Category: د افغانستان تاريخ

د کابل تاريخچه

د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو. دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل […]

د افغانستان لومړی کاغذي نوټ

د ۱۹۲۵ كال د مارچ ۱۸ نېټه وه، د ماسپښين په دوو بجو د حكومت د ادارو استازي، سوداګر، صنعتګر او د بزګرانواستاځي د کابل د “ګلخانې ماڼۍ” كې سره راټول شوي او د افغانستان د امير امان الله خان خبرې يې اورېدې. پاچا ورته د وزن، کچ او د سکو د اندازو په اړه […]

د افغانستان روپۍ او نورې پېسې

تر شلمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې دوه ډوله روپۍ چلېدې. “کابلي روپۍ” او ” هندي روپۍ” چې د دې دواړو ارزښت معلوم او يو بل نه يې لږ توپير لرلو. کابلي روپۍ هم دوه ډوله وه. “پخه کابلي روپۍ هغه وه چې په مشين جوړه شوې او هواره وه. خامه يا کچه کابلي روپۍ […]

ميرزاکه

په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يو کلي کې چا د منگي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سکه هم ورسره راولوېده. اوبه د يوې کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. دا خبره خله په خله شوه او د کلي واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا د ځان سره بيلچې او کودالونه […]

مغلاني بيگم

د دې خپل نوم مراد بيگم و او د مغلو د ځواکمن وزير قمرالدين امږور وه. ښايي دا د شاهي کورنۍ نه وه خو د ژوند حالات يې زيات نه دي څرگند. مير معين الملک چې خلکو ورته ” ميرمنو” وېل، په ۱۷۵۱ م په لاهور کې د احمد شاه ابدالي سره په جنگ کې […]

زمزمه

د لاهور په تاريخي ښار کی د ميوزيم او د پوهنتون ترمنځ د لوې لارې په سر يوه توپه ليدل کيږي چې ولس يې د بنگيانو توپ او پوه کسان يې د زمزمه په نوم پېژني. توپ خانه د دراني پوځ قوي برخه وه چې پکی په دريو کې دوه برخی درانده توپونه و. په […]

برمکيان

ميلادي کال ۷۲۵ کې عرب مسلمانانو د افغانستان په شمال کې د بلخ په ښار کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړی وه. هغه وخت د ” نوبهار” بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” په لقب يادېدو. د کوريا يو بودايي راهب “هوي چاو” په ۷۲۶ م کې د چين نه په سمندري بېړۍ کې هند […]

په افغانستان کې د مجسمو جوړولو دود

د مور اسطورې مجسمه د نړۍ په ډېرو لرغونو کنډوالو کې رابرسېره شوې ده. مور د هغه وخت د انسان لپاره د ژوند سمبول و چې ماشوم ته يې شېدې ورکولې. زمکه به خلکو ته د مور په شان ايسېده چې بوټي به ترې راشنه شول. بيا يو وخت داسې هم راغلو چې د مور […]

د غزني دروازه

د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي. دا دروازه […]

د مزار ډبر ليک

په ۲۰۰۳ م کې په مزار کې يوډبرليک وموندل شوچې په افغانستان کې د هندو شاهي کورنۍ په اړه يې نوي معلومات په گوته کړل او لسمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې ليکل شوې و. دا هغه وخت و چې د افغانستان جنوبي سيمولکه سيستان کې عرب مسلمانانوخپلې پښې ټينگې کړې وې. ډبرليک په اسلام […]