سلطان او امير

L0025002 The Indian Punjabi Mir Munshi Sultan Mohammad
سلطان محمد د سيالکوټ (پنجاب) د يو غريب کروندګر زوی و او شپونکی و. د نولسمې ميلادي پېړۍ پای کې انګريزانو ټول پنجاب نيولی او ځينو سيمو کې يې ښوونځي پرانستي وو. يوه ورځ شپونکي د کلي سره نږدې يو ښوونځی وليدو نو هلته ورغلو. دلته زده کړه ويړيا وه نو دې پکې داخل شو. هغه د سبق په وخت به خپل څاروي ځنګله کې پرېښودل. د لومړيو زدکړو نه وروسته بل ښوونځی يې نه ليدو نو لاهور ته وتښتېدو.
هلته د ورځې به په ښوونځي کې، ماځيګر د اورګاډي په سټيشن د خلکو سره بار چلوو او د شپې به په جومات کې ويده شو. د محلت خلکو به په جومات کې ايسارو له ډوډۍ ورکوله. هغه جومات ته د افغانستان يو سردار هم د لمانځه لپاره ورتلو. يوه ورځ يې سلطان محمد وليدو چې ښه لوستی ځوان و نو له هغه يې پوښتنه وکړه چې افغانستان ته ځې. ده ورته “هو” وکړل او کابل ته ورسره روان شو. هغه وخت د افغانستان امير عبد الرحمان خان د انګريزانو سره د ډيورنډ کرښې په اړه مذاکرات کول. سلطان محمد د افغانستان د ژباړونکو سره په هغو خبرو کې ګډون وکړو. امير هم د ده له استعداد خبر شو نو خپل مشر سکرتر او بيا يې وزير وټاکلو. خو د سلطان محمد پر ضد په دربار کې تل سازشونه کيدل ځکه دی افغان نه و. څو وارې هغه د انګريز جاسوس په نوم تورن او د مرګ په سزا محکوم شو خو امير عبد الرحمان وژغورلو.
دی د يو ملنګ په جامه کې له افغانستان وتښتېدو او بيرته لاهورته لاړو. هلته په رسېدو انګريزانو په دې شک ونيولو چې ګوندې سلطان محمد د افغانستان جاسوس و. د خوشې کېدو نه وروسته هغه په انګلستان کې ډاکټرې اينا هيملټن ته ليک ورواستاو. هيملټن په افغانستان کې د تجارت د لارې ښه ګټه کړې وه او په انګلستان کې يې ښه کور او ژوند لرلو. کله چې هغ د ده له حاله خبره شوه نو دی يې انګلستان ته وروغوښتو او په کيمبرج پوهنتون کې د قانون زدکړو لپاره يې ورسره مرسته وکړه.
امير عبد الرحمن خبر شو چې سلطان محمد په لندن کې دی نو هغه ته يې وړانديز وکړو چې هلته د افغانستان سفير شي. هماهغه وه چې سلطان د سبق سره د افغانستان د سفير دنده هم سر ته ورسوله. د قانون د سند او تحصیل نامې له تر لاسه کولو وروسته هغه بېرته سيالکوټ ته لاړو او کور يې ودان کړو.
د سلطان محمد زوی نامتو شاعر فيض احمد فيض وايي چې ځېني خلک دعوه کوي چې “پدرم سلطان بود” خو زما مور او پلار دواړه سلطان وو. د سلطان محمد د ميرمنې نوم سلطان فاطمه و.
د اردو ژبې ژورناليسټ او ليکوال آصف جيلاني سره په ۱۹۶۵ م کې د فيض مرکه-
د خپريدو نيټه
۱۷ مارچ ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

7 Comments

Add a Comment
  1. Sanaa ullah khan yousafzai

    مکمل معلوماتو تہ ضرورت دی

  2. We appreciate your work.It is great and worthy

  3. shah wali khan Sahak

    محترمی صفیه حلیم خورکی سلامونه می وه منه.
    زه دستاسو دلیکنی همیشنی لوستونکی یم په لنډوباید وه وایم چی دافغانستا ن هغه وخت حکومت دسلطان محمد دسفیرپه توکه په لندن ټا کل ماته دوه پیغامونه راکوی
    1. پخوانی ا فغانی مشرانو تل دباکستان دخلکواو دهغه وخت ځا یی حکو مت دارانوسره مرسته کړی اوپه خپله غیږه کی یی ځای وړکړی دی اواعتباریی پری کړی دی خو اوس هم اعتبارپری کوی خو دپاکستا ن حکومت اوخلک داعتبار وړ ندی اواعتبار پری نه کیږی ځکه دوی په خپل څنک کی قوی او رغښتلی افغان حکومت نه غواړی .
    2. دافغانستان د پخوانیوواکدارانواو خلکو او نه د اوسنی حکومت اوخلکو د پاکستان دهغه او اسنی وخت د خلکواووا کدارانوسره اړیکی خرابی کړی دی اونه یودبل څخه خلا صون لری ځکه چی دواړه هیوادونه مسلمانانان دی ،قومی شرکت لری،کاونډیان دی اوکټی یی یو دبل سره شریکی دی باید تل دواړه هیوادونه یو دبل سره دوروری په فضا کی ژوند او کاروکړی او یو بل ته مشکلات جوړ نکړی چی دا به ددواړو په خیراودواړه هیوادونه پری پرمختګ کولای شی
    مننه شاه ولی ساه ک

  4. محبوبه اکبر

    مننه آغلې ښکلي مالومات دي .

  5. ګراني خوري ستاسو دالیکنه ماته بي الکل نوی وه ، فیض احمد فیض ددي سیمي انقلابي شاعر ؤ اوکمونستي اییولوژي درلونکی ؤ . خوتکړه شاعر ؤ

  6. I have read some of the article and I loved it.very informative.
    Great work

  7. صفیی جانې ته سلامونه او درناوي
    سلطان محمدخان میرمن هملتن چي انګریزانو ته یې جاسوسی کوله او ددربارخبرې به یې هغوی ته رسولې او دامیر دناروعۍ ټول معلومات هم دي انګریزانو ته رسول . بی لارې کړ ، دهغې په مرسته یې خپله شتمي له کابل وایسته او میرمنی یې په کابل کې ترې پاتې شوې ، دی لندن ته په هملتن پسې ولاړ ، هلته یې داخله واخیسته عبدالرحمان ده ته خورا په قهرو ، همداوه چي څو هغه ژوندی و دی هند ته رانغی ، دسفارت خبره یو جوړه شوې او جعلي خبره ده چې زیاترو لیکوالو دفیض احمد فیض په حواله لیکلي اوسمه نه ده . کله چي په ۱۹۰۷ کال امیرحبیب الله خان هند ته دری میاشتنی سفر درلود پرهغه مهال میرمنشې هم له لندنه هند ته راغلی و ، کله چې امیرحبیب الله خان د شیخ احمد سرهندی مزارته ولاړ میرمنشي هلته له حبیب الله خان سره مخامخ شو ، د بښنې په خاطر یې پښو ته ولوید خو هغه په لته وواهه او نوکرانو ته یې امر وکړئ چي دغه نجس مې له مخې لرې کړئ . د سلطان محمد خان د سفیر کیدو په اړه هیڅ ډول رسمي سند نشته او نه هم انګریزانو دغه کار مانه ، انګریزانو تل د افغانستان سیاسی څارنه د هندوستان د ویسرای له لارې کوله نه د لندن له لارې ،
    بس همدومره
    رشید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *