عثماني سلطنت


د ترکانو ۷۰۰ کاله واک چې د شمالي افریقه نه تر هند ملکونه پکې راټول وو، په ۱۳ میلادي پېړۍ کې پېل شو.
هغه وخت د ترکمانستان نه ارطغرل نومې قبیلې کوچ وکړو او اوسني اناطولیا ته ورسید. هلته دوه ډلې په جنګ وې او سلیمان ارطغرل د یوې ډلې په ملاتړ خپلو ۴۰۰ سپارو سره په جنګ کې د دوی مقابل مات کړ. ارطغرل ته د مننې په توګه اناطولیا کې زمکې ورکړې شوې. د سلیمان له مړینې ۱۷ کاله وروسته په ۱۲۹۸ م کې د هغه زوی عثمان د یو خپلواکه سلطان په توګه تربلقان فتوحات وکړل او دغه د عثماني سلطنت بن سټ و. په ۱۳۶۲م کې سلطان مراد (اول) د ترکي “ادرنه” په نیولو خپل واک ته د “خلافت” نوم ورکړو. بیا مکه او مدینه په نیولو سلطان سلیم د سني مسلمانانو خلیفه شو. ده د پارس او مصر نه علاوه د روم سمندر زیات ملکونه پخپل قلمرو کې شامل کړل.
په ۱۴۰۲ م کې ګوډ تیمور په اناطولیا حمله وکړه، سلطان بایزید یلدرم يې ونیولو او د ده خزانه يې لوټ کړه. شا و خوا ۵۰ کاله وروسته د بایزید ۲۱ کلن زوی محمد (اول) دغه وران سلطنت بیرته پخپلو پښو ودراو. د ۱۵۳۰ م نه د شاهي ټبر میرمنو د عثماني واک په ټینګولو کې مهم رول ولوباو. د خرم سلطان، کوسم سلطان او ترخان سلطان نومونه د یاد وړ دي. بیا پرله پسې نا اهله سلاطینو او داخلي سازشونو له کبلع د حکومت نظام په رژیدو شو.
په ۱۵۴۳ م کې فلسطین د ترکانو لاس ته ورغلو او کله چې سلیمان (عالیشان) بلغراد او هنګري ونیول نو د مرکزي یورپ ملکونه وارخطا شول. تر ۱۵۶۶ م ترکان د یو منظم پوځ او پرمختللي وسلې، بارود او بحري بېړیو سره د یورپ ختیځ او شمالي افریقه ته ورسیدل. په ۱۵۷۱م کې اسپانیې د یورپ نورو کېتهولک ملکونو سره یو ځای په بحره روم کې د ترکانو بحري ځواک وزپلو. ورپسې د امریکه د کشف سره سمندري لاره بدله شوه او عثماني تجارت ګوزار وخوړو. په ۱۶۳۵م کې سلطان مراد (څلورم) وروستی باچا و چې د پوځ مشري يې پخپله وکړه او د صفویانو نه يې بغداد او “یریوان” بیرته واخیستل.
په ۱۶۸۳ م عثماني پوځ د ویانا جنګ بایللو او یورپ کې د دوی وړاندې تګ بند شو. د سلطان ځانګړی “ینيچري” (غلام بچه) پوځ د حکومت په کارونو کې مداخله شروع کړه او د ۱۷ پېړۍ په پېل کې د دوی بغاوت سره په سلطنت کې ګډوډي راغله. د بلقان ډېرې سیمې اتریش ونیولې، مصر او الجزایر خپلواکه شول او برطانیې او فرانسې هلته خپل پوځ ورواستاو. په دغه دور کې ترکي د تعلیمي اصلاحات راوستل او په استنبول کې تخنیکي پوهنتون جوړ شو.
په ۱۷۱۲ م کې د روس خلاف د جنګ او بیا روغې د تړون نه وروسته ترکي کې څه موده ارامي وه. سلطان سلیم (دویم) د ۱۸ پېړۍ په وروستیو کې خپل پوځ د اروپا په شان منظم کړو خو ملایانو او “ینيچري” دواړو د هغه مخالفت وکړو او اخر يې ووژلو. د ده ځای ناستې محمود (دویم) په ۱۸۲۶م کې په زرګونو ينیچري په یوه ورځ ووژل.
په ۱۸۶۳ م کې د ترکي آیین جوړ شو او د دې تر شا هغه ځوانان وو چې په لوېدیځ کې يې سبق ویلې و. په ۱۸۷۵ م کې د روسانو سره د بل جنګ سره رومانیه او بلغاریه د ترکانو له لاسه ووتل. هغه وخت ټول یورپ کې د نسل او ملت پالنې زور شو او وړو ملکونو د عثماني سلطنت نه پړی وشلاو. په ۱۸۷۶ م کې سلطان عبد الحمید ته په دې شرط باچاهي ورکړې شوه چې دی به د پارلیمان فیصلې مني خو دوه کاله وروسته هغه پارلیمان ختم کړو. په ده له هرې خوا فشار راغلو چې پارلیمان بیرته راوغواړي خو د ترکي قانون دومره کمزوری شو چې ولس هم د پارلیمان مخالفت کوو.
