قيرووین

په نړۍ کی تر ټولو پخوانی پوهنتون چی تراوسه کار کوی، د مراکش “جامعته القرووین” دی. د دی بنسټ په ۸۵۹ م کی د “فاس” په ښار کی کیښودل شو چې لګښت يې یوی میرمنې فاطمة الفهرية ورکاو. د فاطمې پلار یو شته من تجار و او د ټیونس نه يې مراکش ته کډه کړې وه. هغه خپلو لوڼو فاطمه او مریم ته په وراثت کی ډېره پېسه پريښې وه. فاطمې هوډ کړې و چې په دغو ټولو پېسو به یو ښکلې جومات جوړوي. فاس د شیعه فاطمي خلافت یوه برخه وه او د جومات سره یوه مدرسه هم جوړه شوه چې وروسته پوهنتون شو. په شمالي افریقه کی اوس هم د فاس جومات تر ټولو لوی او د دې کتابتون تر ټولو پخوانی ګڼلې شي.
هسې خو د نړۍ ټولو زوړ پوهنتون په ۳۵۰۰ ق م کی سومیریانو په میسوپوټیمیا کی جوړ کړو. په دی کی لیک لوست نه علاوه نجوم او د طب ذدکړې کیدې. بل د هند د بهار ايالت “نالنده” هم د نړۍ پخوانی پوهنتون ګڼلی شی چی په ۷۰۰ ق م کی فعاله شو. دلته د هر نسل او مذهب ۱۰ زرو محاصلینو به د کال زدکړې تر سره کولې. د اطالیې “بولونیا” پوهنتون چې په ۱۰۸۸ م کی جوړ شو د اروپا تر ټولو زوړ ګڼلې شي. خو دا ټول د وخت په اوږدو کې بند شول او د ځینو کنډوالې پاتې دي. د قیرووین پوهنتون په دې توګه ځانګړې حیثیت لري چې د درس سلسله پکې تر اوسه روانه ده.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۳ جون ۲۰۱۷ مQaruin

Leave a Reply

Your email address will not be published.