غزنی

OLYMPUS DIGITAL CAMERA


په ۱۶ پېړۍ کې مغل بابر غزنی ولیدو نو لیکي، “غزنى ډېرخوار اوغريب ځاى دى او زه حیران یم چى کومو باچاهانو، ټول هند او خراسان په لاس کى لرل، د خپل حکومت لپاره داسى بد بخته ځاى غوره کړو.”
غزني د کابل او کندهار ترمنځ او په دفاعي توګه د شمال له خوا د حملو خوندي و. د پنجاب نه هندو شاهانو مقابلې لپاره له دغه ځای غزنوي لښکر ننګرهارته ژر رسیدای شو. د دې ۳۰۰ نه زیاتو غرونو کې سمڅې د انساني ژوند لپاره مناسب او زرګونو کالو راهیسې پکې خلک اوسیدل. د غزني له غونډیو چینې رابهیدې چې یوه ۳۰ میټر لوړه او له اوبو يې سیند جوړېږي. د هزاره جات غرونه ” ګل کوه” او کوه حاجي لال د دې په جنوب ختیځ کې دی.
د هرات، بلخ، بادغیس، فراه او کندهار ښارونه ټول د دې په کلاګانو کې دننه و ځکه د خلکو شمیره لږ وه. د غزني ښار هم د دې په بالا حصار کې و. په افغانستان کى دومره لویه کلا بل ځای نه وه چې ۱۳ برجونه يې لرل. د “بالا دين” برج نه د کندهار حمله کوونکي څارل کیده. د شيلگر برج، گردېز او د کابل برج نه شمال لاره لیدای شوه. تر ټولو په زړه پورى “د چينک برج” دى چې پکې د زردشتي دورې یو دېوال سره جومات جوړدی. دلته د اورتون نښې ښایی چې ممکن ۲۵۰۰ کاله پخوا د پارس د سلطنت برخه وه. د غزني په لویدیځ کې” کوه نګار خانه” د بودای او برهمني دین عبادتځایونه لرل. کله چې ترکانو دا ځای ونیولو نو هم هلته يې بالاحصار جوړ کړو.
بابر ليکى کله چى ما (۱۵۲۵م) هندوستان فتح کړو نو خواجه کلان ته مى پېسى ورکړى چى په غزني کې د سلطان بند بیا جوړ کړي.” د دغه بند تابیا په ۱۰ پېړۍ کې وشوه او اوس د غزني شمال په جغتو ولسوالې کي دی.
د غزنى دویمه کلا او ورسره “باغ فېروزه” د سلطان محمود شاهکار و. بره په غونډۍ یوه چینه، ښکته یو باغ ته د ویالو په بڼه راوستل شوه. ددې یوه لار د سلطان محمود روضى ته وتلی وه چې مخامخ يې اوس یو وړوکی پارک جوړ دی. د ۲۰ پېړۍ تر وروستیو هم دلته پوځ میشت و خو اوس پکې په بې ډوله کورونو کې خلک اوسي او په چینه لوښی او جامې وینځي. محمد قاسم فرشته لیکي چې سلطان محمود د متهرا له لوټلو نه وروسته بیرته غزني ته راغلو نو یو عالیشان جومات او ورسره پوهنځی جوړ کړو. په غزني کې شاه و خوا ۱۰۰ کاله امن و او هغه وخت دا د علم او د هنر مرکز و. په ۱۱ او ۱۲ پیړیو کې غزني کې نوی ودانۍ جوړې شوې.
د کابل دروازې نه یو کلومیټر لیرې د ښار په شمال کې مينار(څلی) هم و. له دغه مینار ۴۰۰ میټر لیرې دویم مینار دی. د دواړه منارو تر منځ ۴۰۰ میتر فاصله ده. شا و خوا ۵۰ میتر لوړ دی. په بیخ کې ۸ کونج لرونکي ستوري په شان دي. ورباندې کوفي خط کې ایتونه لیکلي دي. دغو مینارونو سره دوه ښکلي جوماتونه هم وو چې اوس يې دېوال هم نه دی پاتې.
په ۱۱ پېړۍ کې شعر او خطاطۍ کى نوښت وشو. د فارسى ليکنو لپاره نستعليق خط وروسته په هندوستان کى د اردو رسم الخط شو. مناشير، محقق، نسخ، رقاع او ثلث خطاطي نه علاوه د مقبرو او ډبر ليکونو لپاره ريحان او کوفى خط کاریدو. د امیر سبکتګین په مقبره د تیږو نقاشي څاری نه لري. د اسلامى فنونو ماهر او انځورگر به غزنى ته تلل او له دى ځایه بى شمیرو اولياو په پنجاب او هند کې اسلام خپور کړو.
د لويو عالمانو او صوفياو زیارتونه اوس هم د ولس د بدني او روحي ناروغیو علاج ګنلې شي. په شمال لوېديځ کى په يوى غونډۍ د حکيم سنايي زیارت شنه ګومبده لري. ورسره په عادي هدیره کې د ځینو قبرونو په خازو په ښکلی نستعلیق کنده کاري شوی ده.
د غزني د ورانیدو په اړه څو افسانې مشهورې دي. یوه دا چې په ١١٥١ م کې د غور باچا علاوالدين په غزني حمله وکړه او ښار ته يې اور ورته کړو چې درې ورځې بل و. خلکو ورته د ” جهانسوز” لقب کاراو. دغه تاریخي مبالغه ده ځکه په تیږه د اور نښې پاتې کېږي او په غزني کې داسې څه نشته. دویم روایت دی چې غزني په سختو واورو ورانه شوه. خو هلته د بلخ یا بدخشان نه زیاته واوره نه کېږي. طبعي پیښې لکه زلزله، باران او واورې د تیږو ودانۍ ته تاوان رسوي او د وخت په اوږدو کې رژیږي. د غزني د ورانۍ اصل سبب په ١٢٢٢م کى د چنگیز حملې وې. هغه وخت د مرکزي اېشیا لوی ښارونو په شان دلته نه هم خلکو کډه وکړه. کوم کور کې چې خلک نه اوسېږي، د هغې دېوالونه پخپله رانړېږي.
به ۱۵ پېړۍ کې تیموريانو له خوا غزنى کى تمدن بيا وده وکړه چې يوه بیلگه يې د سلطان عبدالرزاق مقبره ده. په ١٩٦٢ م کى دا ودانۍ د میوزيم لپاره ځانګړى شوه او پکې ډبرلیکونه، خطي نسخې، سکی، د فوارو (ابپاشو) زینتي مجسمي، د ګچ لوښي چې قراني آيات پرى ليکل شوى و، نندارى لپاره يې کیښودل. د شلمى پېړۍ په کورنۍ جنګ کى د دې میوزیم اثار يا خو په لوی لاس وران او یا غلا شول. یو مینار دومره ورژیدو چې اوس ۵۰-۶۰ میټر پاتې دی. د انګریزانو له خوا د غزني بالاحصار لوی دروازې ته بارود کیښودل شو او ورسره د دېوال برخه هم را ونړیده. د جنګ له تاوان هر څوک خبر دی خو بیا هم هر څوک غواړي چې په تاریخ کې د اتل په نوم یاد شي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.