روهتاس او روهتاس


د هندوستان په بهار صوبه کې سون سیند ته نزدې په یوې لوړې غونډۍ روهتاس اوس هم د نړۍ تر ټولو لویه کلا ده. په ۴۲ مربع کلومیټرکې جوړه دا کلا ۸۳ دروازې، د زمکې لاندې ټونلونه او پټې لارې او چاپېره ترې ۳۰ کلي اباد وو. کلا ته د ورختلو لپاره غر کې په ۲۰۰۰ ټیټو پوڼیو یو وخت هاتیان ورتلل او په لویه دروازه د څاربرج نه یومیل وراخوا، د کلا ودانۍ وې.
په بهار کې ۹ لوی وړې کلاګانې هم وې چې بکسر، دربهنګه، دیو، جلال ګړه او مونګیر مشهور وو. په ۱۵۳۸م کې شیر شاه سوري “چنارکلا” مغل همایون سره په جنګ کې وبایلله چې د ده د واک پایه پکې ټینګه وه. هغه په پوځي توګه کمزورې او د یو لوی جنګ توان يې نه لرلو نو د روهتاس نیولو ته يې چل جوړ کړو. د هغه ځای راجا ته يې پیغام ورواستاو چې دی بنګال ته د تلو نه وړاندې خپله خزانه، میرمنې او ماشومان د ده په حفاظت کې پریږدي. راجه ورسره ومنل او په ټاکلي ورځ کلا ته د شیرشاهي ټبر ډولۍ روانې شوې. هره ډولۍ د۴ سړو په اوږه وه او په لویه دروازه محافظانو له نظره تیرکړل. د ښځو او ماشومانو په لیدو يې ورته د وړاندې تلو اجازه ورکړه. بیا دوی شا ته ډولۍ بې له کتلو وړاندې پریښودل چې پکې وسله وال پوځ ناست وو. کله چې لوی شمیر جنګیالي کلا ته ورسیدل نو هلته محافظان يې پړ کړل او راجا په یو پټ لار کلا نه ووتلو. په روهتاس کې شیر شاه ۱۰۰۰ تکړه ځوانان هر وخت ساتل او په ۱۵۴۳م کې جنرل هیبت خان نیازي د دې په لویدیځ کې د سپینې تیږې، جامع جومات جوړ کړو چې ۳ ګومبدې لري. یو سوري داروغه ” حبش خان” مقبره هم هلته جوړه ده.
شیر شاه د روهتاس په شان پنجاب کې د یو وړوکي کلا د جوړولو فیصله وکړه چې لوی سبب يې په پوټهوار کې مغل پلوي، ” ګکهړ” قام بغاوت او له کابل د همایون امکاني حملې وېره وه. د سوریانو یو مهندس (آرکیټکټ) الاول خان د جونپور سردار محمد خان سور زوی و. هغه د هندوانو عبادت ځایونو، جوماتونو او کلا گانو جوړښت نه په الهام د شیر شاه لپاره نوي سټایل نقشې جوړولې. د جهلم ښار نه ۱۰ ميله سوېل ته د دوو لرغونو سیندونو وچه زمکه د وړوکي روهتاس لپاره غوره کړې شوه. دلته د زرګونو کالو په سیلابونو کلکې خاورې د یوې هوارې غونډۍ بڼه اخستې وه چې “منډۍ” نومیده. خلک به دلته د خپل تجارتي مال خرڅولو له راټولیدل او د پخو خښتو له یو “باولۍ” به يې د څښلو اوبه اخیستې. د جهلم روهتاس د شیر شاه یو تکړه وزیر “ټوډرمل” تر څارنې جوړیدو او هغه ۵ کلومیټر زمکه کې د دېوالونو نښې واچولې. د دې بنسټ په ۲۵ مې ۱۵۴۲م کیښودل شو. هغه وخت کلاګانې به له پخو خښتو جوړیدی خو روهتاس لپاره د لوی تیږې نه پرې شوي خښتې وکارول شوې چې نزدې یو غر نه به يې په سټک او نېشه رابیلول. مزدوران د ګکهړ حملو له ویرې نه راتلل او ټوډر مل د شیرشاه یوه خښته توږلو لپاره مزدور ته د سرو زرو یوه روپۍ ورکوله. د مزدورانو د حفاظت لپاره پوځي دستې هم ځای په ځای شوې. د روهتاس د لګښت اندازه هغه وخت ۳۴ لکه او ۲۵ زره روپۍ وه چې وروسته تاج محل ترې ارزان جوړ شو. دغه لګښت په یو تیږې کنده شو چې وروسته ورکه شوه. د کلا جوړولو لپاره ۳ لکه مزدوران په یو وخت به کار کې بوخت وو. روهتاس کلا په ۴ کاله، ۷ میاشتې او ۲۱ ورځو کې مکمل شو چې هغه وخت یو ریکارډ و. د کلا په نقشه کې بدلون راوستل شو ځکه اصل حصار په څو ځایونو کې ړنګ یا ترمیم او مخ ته يې نورې ودانۍ او حصارونه جوړ شول.
