په روهړي کې یوې غونډۍ د پاسه د محمد بن قاسم جومات کنډوالی اوس هم ښکاري. د دغه ځوان د اتلوالۍ کیسې په اسلامي تاریخ کې یوه افسانوي دوره په ګوته کوي. په ۶۳۲م کې د حضرت محمد (ص) د وفات نه وروسته عربان په بېړیو کې د هند جنوبي ساحلونو ته تجارت لپاره ورتلل. […]