ضحاک او سهاک

Zahak and faridun
د پارس ژبپوهان باور لري چې د ضحاک نوم د ازيدهاک نه راوتلی دی چې د “اهورا مزدا” دښمن و. دی لکه د بلا په يوې لوړې کلا “کرينتا” کې اوسېدو چې د “ببري” په زمکه جوړه وه. ده د سورا (لمر) او د وايو (سيلۍ) نمانځنه کوله.
په زردشتي دين کې ده ته “بيوراسپ” هم ويل کېده چې مانا يې د لسو زرو اسونو خاوند کېږي. پارسي سرچېنې دا هم وايي چې د ضحاک پلار عرب و نو ځکه هغه د ضحاک تازي په نوم يادېدو. تازي لقب د اصل نسب لپاره کارېدو، لکه تازي اس، يا تازي سپی. . .
د فردوسي په شاهنامه کې ضحاک خپل پلار “مرداس” له وژلو وروستو باچا شو او زر کاله واکمن و. يو وخت د ده مخالفان زيات شول نو ضحاک ټول مشران راوبلل چې د ده د حاکميت منلو لپاره په قانوني پاڼې خپله ټاپه ولګوي. خو يو آهنګر کاوه (کاوی) ناره کړه چې ضحاک د ده اوولس زامن وژلي او اتلسم زوې يې په بند کې ساتلې و. ضحاک د رحم ښودلو لپاره د کاوه اتلسم زوې له بنده ورخوشې کړو. خو کاوه د هغه د حاکميت پاڼه څيرې کړه، له درباره په وتلو کې يې خپل تور کميس وويستلو او د بيرغ په شان يې لوړ کړو. له هغه راهيسې په پارس کې “درفش کاوياني” د بغاوت د بيرغ نښه ګڼل کېږي. د کاوی سره نور خلک هم مله شول او دوي د فريدون په مشرۍ د ضحاک پلازمينه ونيوله او باچا يې تيښتې ته اړ کړو. څه موده وروستو ضحاک بيرته خپلې ماڼۍ ته وردننه شو خو فريدون ونيولو.
فريدون د وژلو پرځای، ضحاک د “ماوند” په غر کې بندي وساتلو اوهم هلته مړ شو. د ضحاک نمسي “کاکوي” د فريدون د ليرې کولوهڅه وکړه خو د فريدون د وراره “پيشنګ” زوی منوچهر نه يې ماتې وخوړه. د منوچهر سرپرست يو سردار “سام” و چې په زوړ عمر کې خدای ورله “زال” نومې زوی ورکړو. دغه زال د رستم پهلوان پلار و.
د منهاج سراج په تاريخ کې ” امير پولاد” د ملک شين اسپ نمسی يا کړوسی بلل شوی دی چې د غور د غرونو واکمن و. شين اسپ بن خورنک (خرنک) د ضهاک باچا له ټبره و. دی په ۶۵۶ م ( ۳۶ هجري) کې د غوريانو د قام مشر و او وروستو ټول غوريان د شين اسپيانو په نوم يادېدل. د شين اسپ توری وروستو په شنسب بدل شو. نو که د شاهنامې ضحاک افسانوي کردار نه و نو ښايي ده په غور کې ژوند کوو.
په اتمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان مرکزي سيمه غور بلل کيده چې ” اوسنی غوربند، ده کندي او باميان ټول په کې شامل و. ” د دې پينځه لوړ غرونه دي چې هزار مرغ، آهنګران، فيروز کوه، سوري، پساوند (سياه بند) نومېږي. دلته هغه څوک به مشر و چې د مټو زور يې لرلو او د پهلوان په لقب يادېدو. د شنسب ټبرامير پولاد او د ده زوی امير کروړ پهلوانان و.
