
په ۲۰۱۴م کې د نړۍ تر ټولو کم عمر نوبل انعام ګټونکی او لومړۍ پوښتنه، اوولس کلنه ملاله یوسفزۍ وه. په دې کې د هندوستان د ماشومانو د حقوقو مبارز “کیلاش ستیارتهي” ورسره شریک و.
الفرډ نوبل په ۲۱ اکتوبر ۱۸۳۳م کې د سویډن په سټاک هوم ښار کې وزیږیدو. پلار يې انجینیر او د الفرډ په ماشوم توب و يې روس ته کډه وکړه چې هلته د وسلو یوه کارخانه يې لرله. ماشوم به تل ناروغه خو هوښیار و نو په کور کې به مختلفو استادانو ورته سبق ښودلو. د اوولسو کالو تر عمر الفرډ په پینځو ژبو روانې خبرې کولی شوې. دده د کیمیا مضمون خوښ و او د “نایټروګلیسرین” مواد سره به يې تجربې کولی. یوه ورځ په لیبارټري کې دغه مواد وچودیدل او د ده کشر ورور ایمیل ووژل شو. بیا هم الفرډ د تجربو نه لاس وانخستو او تر ۱۸۶۷م يې مایع بارود په “ډاینامایټ” بدل کړل چې پخپله به نه چودیدل. داسې بارود يې هم ایجاد کړو چې په چودیدو يې لوګی نه کاو. ده په خپل ټول ژوند کې ۳۵۵ ایجادات وکړل او ډېرو ملکونو کې يې د بارود او مصنوعي موادو خپلې کارخانې ولګولې.
په ۱۸۸۸م کې د فرانسی یو اخبار د ده د مرګ خبر سره عنوان ولیکلو چې، “د مرګ د سوداګر خاتمه”. خو دا د هغه د ورور لوډویګ نوبل د مړینې خبر و. داسې روایت دی چې الفرډ هم هغه وخت د خپل وراثت په غم کې شو ځکه ده واده نه و کړی او نه يې څوک وارث وو. په خپل ژوند کې يې څو وصیتونه لیکلي وو خو وروستی وصیت يې په ۲۷ دسمبر ۱۸۹۵م کې د پیرس په سویډش-ناروی کلب کې د ټولو په وړاندې دستخط کړو. په دې کې هغه د خپل ټول مال ۹۴ في صد یعني ۳۱ میلین سویډن کرونر یو انعام ته وټاکل چې د فزکس، طب، طبعیات، کیمیا او امن په شعبه کې خدمت کونکو ته به ورکړی کیدو. کال وروسته، ۶۳ کلن الفرډ نوبل په ۱۰ دسمبر ۱۸۹۶م کې د اطالیې په “سان ریمو” ښار کې وفات شو.
هغه وخت سویډن، ناروی او ډنمارک د سکنډی نیویا متحد ملکونه وو خو معلومه نه ده چې الفرډ د امن نوبل انعام ورکولو لپاره ناروی ولې غوره کړو. هلته پارلیمان په ۲۶ اپریل ۱۸۹۷م کې د الفرډ وصیت په سرکاري توګه ومنلو او “نوبل فاونډیشن” جوړ شو چې د پینځو غړو کمیټې د امن لپاره د انعام چارې په غاړه لري او حقدار کس ته دا انعام په اوسلو کې ورکوي. نور څلور انعامونه په “سټاک هوم” کې د نوبل کمیټه ورکوي.
په ۱۹۰۰م کې د ناروی باچا دویم اسکر د دغو کمیټو په سفارشاتو ټاپه ولګوله او په ۱۹۰۱م کې د نوبل پینځم تلین په نمانځنه د دغو پینځو انعامونواعلان وشو. د فزکس لپاره “ویلهملم کونراډ رونټجین” ( د ایکسری کشف) کیمیا لپاره “جاکوبس هنریکس وانټهاف”، طب او درملنې لپاره “ایمیل وون بهرنګ” ( د خناق د ناروغۍ علاج) ادب لپاره “سلی پروډهوم” (شاعر) او د امن لپاره دوه کسانو “هنری ډیوننټ” او “فریډریک پسی” شریک دغه انعام وګټلو. د نوبل جایزو ورکولو لپاره د هرې شعبې او مضمون ځانګړی کمیټی د نوبل کمیټی سره مرسته کوي. په ۱۹۶۸م کې د انعام لپاره شپږمه د معاشياتو شعبه هم ورزیاته شوه.
د نوبل انعام، یو میډل، چې په سرو زرو پوښلی وي، ورباندې د الفرډ نوبل څېره او د ده د زیږون او مړینې نېټه په رومن کنده وي. ورسره یو سند او نغدې پېسې هم وي. په ۲۰۲۳م کې دا یولس لکه سویډني کرونر ( یو لک ۳۵ زره امریکایی ډالر) کیدل. یو انعام د دریو نه زیات شریک کسان نشي اخیستی خو کله کله داسې ادارې ته ورکړی کېږي چې دریو نه زیاتو کسانو یو ایجاد یا کشف لپاره پکې ونډه اخستی وي. د مرګ نه وروسته چا ته دا انعام نه ورکوي خو که څوک د دې لپاره ونومول شو او تر لاسه کولو نه وړاندې مړ شو نو د هغه حق وي. د دې انعام اخیستونکي ته “نوبل لاریټ” وایی.
د نوبل فاونډیشن د اصولو سره سم، ګټونکی به په خپل موضوع یو لیکچر هم ورکوي چې د انعام اخیستو په هم هغه هفته کې ضرور وي. ګټونکي هغه وخت “سټاک هوم” کې وي چې هلته ددې مراسم او میلمستیاوې تر سره کېږي. د لیکچر انتظام هم د نوبل کمیټې پرغاړه وي. خو که څوک د دې جوګه نه وي نو د انعام اخیستو شپږو میاشتو کې دننه ورته دا لازم وي. د امریکا صدر روزویلټ ته په ۱۹۰۶م کې د نوبل د امن انعام ورکړی شو خو هغه خپل لیکچر په ۱۹۱۰م کې ورکړو چې دی د خپلې عهدې نه لیرې شو.
لومړۍ میرمن چې په ۱۹۰۳م کې د فزکس نوبل انعام ورته ورکړی شو، د فرانس ساینس پوهه “میری کیوري” وه. هغې دا انعام د خپل مېړه “پیغ کیوري” سره شریک واخیستو. دا په ۱۹۰۶م کې د پیرس پوهنتون لومړۍ د ساینس پروفیسره وه او دویم ځل هم د نوبل جایزه وګټله. د دې خاوند پیغ کیوری هم دویم ځل، په فزکس کې د هنری بیکرل سره په ګډه دا انعام واخیستو. د میری او پیغ لور او زوم په ۱۹۳۵م کې د کیمیا لپاره د دې انعام حقدار شول. د میري کشرې لور خاوند هنری رچرډسن په ۱۹۶۵م کې د یونیسیف لپاره نوبل وګټلو. په دې توګه د میري کورنۍ پینځه ځلې نوبل واخیستو.
د پاکستان پروفیسرعبد السلام، لومړی مسلمان ساینس پوهه و چې په ۱۹۷۹م کې د فزکس نوبل انعام يې وګټلو. لومړۍ مسلمانه ښځه شیرین عبادي وه چې په ۲۰۰۳م کې د ښځو او ماشومانو د حقوق مبارزې په توګه د امن نوبل انعام ورته ورکړی شو.
په ادبیاتو کې تر اوسه ۱۰۶ نوبل انعامونه ورکړی شوي دي چې ۱۳ د ښځو لیکوالانو په برخه وو. څلور ځلې، دا انعام دوو دوو کسانو وګټلو او اوو کاله هیڅوک د ادب نوبل انعام د ګټلو وړ نه وو. تر اوسه ۲۷ انعامونه د انګریزي ژبې لیکوالانو، ۱۳ فرانسوي، یو یو عربي، بنګالي، جاپاني، یوناني، ترکي، عبراني او یدش ژبو لیکوالانو ته يې ورکړو. په ۱۹۶۴م کې د ادب نوبل انعام ګټونکی سارتری ددې اخیستو څخه انکار وکړو چې هغه سرکاري انعامونه نه اخلي.
په ۱۹۷۳م کې د امریکا د خارجه وزیر هنري کسنجر او د ویتنام مشر “لي ډوک تهو” ته په ګډه د امن نوبل انعام ورکولو فیصله وشوه. خو په دې نړي وال نیوکې وشوې ځکه کسنجر د ویتنام سره د روغې په خبرو هم بوخت و او بل خوا په “هینوی” ښار د بمبارۍ فیصله يې هم کړی وه. “لی ډوکتهو” د انعام اخیستو نه انکار وکړو او د نوبل کمیټی دوو غړو کسنجر ته د انعام ورکولو په مخالفت، د احتجاج په توګه استعفا ورکړه. هم دغسې د فلسطین مبارز یاسرعرفات ته د نوبل انعام ورکولو مخالفت وشو. تر ټولو زیاتې ناندرۍ د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ راوپارولې چې ځان يې پخپله د امن د نوبل انعام حقدار وګڼلو.
د ۱۹۰۱م نه تر ۲۰۲۵م پورې ټول ۶۳۳ نوبل انعامونه ۹۹۰ کسانو ته ورکړی شوي دي.
صفیه حلیم