په ۱۸۷۷ م کې د فرانسې نپولین په مصرحمله وکړه او دا د ترکانو لاس نه ووتلو. بل کال برطانیې په سلطان زور راوړو چې قبرص ورته په اجاره ورکړي. د روس سره د کرایمیا په جنګ کې هم سلطان مجبور شو چې د برطانیې او فرانسې سره لاس یو کړي. دا په ښکاره د سلطان کمزوري ښودله چې پخپلو فیصلو کې يې اختیار نه لرلو. هغه وخت ترکي ته به يې د “یورپ مرد بیمار” ویل. په ۱۸۹۲ م کې یونان، ورپسې سربیا او بوسنیا ترکي نه ځان بېل کړو.
د ترک ملت پاله ځوانان چې ولس ورسره ملا تړکوو راپاسیدل او په جولایی ۱۹۰۸ م کې سلطان عبد الحمید مجبور شو چې د ۱۸۷۶ م اساسي قانون او پارلیمان بحال کړي. د دغو ګډوډیو ګټه، اسټریا او هنګري واخیسته چې د بوسنیا هرزیګووینا سیمې يې پخپلو کې وویشلې.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د جنوبي ایشیا ۱۰۰ میلینه مسلمانان د برطانیې په واک کې وو. انګریزانو د نړۍ د مسلمانانو مرکز د ترکانو نه عربانو ته د اړولو هڅې کولې. فرانسویانو په الجزایر او مراکش کې د جوماتونو په مقابله کې د تصوف روحاني مرکزونه جوړول. هالینډ پخپل واک کې په مسلمانو ملکونو بندیز لګولې و چې د جمعې په لمانځه کې به د خلیفه عبد الحمید نوم نه یادوي او سلطان، د فلپاین مسلمانانو ته قناعت ورکړو چې پخپله خاوره د امریکې واک وومني.
په ۳۱ مارچ ۱۹۰۹ م کې سلطان عبد الحمید جلا وطن او د ده ورور سلطان محمد (پینځم) خلیفه شو. اطالیه، سربیا، مونټی نیگرو، یونان او بلغاریہ په ګډه د عثماني سلطنت خلاف ” بلقان لیګ” او په ۱۹۱۲ م کې د “بلقان جنګ” شروع کړو. دا د نړۍ لومړی جنګ و چې پکې جنګي الوتکې د بمبارۍ لپاره وکارول شوې.
ترکي تر ۱۹۱۲ م په لیبیا خپل کنټرول ساتلې او شمالي افریقه کې يې خپلې پښې ټینګې کړې وې. د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت ترکي د جرمني سره په انډول آذربایجان” بیرته ونیولو خو په ۱۹۱۷ م کې روس د انقلاب او بل کال د جنګ په ختمیدو، بیا يې وبایللو. د اناطولیا په ختیځ کې “آرمینستان” خلکو روسانو سره د یو ځای کیدو فیصله وکړه. هلته کردانو په زرګونو خلک ووژل چې ترکان پرې بدنامه شول. د لومړي نړۍ وال جنګ په پای (۱۹۱۸) کې عرب خاوره فرانسې او د بحره روم ساحلي ښارونه اطالیی واخیستل.. په ۱۹۲۰ م کې ترک ملت پالو د یونان، اطالیی او فرانسی پوځونه د اناطولیه نه وویستل. اخوا د خلافت لپاره په هند کې پاڅون پېل شو او مسلمانانو ورته پېسې راټولې کړې. په جولای ۱۹۲۳ م کې اروپا ترکی د یو خپلواک وطن په توګه تسلیم کړو.
برطانيې د دوی په ضد عربان راوهڅول او د “هاشمي” ټبر مشر يې د اردن په نوم ملک باچا کړو. “السعود” قبیله يې د مکې او مدینې باچاهۍ ته تیار کړل چې په ۱۹۲۴ م کې د ترکانو نه بېل شو. ورسره په “بیت المقدس” کې د یهودانو لپاره د اسرایل په نوم یو ملک کار پوره شو.
د عثماني سلطنت په ختمیدو ۴۰ نوي ملکونه جوړ شول چې پکې د قبرص ناندریزه سیمه هم شامله وه. د مارچ په ۳ نېټه ۱۹۲۴ م عثماني خلافت ختم او وروستی خلیفه سلطان عبد الحمید (ثاني) د استنبول نه خپل ټبر سره فرانس ته لاړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.