
په کندهار کې موندل شوی ډبر لیک، د میلاد څخه دوه پېړۍ وړاندې، د یو کور په دېوال کې خښ و.
په کندهار کې د میلاد نه درې پېړۍ وړاندې یوناني او ارامیک سرکاري ژبې وې او هلته نه موندل شوی د اشوکا په ډبر لیک هم دغه دواړه ژبې کنده وې. خو په یوناني ژبې کې کنده شوی دغه ډبر لیک، د ناراتوس زوی، سوفایټوس له خوا د خپل کور په دېوال کې ولګول شو. دواړه نومونه په هندي کې سوبهوتي او ناراده، تلفظ کېږي.
په ۶۰۰ ق م کې د کندهار او غزني تر منځ خپلواکه سیمه د اراکوزیا په نوم یادیده. د یوناني مورخ سټرابو له خوا دا د هند یو ښار او دې ځای اوسیدونکي ”هنديان” وو. د څلورم او پینځم ق م پېړیو د یونان په سکو د سوفایټوس ستراپی( صوبه دار) نوم کنده دی. دویم سوفایټیس د ختیځو صوبو حاکم و او په ۳۰۰ ق م کې په یوناني بڼه د خپل نوم سکه يې هم ضرب کړی وه. ځینې لرغون پوهان باور لري چې دا دواړه نومونه د یو کس و. څرګنده نه ده چې د اراکوزیا د دغه ډبر لیک خاوند، د هغه سوفایټوس حاکم وارث وو او که بل څوک. د “سوفایټیس” په نوم دریم کس د باختر باچا و چې په څلورم ق م پېړۍ کې د اسکندر د حملې په وخت یوناني پوځ ته تسلیم شو. د دې پوښتنې جواب نشته چې د باختر او د ارکوزیا باچاهان د یو بل خپلوان وو او که نا دا یو عمومي نوم و.
په ډبرلیک کې وایی چې د سوفایټوس د ژوند لومړي کلونه په بربادۍ کې تیر شول خو وروسته بخت ورسره یاري وکړه او شته مني يې په برخه شوه. ځینې څېړونکي د دې سبب په دویمې میلادي پېړۍ کې په اراکوزیا د یونان باختري حمله ګڼي. دا اندازه شوی ده چې هغه وخت هندي نژاد یوناني، سوفایټوس کورنۍ ته د “موریه سلطنت” له خوا د اراکوزیا حاکمیت ورکړی شو. په ۱۹۰ میلادي کال کې په اراکوزیا، د یونان باختر باچا دیمیتریوس حمله وکړه او دا سیمه د موریه سلطنت له لاسه ووتله نو شته من خلک له ښاره وتښتیدل.
سوفایټوس، چې په یوناني تمدن کې رالوی شوی او دا ژبه يې هم زده وه، ډېر وروسته ځان له پخپله په رسمي یوناني او ادبي ژبې کې یو یادګاري څلی جوړ کړو. د ده هدف د لوړې طبقې خلکو ته ځان ښودل وو چې دی هم متمدن یوناني و. خو معلومه نه ده چې د اراکوزیا تعلیم یافته یونانیانو هغه وخت سوفایټوس ته په کوم نظر کتل. د ډبرلیک شاعري په روانه ادبي یوناني (ایټیکه) کې ده خو د قافیې یوه تیروتنه لري. دا هم څرګنده نه ده چې سوفایټوس دا پخپله ولیکلو او که د سیمې یو مسلکي شاعر يې کرایه کړی و. ممکن په اصل شعر کې دریمګړي ( ټیکه دار) ګوتې وهلې وي چې د کنده کوونکي کار يې څارلو. خو سوفایټوس ده دومره تعلیم کړی و چې په یوناني ادبیاتو او هنر پوهیدو او د متن د بدلولو جوګه و نو کیدایشي چې دا بدلون يې پخپله راوستی وي. بیا هم هغه په دې نه پوهیدو چې په شعر کې بدلون د دې سیلابونو ( قافیه –ردیف) ته زیان رسوي. د سوفایټوس ډبرلیک پښتومتن داسې دی.
“تر اوږدې مودې زما د نیکونو کورنۍ، ښه شته منه وه چې د دریو بدبختیو له کبله نه ماتیدونکی جنګ کې هرڅه برباد شول. خو زه سوفایټوس د ناراتوس زوی، دومره وړوکی وم چې په دې بې رحمانه وخت کې مې مور او پلار ملاتړ د لاسه ورکړو. هغوی چې د تورې او د تخلیق لوړ مقام ته رسیدلي وو او د اصیلو خلکو سره به يې اړیکې وې، په خپل زیار، زما د نیکونو کور بیا اباد کړو. د دوی مال ورته نوره میوه ورکړه او د “میوز او شوټر” ( د تخلیق اسطورې، چې اپالو يې مشر وي) په ملاتړ اوج ته ورسیدل. دوی د اشرافو سره یو ځای شول او دومره خواري يې وکړه چې د میوو په تجارت خپل ابایی ټاټوبی بیرته جوړ کړو. زه چې کله له کوره ووتلم نو اراده مې کړی وه چې ترهغې به بیرته نه راځم تر څو لاسونه مې په ښو شیانو ډک نه وي. د دې لپاره زه په بېړیو کې نورو ښارونو ته تلم او د اوږدې مودې لپاره مې ښه پېسې وګټلې. خلکو به زما ستاینه کوله او له ډېرو کلونو وروسته، بیرته راغلم نو د خپلو نیازمندانو د خوشالۍ وړ وګرځیدم. زما د پلار دوه رژیدلی کورونه او د ده مقبره چې پر زمکه پریوتی وه، ما په نورو پېسو بیرته جوړ کړل. زه چې تر اوسه ژوندی پاتې یم نو د لارې په سر مې دغه ډبر لیک ولګاو. ما دا ویاړلي کارونه وکړل او دریغه چې زما زامن او نمسي به زما دا کور هم هغسې وساتي. ”
د دې ټولو جملو د سر توري، که یو ځای ولوستل شي، نو “د سوفایټوس له خوا چې د ناراتوس زوی دی. ” کېږي.
د اراکوزیا د سوفایټوس اولادونو نه دغه جایداد چا ته پاتې شو، معلومه نه ده. خو دوه زره کاله وروسته، د زمکې له کومې څخه د هغه یادګاري څلی بیا رابرسیره شو. وروسته دا په بازار کې چا خرڅاو او بیا لرغون پوهانو لاس ته وړاندې شو.
د شلمې پېړۍ تر پای، دغه ډبر لیک په کابل میوزیم کې نندارې ته ایښې و خو بیا په ۱۹۹۰م کې میوزیم چور شو او د سوفایټوس ډبر لیک بیا ( ممکن د تل لپاره) ورک شو.
سرچينې
1.The Greeks in Bactria and India. W.W. Tarn. (1922) Cambridge University Publications.1951.
2.Alexander and his scuccesors in Central Asia. A.H Dani and P. Bernard. (History of Civilization in Central Asia.Part 3)
3.Greek City Times.
4..tovima.com