د دې کلا ۱۲ دروازې په دودیزه توګه د سمتونو او سیمو په نوم وو. شمال لوري ته “کابل دروازه” د یو حصار تر شا وړه دفاعي کلا ده. ختیځ کې “گټیالی دروازه” “گټیال پتن لور ته او ګړوال (ګډوال) دروازه کشمیر لوري ته خلاصیده. “سهېل دروازه” جنوب (سوېل) ته د “سهیل غازي” زیارت ته منسوب ده خو څرګنده نه ده چې دروازه د زیارت په نوم ده او که زیارت د دروازې په نوم؟ ” پیپل دروازه” د یوې ونې په نوم او ” خواص خان دروازه” د شیر شاه د نامتو جنرل په نوم مشهور دي. کلا ته د ورتلو لویه دروازه، “هزار خاني” رسمي او ورباندې ګیلري او چترۍ جوړې دي. دلته یوې باولۍ ته ټیټې پوڼۍ ورغلي دي چې هر پوړ کې دواړو غاړو ته وړې کوټې د شاهي حمام لري.
“طلاقي دروازه” د هاتیانو د تلو راتلو لاره او ټیټې لوی پوڼۍ لري. په “شیشي دروازه” شیشه او کاشي خښتې لګیدلې وې. ” لنګرخاني دروازه هغو لویو ودانیو ته خلاصېده چې پکې د زرګونو خلکو لپاره ډوډۍ پخیده. ښایی پخلنځای د کلا نه وړاندې جوړ وي. “موري دروازه” ولسي نوم دی او “بادشاهي دروازې څنګ ته یو زیارت ” شاه چاند” نومېږي. د روایاتو له مخې دلته د یو مشکي قبر دی چې د کلا جوړونکو مزدورانو ته به يې اوبه ورکولې.
د روهتاس په فصیل ۶۸ برجونه، ۱۸۴ د څار پوستې، ۶۸۸۱ کنګرې او ټول کلا کې ۸۵۵۶ پوڼۍ دي. ” شاه مسجد” او څو باولۍ د پوځ لپاره وو او د باچا یا امیرانو لپاره استوګنځای نه وو. مغل باچاهان د لاهورنه کابل ته په لار روهتاس کې په خیمو کې ایساریدل او وروسته د دوی یو وزیر “راجه مان سنګ” د کلا په منځ کې ځان له یو وړوکی کورجوړ کړو. دا مکمل دفاعي کلا وه خو بیا هم په دروازو او جومات د ښایست لپاره نقاشي شوی وه چې اوس هم ښکاري. په مرمرو او زیږه تیږو د الله پاک نومونه او قراني آیتونه په نسخ خط کې کنده شوی دي. په خواص خان دروازه په دوو ډبرو کلیمہ او قرآنی آیات لوستل کېږي او د سهیل دروازې چترۍ د هندوانو د جوړښت سټایل دی. په کلا کې څو بندي خانې او د غرغرو لپاره “پهانسي ګهاټ” هم شته. د شیر شاه نه وروسته، د ده زوی اسلام شاه ځایی خلکو ته په کلا کې دننه د کورونو جوړولو اجازه ورکړه. د هغه په اند خلک به يې ساتنه کوي خو داسې و نشول.
د “روهتاس ګاون” خلکو د کلا نه تیږې رانړولې او خپل کورونه يې جوړول. اوس کلا ته تلونکي لومړی د دغه کلي له کوڅو تیرېږي چې پکې بدرنګه کورونه جوړ دي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.