علامه حبيبي شين اسپاني ټبر په څلورو باچاهیو وېشلې دی. د فيروزکوه سلطان، د باميانو سلطان، د غزنه سلطان او د هند غوري سلطان چې په مالوه کې يې مرکز و. د غور يو مرکز منديش و چې د هزار مرغ د غره په لمن کې واقع دی. ښايي د دې ځای باچا تر ټولو لوړمقام لرلو، په ژمي کې مندېش کلا او په اوړي زمينداور ته ورتلو چې د مندېش په شان يوه کلا په کې جوړه وه.
د مندېش نه وروستو بل مرکز د هريرود پر غاړه آهنګران و او درېم مرکز يې فيروزکوه و. په اوومې ميلادي پېړۍ کې چينایي راهب خوان زانګ (هيون څانګ) په خپلو يادښتونو کې وايي چې د دې سيمې باچاهان د يو بل سره خپلوي لري. په ولسي کيسو کې د ضحاک باچاهي په ۷ اقليمو ويشلې وه نو ممکن دا هم هغه د غور باچاهي کورنۍ وې چې د يو بل سره يې خپلوي لرله.
په افسانو کې ضحاک ډېر پوه او ذکي انسان بلل کېږي. ده به د اوسپنې نه داسې توکي جوړول چې خلک به پرې حېرانه پاتې شول او هماغه وه چې ضحاک د کوډګر شهرت هم لري. علامه حبيبي وایي چې ضحاک عرب نه و. د هغه له قوله ” طبري په تصريح د دغه نوم اصل عجمي دی او تازي ياني تازنده د ده لقب و… دا نوم په پښتو منابعو کې “ساک” دی. چې تر اوسه هم موږ په پښتو قبيلو کې ساک لرو او د سهاک هم نوم ږدو. د سيستان سهاکزي او د فارسي ادب سګزي او د سهاکا تاريخي تازنده قوم چې سګستان او د عربو سجستان د دوی په نامه يادېږي او تراوسه هم سهاک زي په سيستان او هلمند کې اوسي.”
حداد ليکي چې “ضحاک ماته وکه د هغه دوه وروڼه او دوه زامن “نهاوند” ته لاړل.” نهاوند د ايران د همدان سره نږدې د ساسانيانو يوه کلا وه چې د عربانو سره په جنګ کې د دوی وروستی سنګر و. د سهاک يا د ضحاک کرکټر افسانوي نه ښکاري ځکه د باميانو د ضحاک ښار د دې باچا سره څه نا څه تړاو لري.
د افغانستان نه بهر د ضحاک يوه کلا د ايران د ختيځ اذربايجان کې هم شته چې د ميلاد نه دوه زره کاله پخوا راهېسې تر تيموري دورې اباده وه. نو ايا دا امکان لري چې ضحاک يو ريښتونی باچا و چې د پارس د ختيځ نه تر افغانستان مرکزي سيمو واکمن و؟ دا چې د تاريخ په کوم پړاو کې او څه وخت ژوندی و، نورې پلټنې غواړي.
سرچينې
۱. جغرافيا تاریخي افغانستان، (پنجاه مقاله) پوهاند عبد الحی حبيبي. بنګاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا- ۱۳۸۲ش.۳۴۴ او ۳۴۵ مخ.
۲. د سيمو تاريخي جغرافيه. له علامه عبد الشکور رشاد سره د مرکو ټولګه- صديق الله بدر.ميوند کلتوري ټولنه – کندهار.۱۳۸۴ ليندۍ- ۱۵۰ نه تر ۱۵۳ مخ.
۳. پټه خزانه- د محمد هوتک بن داود.د پوهنې وزارت د دارالتاليف رياست- دوهم چاپ ۱۳۳۹ هجري شمسي. ۳۱ او ۳۲ مخ
۴. د فردوسي شاهنامه(پښتو ژباړه) ډاکټر صالح محمد زېری، ۱۳۹۲ ش- ۵۸ او ۶۸ مخ
۵. د غوريانو جرړې، ونه او څانګې- قدرت الله حداد. مقاله ۱۹ مارچ ۲۰۱۲ م .

د خپريدو نيټه
۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *