر وي. یو لوی فریب يې هغه هم زده دی چې په هغې ټول فریبونه معلومولې شي.
تاج محمد په پښو حج له لاړو او چې بیرته راغلو نو خلکو به حاجي خان بللو. وروسته ده د مختلفو خانانو سره نوکري وکړه او هرځای نه به په بدنامۍ وشړل شو. اخربارکزي وزیر فتح خان ته ورغلو او هغه د ۵۰ سپارو کوماندان وټاکلو. په هرات کې هم ده څه چل ول وکړو خو ژر يې د ” کافر کلا” په جنګ کې میړانه وکړه، فتح خان ورته خطا وبخښلو او دی د هغه پیش خدمت شو. څه موده وروسته د هغه نوکري يې پریښوده او یا هغه وشړلو نو دی کابل ته ورغلو.
یو وخت د قلات د یو بلوڅ سردار په ملازمت او بیا د دوست محمد خان ورور جبار خان سره مله شو. کله چې بارکزي د کابل د تخت لپاره په جنګ وو نو ده په کندهار کې د شیردل خان پلوي کوله.
دی کابل ته ورغلو او هلته يې ولیدل چې قزلباش دستو په بارکزو کې دوست محمد پلوي کوله. هغه ته يې د فتح خان رازونه وویل او په بدل کې د ۵۰۰ سپارو مشر شو.
حاجی خان خپل جاسوسان هر ځای لرل او د شاه شجاع ځینې قزلباش پلویانو له خوا د د دوست محمد د وژلو سازش نه خبر شو. هغه ته يې پټ پیغام واستاو او پخپله په شاه دوشمشیره زیارت کې پټ شو. دوست محمد د قاتلانو د راتلو نه وړاندې له خپلې کوټې وتښتیدو. کله چې قزلباش له ښاره ووتل نو دوست محمد بیرته راغلو. دی پوهیدو چې حاجي خان د ده جاسوسي هم کوله او ځان به يې ترې ساتلو. ده به ویل چې حاجی خان ښه سړی دی خو د افغانستان ” سګ بزرګ” دی. اخر د بامیانو والي يې وټاکلو خوهلته ده د هزاره ګانو نه پېسې شوکولې او یو وخت د دوی یو مشريې په دوکه ووژلو. امیر دی کابل ته وروبللو خو حاجی خان پوهیدو چې هلته به وژل کېږي نو کندوز ته يې پښې سپکې کړې او د ازبک امیر مراد بیګ سره يې پناه واخیسته. دوست محمد د مراد بیګ نه د ده د شړلو غوښتنه وکړه نوحاجي خان بیرته کابل ته لاړو او د امیر په پښو پریوتو. هغه د مرګ سزا ورله ورنکړه او پیښور ته يې وشړلو. هلته بارکزو وروڼو د یو پوځي دستې کوماندان وټاکلو چې د سیک دستو سره به مله و. ده د سیک مشرانو سره ښې اړیکې وساتلې. بیا د هندوستان نه ورغلي مجاهدینو مشر سید احمد بریلوي په لاس يې بیعت وکړو او هغوی ته به يې د بارکزو رازونه څرګندول. خو د مجاهدینو حال به يې بارکزو ته یوړو. د یارمحمد له وژنې وروسته دی د مجاهدینو له ویرې بیرته کابل کې دوست محمد ته ورغلو خو هغه ورته کار ورنکړو. په ۱۸۳۷م کې حاجي خان کاکړ د محمد اکبرخان په هغه لښکر کې شامل و چې په خیبر دره کې د هری سنګ مقابلې ته روان و. خو سیکانو ورته د ۴۰ زرو روپو ژمنه وکړه نو په لاره د لښکر نه جلا شو او یو ځل بیا کندهار ته ورغلو. که څه هم هغوی سره يې پخوا جفا کړې وه خو کندهاري وروڼو پرې باور وکړو او دی د رحمدل خان ملازم شو. لږ وروسته د هغه مخالف ورورکهندل خان ته واوختو.
کله چې شاه شجاع د برطانویانو په ملاتړ او بدرګه کندهار ته ورسیدو نو حاجي خان شاه ته سر ټیټ کړو. هغه ورته د “نصیرالدوله” خطاب او لوی جاګیر ورکړل. خو ده په پټه د غلزو مشرانو سره هم لیدل چې که د شاه شجاع تخت نسکور شو نو دی ژوندی پاتې شي. کله چې انګریزانو غزني ونیوله نو ده ورته د کابل ټول معلومات ورکړل. د دوی د پوځ یوه دسته چې مشر يې “میجرآوټریم” و، امیردوست محمد خان پسې ورواستول شوه چې حاجي خان ورسره مله و. په لاره ده انګریزان هم تیر ویستل او دوست محمد خان ته يې پټ پیغام واستاو نو امیر په تیښته کامیابه شو. شاه شجاع د ده له خیانت خبر شو نو دی يې قید کړو. وروسته د چا په سفارش حاجي خان پنجاب ته يې وشړلو.
د لومړي افغان جنګ نه وروسته په هند کې بندي افغانان خوشې شول او حاجي خان کاکړ هم بیرته افغانستان ته لاړو. د ده د ژوند پای څنګه و؟ څوک خبر نه دي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.