فاطمي خلافت


له ۱۰ پېړۍ دغه اسمعیلي شیعه ټبر ۱۴ مشرانو له شمالي افریقه د فاطمي یا ” الفاطمیون” په لقب حکومت کاو.
په ۷ پېړۍ کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) له مړینې سره د خلافت لپاره عربان د یو بل سره ونښتل. د ۴ خلفا راشدین نه وروسته دغه شخړه لا زیاته او د کربلا جنګ نه وروسته عرب مسلمانان نه یواځې په سیاسي بلکه په عقیده هم وویشل شو. په ۷۵۰م کې اسلامي خلافت د امیه نه عباسیانو لاس ته ورغلو. د نجد تمیم قبیلې امام جعفرصادق ته خلیفه هارون د ” الأغالبة” لقب ورکړی و. د امام جعفر مشر زوی اسمعیل د نورو مسلمانانو سره په شرعي اصولو اختلاف له کبله یوه فرقه (شیعه) جوړه کړه. د ده پلویان به اسمعیلي په لقب پیژندل کیده خو دوی د خپلې عقیدې تبلیغ په ښکاره نه کاو. د عباسیانو له خوا دوی شمالي افریقه ته ورواستول شول.
تر ۱۰ پېړۍ اسمعیلي فرقې د المغرب (ټیونس، الجزایر، مراکش) په بربر قبایلو اغیز له کبله سیاسي قوت پیدا کړو. د اسمعیل زامن او نمسي، د “مستورین” په نوم مشهور وو ځکه ډېر پټ ژوند به يې کاو. ددې فرقې عبیداللہ المهدی په ۹۰۹م کې د “بنو حماد” په نوم د ټیونس په “رقاده” کې د یو خپلواک حکومت بنسټ کیښودو. په ۹۲۱م کې هغه یوه نوی پلازمینه “المهدیه” جوړه کړه او د خلافت لپاره ځان له د “الفاطیمون” لقب غوره کړو چې ګنی دوی د حضرت فاطمه (رض) له نسل وو خو ځینې څېړونکي دا نه مني. مهدي د خپل واک په ۴ کال د مصر د نیولو هڅه وکړه خو ناکامه شو. هغه د خپلو ساحلونو د خوندي ساتلو لپاره، بازنطینی واکمنو سره تړون وکړو او بحري ځواک يې هم جوړ کړو. فاطمي حکومت لیرې پرتو سیمو ته اسمعیلي شیعه اسلام خپرولو له خپل مشیران او سفیران ورلېږل او په حاکمانو يې مال شیندلو. مهدي ۲۵ کاله حکومت وکړو خو د فاطمي واکمنو ژوند پټ او کله کله خلیفه له مړینې یو کال وروسته به خلک خبریدل. خلیفه به د خپل ځای ناستي نوم هم نه ښکاره کاو.
نوی فاطمي خلیفه په ۹۴۸م کې ” قیروان” او بیا المنصوریه خپل مرکز کړو. د اسمعیلي مبلغینو ډلې سندهه او ملتان ته هم تلې راتلې او تر ۹۵۹ م د شمالي سنده واکمن اسمعیلي شیعه مسلمان شو. په ۹۶۸ م کې د ملتان لودی حاکم هم د عباسیانو نه پړی وشلاو او د فاطمي خلافت تابع شو. په ۹۶۹م کې مصر په نیولو قاهره د فاطمي حکومت پلازمینه شوه. دوی د مهدي موعود د راتلو پیشګویی اعلان کړه چې د ۱۲ پېړۍ په پېل نړۍ به په یو الهامي جنګ کې ختمېږي.
د ملتان لودي حاکم اسمعیلي عقیده ومنله او هندو شاهي ګندهارا باچاهانو سره يې لاسونه یو کړل. د غزني سلطان محمود سني او په پارس کې د اسمعیلي قوت په زیاتیدو اندیښمن و. په ۹۹۸ م کې هغه پرتخت کیناستو سره ملتان او سنده کې اسمعیلي شیعه زور ماتولو په تکل شو. خو هلته تلو لپاره، د راجه جېپال سیمه ترمنځ وه چې په لغمان کې يې د سبکتګین له لښکر ماتې خوړلې وه. سلطان محمود د اسمٰعیلی شیعه خلاف جهاد اعلان کړو او په لومړي ځل خپل پوځ ته يې د ”غازی” لقب ورکړو. په ۱۰۰۱ م کې د جېپال له ماتې وروسته، د هغه زوی آنند پال د ملتان اسمعیلیانو په ملاتړ د یو لوی دفاعي جنګ تیاري وکړه. خو تر ۱۰۰۵م، محمود په څو حملو کې دغه ګډ پوځ مات کړو او په هند د فاطمی حکومت ارمان پوره نشو. ښایی مذهبي جوش نه علاوه سلطان محمود عباسي خلیفه نه د خپل حکومت قانوني جواز هم غوښتو چې دی يې په لویو القابو ونمانځلو.
د صلیبي جنګونو په وخت صلاح الدین ایوبي د اسلامي نړۍ اتل شو. د مصر زیات وګړي سني مسلمانان و نو هلته ” ایوبي خلافت ” جوړ شو. د فاطمي واک په پای اسمعیلي فرقه هم مخ په زوال شوه. د خلیفه مستنصربالله په مړینې، د ده دوو زامنو نظار او المستعالی د امامت لپاره ناندریو کې د دوی پېروان هم په دوو برخو “نظاري” او “مستعالي” په نوم تقسیم شول. تر ۱۰۸۴م یوه ډله “الطیب” سره پاتې وه چې د یمن یوه ملکه ” اروه الصالحي” يې د اسمعیلیانو مشره کړه او پخپله ژوندی ورک شو. په ۱۲ پېړۍ کې اسمعیلیانو د هند په ګجرات او راجستان کې نورو وړو فرقو، علوي، داودي، سلیماني او په بوهره نومونو ووېشل شو. له ۹۰۹ م تر ۱۱۷۱م فاطمين په اسلامي تاریخ او تمدن یوه طلایی دوره هم ګڼلې شي.
د قاهرې په میوزیم کې د فاطمي دور په لرګینو دروازو د وحشي ځناورو کنده کاري ښایی چې دوی د پارس او مرکزي ایشیا هنرمندانو سرپرستي کوله. دوی د مسو او برونزو د مارغانو وړې مجسمې او په لوښو د ځناورو نقاشي غیر اسلامي نه ګڼل. په مصر کې د کاټن او وریښمو په کپړه د مارغانو نقشونه ګنډل کیده. د دې سره سره هغوی د نورو ادعیانو ته د عبادت حق او ورسره يې معاملات هم کول. دوی د علم او د لیک لوست لپاره تعلیمي ادارې جوړولې. د نړۍ لومړی اسلامي پوهنتون د دوی په وخت قیروان کې او د مصر “جامع الازہر” د دوی د علمي ونډې لوی بیلګې دي. فاطمي لوستي خلک او د کتابونو شوقیان وو. هرچا د قرات، حدیث، فقہ، نحو، حساب، نجوم، منطق او د فلسفې کتابونه لرل. د دوی په ماڼیو کې په لکونو کتابونه موجود وو. کله چې ترکانو ورباندې حمله وکړه نو د دوی له کورونو په زرګونو کتابونه يې وسیزل. اوس د هند، پاکستان، یمن، لبنان او شام نه علاوه لږ شمیر اسمعیلیان په ایران کې هم پاتې دي او د دوی ټولو مشر “آغا خان دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.