نعمت خانه


د لرګي او اوسپنې جالۍ وړه المارۍ، پخوانو کورونو کې د سامان یو ضروري برخه وه.
هغه وخت چې فرج ( یخچال) نه و، خلکو پاتې ډوډۍ، میوه او کتغ به په دې المارۍ کې ساتل چې د پخلنځي یو ګوټ یا د کور یخ ځای کې پرته وه. مونږ به ورته “جالۍ” ویل. نورو به “ډولۍ، پنجره او ادبي ژبه کې “نعمت خانه” په نوم یادو. له جالۍ به مچان او ماشي په خواړو نه ټولیدل. د پیو( شودو) په لوښي به پیشو حمله نشوه کولې. د لویو کورونو جالۍ به هم لویه وه او د ځینو د پاسه به یو صندوق چې پکې خواږه او کلچی ساتل کیدی، د ماشومانو لاس به ورته نه رسیدو او په یوه جرنده (قلف) به بند و. د غریبو یا وړو کورونو جالۍ ساده او وړې وې.
په جالۍ کې خواړه ډېر وخت نه شول ساتل کیدای خو یو دوه ورځې به میوه، ترکاري او پخلی پکې نه خرابیدل. د شپې میلمستیا لپاره به لاوڼ، ماسته او فرني له ماځیګر تیار او په جالۍ کې به يې کیښودل. کچه غوښه او له بڼکو پاک سپین شوی چرګ به پکې یوه ورځ تازه پروت و. په هغو ورځو کې مونږ هر څه تازه خوړل او د غرمې نه پاتې ډوډۍ په هغه ماښام خوړل کیده. د واده په وخت د ناوې په سامان کې “جالۍ” هم وه او ځینو به پرې د رنګینو ګلونو فرمایش هم کوو.
اوس د فرج او فریزر نه بغیر ښځې د ژوند تصور نشي کولې. د ۶ میاشتو باسي غوښه او ډوډۍ خوړل یوه عامه خبره ده.
صفیه حلیم

د جالۍ عکس له ډاکټر سعود الحسن نه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.