Category: جوړښت

د پیښور دارالعلوم

خلک يې د اسلامیه کالج په نوم پېژني چې بنیاد يې په ۲۱ مارچ ۱۹۱۲ م د ترنګزو حاجي صیب کیښودو. پښتونخوا په ۱۹۰۱ م د پنجاب نه بېل یوه صوبه (سرحد) شوه. هغه وخت د دې په پیښور کې یو “ایډورډز” کالج و او د لوړو زدکړو لپاره به ځوانان د هند نورو سیمو […]

د هرات کلا

ښايي لومړيو انسانانو د هريردو په غاړه ژوند په هغې غونډۍ پېل کړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده. تر اوسه د هرات نه موندل شوي تر ټولو پخواني توکي د ۶ ق م پېړۍ نه راپاتې دي. ګومان کېږي چې هغه وخت دلته د خاورو يوه کلا موجوده وه. خو د هغې […]

د هرات مصلا

د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار تيموري دورې د ودانيو لپاره شهرت لري چې مصلا نومېږي. په دې کې مدرسه، جومات او د شاهي ټبرمقبرې شاملې وې. په ۱۴۰۵ م کې د امير تيمور له مړينې سره د ده زوی شاهرخ ميرزا د لوی خراسان باچا شو. د ده پلازمينه په هرات کې […]

د پېښور دروازې

پېښور د تاريخ په اوږدو کې د يرغلګرو په لاره پروت و نو ځکه په هر دور کې ښايي ددې چاپېره به يو حفاظتي دېوال او پکې دروازې ضرور وې. هغه ۱۶ دروازې چې اوس يې نومونه پاتې دي، ځينې په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د سيکانو له خوا جوړې شوې. د دوی جوړ ديوال […]

د هرات جامع جومات

د اسلام نه وړاندې په هرات کې زردشتي دين نه علاوه د نورو عقيدو خلکو هم خپل عبادت ځايونه لرل. هغه ځای، چې اوس پرې جامع جومات جوړ دی، يو وخت دوه اورتون لرل. دا دواړه په زلزلو او اور کې ويجاړ شوي وو. په ۱۲۰۰ ميلادي ( ۵۹۷ ه) کې په دې زمکې د […]

پنجاب کې د لوديانو جومات

د اوسني پاکستان په خاوره ترټولو زوړ جومات ایمن اباد کې دی چې په ۱۵ ميلادي پېړۍ کې لودي واکمنو جوړ کړی و. ايمن اباد د ګوجرانوالا (پنجاب) یو ورکوټی ښار دې. دلته د مسلمانانو، هندوانو او سکانو ډېرې ښایسته تاریخې ودانۍ دي، هغه حویلۍ چه د کشمير نه ورغلې شاهي کورنۍ خلکو د مغلو […]

کيږدۍ

د کوچيانو کيږدۍ چې په نورو ځايونو کې خيمه او تمبو نومېږي، زيات وخت د اوښ د څرمنې نه جوړ وي. کوچيان د پړاو لپاره زيات وخت معلوم او اوبو ته نږدې ځايونه غوره کوي او هغه ځای ته د رسېدو سره له اوښانو او خرو بار پرانيزي. د هر چا کار معلوم وي او […]

څلوېښت جينکۍ

په ۲۰۰۵ م اوړي کې د وردګو يوې درې نه تېرېدو چې ليرې د خاورو د رنګ په يوې غونډۍ کې د کلا نښې ښکاره شوې. د هغه ځای اوسيدونکي يو همکار راته وويل چې دا “چهل دختران” نومېږي. د ځايي خلکو له خولې يوه کيسه يې وکړه چې يو وخت جنګ و. افغانستان په […]

د زديان مناره

په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان په اړه معلوماتي پاڼو او کتابونو کې هيچا د دې منارې ذکر نه دی کړی. سبب يې دا و چې د بلخ او دولت اباد تر منځ په خام سړک ورتلل ګران وو. د بلخ نه ۲۷ کلوميټر ليرې د دولت اباد په ولسوالۍ کې يو ترکمن کلی […]

د اټک کلا

اټک ته پخوا خلکو اټک بنارس ويل ځکه دلته د دوو سيندونو (اباسين او کابل) اوبه يو ځای کېږي او هندوانو سپيڅلی ګاڼه. په ۱۵۵۵ م کې د مغل باچا همايون د مړينې نه وروسته د ده يو زوی جلال الدين محمد اکبر د هندوستان او بل ميرزا محمد حکيم د کابل او پېښور واکمن […]