رګ بي بي

central asian example
د بغلان ولايت د پلخمري نه لس کلوميټرجنوب کې د غره په ډډې يواس توږل شوی ښکاري. نږدې د شامرک کلي خلکو د رګ بي بي په نوم يادوو چې په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د ځينو بهرنيانو د پام وړ شو. خو دا نقش د زمکې نه دومره لوړ و چې پلټنې پرې ونشوې.
په ۲۰۰۳ م کې د افغانستان د کلتوري ميرات د ساتنې ټولنه او د برطانيې د ميوزيم په ګډو هڅو په دې څېړنه وشوه. دا ځای د سرخ کوتل د کوشاني معبد کنډوالو ته ډېر نږدې دی او داسې اندازه وشوه چې د هغه وخت د تاريخ سره تړاو لري. دا نقش پنځه ميټر لوړ او شپږ نيم ميټر پلن جوړ شوی دی او په لومړي نظر کې د يو ښکار ننداره ښکاري. يو سړی چې دوه نيم ميټر دنګ او په اس سپور دی د دوو ځناورو پسې ځغلي. د ده سره درې نور کسان هم دي چې دوه د اس شا ته ولاړ او يو په بل اس سپور وو. يو څلورم کس هم ممکن جوړ وي چې د لاس نښې يې پاتې دي. د اس سر، مخکینۍ ښې پښه او د سپور وجود رژېدلي دي. د اس سره جوخت د يو بل اس د سرتت نښې دي. د دې د پاسه ځينې نور جوړښتونه هم وو چې وران شوي دي.
د اس په واګو هغه څرخي نښه ده چې د درېيم او پنځم ميلادي پېړيو تر منځ په پارس او مرکزي اسیا په ځينو نورو سيمو کې ورته نقشونو کې هم ښکاري. په اس سپورسړي دواړه پښې يوې ډډې ته جوړ دي چې له ډبرېنو نښو نه يې اندازه کېدی شي. د ده ويښته د هغه وخت په ساساني بڼه کې جوړ دي او له دي باور کېږي چې، د پارس ساساني باچا شاه پور(اول) دی. ده د ۲۴۰ م نه تر ۲۷۲ م پورې حکومت کوو او د افغانستان شمال يې د کوشان واکمن نه نيولی و. په بل اس سپور ممکن هغه کشان باچا وي چې د ده واک يې ومنلو. د شاه پور د حملې پر وخت کوشان سلطنت په دوو برخو ويشلی و چې ختيځه برخه يې د درېیم کنشکا او لوېديځه يې د دويم وسوديوا په لاس کې وو.
د بغلان د دې تېږې په نقش کې د اس د پښو لاندې د سپرو له خوا ښکار شوی ځناور جوړ دی چې لوی غاښونه لري. په لومړي نظر دا يوه بلا يا افسانوي ديو ښکاري. خو د دې په پوزه د يو ښکر لپاره سوری جوړدی، نو که په دې ځناور يو ښکر ورزيات شي نو دا “ګينډه” يا د انګريزي “راينوسرس” جوړيږي. دغسې سوري د دې نقش په بېلا بېلو برخو جوړدي چې ښايي ټوله ننداره په تيږې کې نه ده نقش، بلکه د خټو جوړ ځينې برخې يې د پاسه پرې نښلول شوي وو. د ځناورغوږونه هم وروسته لګول شوي دي. په دې ټول نقش، پلستر او رنګ وهل شوي و چې د ډبرې يوه برخه ښکاره شي. خو د ګېنډې غاښونه دومره لوی او تيره نه وي نو ښايي چې جوړونکي به اصل نه وي ليدلی او يا هغې نندارې ته يې افسانوي بڼه ورکولو لپاره پکې نښلولي وو. هم دغسې د ده ژبه يوې خوا ته راوتلې ده چې د ده د مړينې يا وژل کېدو نښه ده.
د دې نقش ښي لاس ته هم دغسې يو بل ځناور د تيښتې په حال جوړ و چې څرمنه يې لکه د مهي ښکاري. دا هم د بل ځناور هومره لوی دی خو سر او وړاندينۍ ښې لينګی مات دي.
د دې نقش نه بره يوه حاشيه وه چې په ښي اوګس لاس په دواړو ګوټونو کې خال خال نښې ښکاري. د اصل ليو(پلستر) او د رنګ نښې اوس هم ګسې خوا بره کونج کې ليدل کېږي. دا حاشيه د يو پټکي يا د تاج په شان انځور لري.
د تيږې دا ننداره په لرغوني وختونو کې ممکن زلزلې او انسانانو له خوا وران شوی وي.
په دې نقش کې د هغه وخت د ساساني دورې د ملکونو د نيولو تاريخ پټ دی. د پارس د باچاهانو هغه نښې چې ايران کې په غرونو او تيږو جوړ دي، پوره په ډبرو کې کنده شوي دي. خو د افغانستان نقش نيمايي په تيږې کې توږل شوې دی چې ښايي يا خو دومره هنرمندان يې نه لرل او يا ورسره وخت نه و. په درېيمې ميلادي پېړۍ کې د پارس ساساني واکمن د خپل سلطنت په پراخولو بوخت وو.
هغه دوه ځناور(ګينډه) چې دی يې په ښکارلګيا دی، نه په ايران او نه افغانستان کې وي. دا د هند ځناور دی او تر ۱۷ ميلادي پېړۍ، پېښورکې هم موندل کيده. په دې ننداره کې د آم ونه هم جوړه ده چې په هند کې کېږي. ښايي شاه پور يا خو د هند د نيولو ارماني و او دا ننداره يې د خپل شان او ځواک د ښودلو لپاره خوښه کړه.
په ۲۰۰۴ م کې يو فرانسوي عکاس د نوې او پرمخ تللي کيمرې د لارې د دې نقش سکن کړو. په دې کار اوس د کمپيوټر د لارې د دې جزئيات ليدلی شي او ممکن نوي خبرې پکې راڅرګندې شي. دې لرغوني نقش ته ولې او څه وخت، د رګ بي بي نوم ورکړو، څرګنده نه ده. خو د افغانستان په خاوره د داسې يو نقش بله بېلګه نشته.
سرچينې
۱. د افغانستان د کلتوري ميراث د ژغورلو ادارې، د ويبپاڼې مقاله.
۲.د ساساني ايران پورته کيدل. د بي- اې ليتوينسکي مقاله. مرکزي ايشيا د تمدن تاريخ-دوېم ټوک، يونيسکو خپرونې، ۱۹۹۴ م

د خپريدو نيټه
۴ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.