بهرام خان مومند


په نومبر ۱۸۲۶م کې د خیبر درې نه د ۱۵۰۰ کسانو یوه قافله ” تاکال” ته ورسیده. په دوی کې نیم د هند او نور د افغانستان د بیلا بیلو سیمو خلک د سیکانو سره جهاد لپاره روان وو. د قافلې مشر سید احمد بریلوي شا و خوا ۱۰ میاشتې وړاندې د راجستان د ټونک ریاست نه ۷۰۰ غازیانو سره روان شوی و. دوی د سنده، بلوچستان، کندهار، غزني، کابل او جلال اباد نه په تیرېدو هغه لوی میدان کې خیمې ټک وهلې چې اوس پکې پیښور پوهنتون جوړ دی.
د “تاکال”(تهکال) ارباب بهرام خان خلیل په حجره کې د قافلې د مشرانو میلمستیا وشوه او هغه د سید احمد سره په جهاد کې ګډون ته ژمن شو.
بهرام خان د ارباب سرفراز زوی او په یو دیني ماحول کې سترګې غړولې وې. په ځوانۍ کې دی یو ځل د پنجاب په ګوجرانواله کې خپلو ملو سره د یو کوهي پرغاړه اوبو څښلو له تم شو. هلته څو ښځو منګي ډکول او یوې ورته په ژړا وویل چې مونږ هم ستاسو خویندې یو او دلته سیکانو په زوره راوستي یو، اوس د دوی اولاد زیږوو. که تاسو په ریښتیا پښتانه یئ نو لږ غیرت وکړئ او له دغه سپکاوي مو خلاص کړئ. بهرام خان له دغه پیښې ډېر اغیزمن او د سیکانو نه د خلاصي لارې يې لټولې. د سید احمد راتلل د ده د زړه مراد پوره کړو او د ده ورور جمعه خان هم ورسره شو.
د مجاهدینو قافله لومړی، چارسدې او بیا د اباسین پرغاړه تم شوه. شا و خوا ۸۰۰ نه زیات د پښتونخوا غازیان هم ورسره مله شول. دوی د تورو، خنجر، لږ شمیر جزېل ټوپک او ځینې لرګین ډانګ ( لوړ) سره ورغلي وو. په اکوړي کې جنګ هیچا و نه ګټلو خو د پیښور حاکم یار محمد بارکزی د مجاهدینو له زور ویریدو. بهرام خان، د درانو د مخالفت له کبله، تاکال ته نشو ورتلی او خپل ټبر يې د صوابۍ په یو او بل کلي کې ساتل.
په ۱۱ جنوري ۱۸۲۷م په “هنډ” کې سید احمد د پښتنو مشرانو جرګه راوبلله او ورته يې وویل چې شرعي جهاد د لوټمار لپاره نه وي. هم هلته خلکو د دی خپل امیر ومنلو. دویم جنګ په شېدوو کې و چې یو شپه وړاندې، د یار مجمد له خوا سید احمد ته په ډوډۍ کۍ زهر ورکړی شول او ۶۰۰ نه زیات جنګیالي شهیدان شول. سید احمد د خپلو مجاهدینو سره د بونېر په پنجتار کې میشت شو. د هند نه د دوی لپاره مرستې هم بازکزو په لاره نیولی او ارباب بهرام خان د قافلو د راتیرولو کار په خپله غاړه واخیستو. هغوی د دراني پوځ سره د خبرو نه وروسته، په څه نا څه ډول د مرستو قافلې خوندي پنجتار ته بوتللې.
ارباب بهرام خان په اپریدو او شینوارو کې مخه ور شخصیت او زیات مومند ورسره مله وو. دی د سید احمد یو لیک او هندي استاځو سره پنجتار ته خیبر ته ورغلو نو خلکو ورته هرکلی وویل. قبایل په سر کې د دوی سره مله وو خو وروسته په دوو ډلو شول چې یوه يې د درانو پلویان وو. د اتمانزو، پنجتار، ذیدې او د مایارو جنګونه درانو وبایلل او یار محمد په میدان کې ووژل شو. د ده ورور سلطان محمد خان طلایی چې په ښکاره د سید احمد ملګری و، د سیکانو له خوا د پیښور حاکم شو.
په ۱۸۳۰م د نومبر په میاشت کې بهرام خان د سید احمد د لښکر سره پیښور ته او سلطان محمد دښار نه بهر هزار خانۍ ته لاړو. د هغه ملو سید احمد ته مشوره ورکړه چې پیښور کې دې حکومت جوړ کړي. ان تر دې چې ځینو ورته د بهرام خان نوم واخیستو چې دی به یو ښه حاکم وي. خو سید احمد حکومت نه غوښتو او سلطان محمد خان سره يې روغه وکړه. ده پیښور کې خپل ۱۵۰ کسان د ښار انتظام لپاره پریښودل او پخپله بیرته پنجتار ته ورغلو. د بارکزي سردار په خیانت پیښور او بونیر په کلیو کې د سید احمد مجاهدین په یوه شپه ووژل شول نو دی له پښتنو ناهیلی شو. پنجتار يې پریښودو او د اپریل ۱۸۳۱م کشمیر ته په لار ” بالاکوټ” ته ورسیدل چې بهرام خان هم ورسره و. په ۶ می د سیکانو پوځ د شیر سنګ په مشرۍ د بره غرونو نه په دوی حمله وکړه. بهرام خان د سید احمد سره لکه د سیوري جنګیدو او کله چې هغه شهید شو نو دی او شاه اسمعیل ( د شاه ولی الله نمسی) تر وروستیو شیبو د سیکانو مقابله کوله.
بالاکوټ په میدان کې د شهیدانو د جنازې او د پیژندلو کار په بله ورځ وشو. د جنګ نه ۶ میاشتې وروسته د ارباب بهرام خان وراره او زوم محمد خان په تاکال کې خپلوان راټول کړل او ورته يې وویل چې زه د تره مړی خپل کلي ته راوړل غواړم. هغوی ورته وویل چې د هډوکو راوړل ښه کار نه دی نو ده وویل چې زما تره ډېر په صداقت د سید باچا سره ملا وتړله. خپل ټول مال او ځان يې د خدای په لاره قربان کړل، زما باور دی چې د هغه مری به په قبر کې سلامت وي. بیا ده د لرګي یو تابوت جوړ کړو او د ۴۰ کسانو سره بالاکوټ ته ورغلو. د بهرام خان مړی يې راوویستو نو هغه تازه و، نه يې وجود خراب شوی او نه پکې بد بویی و، د پښې نوکانو رنګ يې اوختی و. دوی مړی په تابوت کې بر تهکال ته یوړو او په پوره درناوۍ د شیخ مامون بابا په ادیره کې يې خاورو ته وسپارلو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.