مدينة الزهراء


د ۱۰ عیسوي پېړۍ په سر کې د اندلس امیه امیرعبد الرحمن (دریم) د یو شاندار ماڼۍ او ورسره ښار بنسټ کیښودو. “الزهراء” د حضرت محمد(ص) د لور فاطمه (رض) لقب و چې مانا يې ګلابي مخ لرونکی جینۍ ده.
په ۹۲۸م کې د اندلس خلیفه دویم عبدالرحمن په آیبیریا کې پښې ټینګې کړې او فاطمي واکمن نه شمالي افریقه نیولو لپاره يې هلې ځلې کولې. د ده ارمان و چې د فاطمي ټبر په شان یو نوي ښار جوړکړي. فاطميانو په مصر کې څو ځایونه د الزهراء په نوم جوړ کړي وو. عبد الرحمن څرګندول چې دوی هم د حضرت محمد (ص) وارثان دي او په ۹۳۶م کې د الزهراء ښار بنسټ کیښودو. داسې روایت هم دی چې د عبد الرحمن یوه نازولې مینځه الزهراء نومیده او د ښار په دروازه د هغې مجسمه لګول شوې وه. خو دا د مسیحیانو پروپاګنډ و ځکه هغه وخت اسلامي جوړښت کې د مجسمو ځای نه و.
د ښار لپاره د قرطبه نه ۴ میله لیرې د “سیرا مورینا” غرونو یوه غونډۍ چې د”جبل العروس” په نوم مشهوره وه غوره کړې شوه. د دې مخ ته یوه پراخه دره او سیند ” وادی الکبیر” نومیږي. دلته عبد الرحمن ( الداخل)د یمن یوسف الفهري لښکر ته په ماتې ورکولو سپېن کې د امیه حکومت بنسټ ایښې و. په لږه فاصله ورته د سپینې تیږې درنګ (ماین) موجود و چې هغه وخت د ودانیو لپاره کاریده. د قرطبه لویدیځ نه دغه ښار ته یو سړک تراوسه پاتې دی.
په ۱۱۲ هیکټار زمکه کې له ختیځ لویدیځ ۱۵۰۰ میټر او د شمال نه جنوب ته ۷۵۰ میټر د ښار نقشه مستطیل او د غونډۍ د سطح سره په دریو طبقو (پوړ) ویشلې وه. په لوړه طبقه د خلیفه ماڼۍ او باغونه، لږ ښکته د وزیرانو میشتځای، دفترونه، چاوڼۍ او بیا د نورو چارواکو کورونه وو. په میدان کې جامع جومات او د دې د لوی دېوال نه وراخوا د عامو خلکو کورونه، بازار، کارخانې او حمامونه وو. د ښار جنوب کې د کرکروندې زمکه وه.
د الزهراء جوړښت د ۹۳۶م نه تر ۹۴۰ م ډېر چټک روان و. ددې ماڼۍ هغه لرغونې نهر سره جوړه شوه چې د روم سلطنت په وخت د قرطبه ښار ته يې اوبه رسولې. خو ماڼۍ لوړه او نهر څو میټر ښکته و نو په غر کې یو نوی کنال وکیندل شو. په نتیجه کې پخوانی رومن کنال د بدرفت په توګه کاریدو چې د باران او خوسا اوبه يې له ښاره بهر وړل.
د ودانیو په جوړښت کې اسلامي او اروپایی سبک دواړه ښکاري چې ګومبد سره کلیسا ډول محرابونه هم لري. د یو باغ یا انګڼ چاپېره د استوګن کوټې – وروسته نورو ځایونو کې هم کاپي کیدو. الحمرا د الزهراء په ډیزاین جوړ شو او د دې جومات په ۹۴۱م کې مکمل شو چې د قرطبه جومات په شان و.
تر ۹۴۵م خلیفه دلته ژوند پېل کړو. په ۹۴۷م کې له قرطبه ضراب خانه او حکومتي دفترونه الزهراء ته یوړل شو. خو د جوړښت کار ډېره موده روان و. د وخت سره سره د دې په نقشه او په جوړو شویو ودانیو کې ترمیم کیدو. دعبد الرحمن د محل په تالار د ۹۵۳م نه تر ۹۵۷م کار روان و. په دې کې یو لوی تالار او منځ کې يې د فوارې اوبه د مرمرو په فرش لکه د ملغلرو تویدی. په چت يې سره زر لګیدلي وو. دروازې يې د تور لرګي (آبنوس) او کنده شوي ګلکاري يې د عاج ( هاتي غاښ) وه. د ښایست توکي د امبراو نورو قیمتي ډبرو نه جوړ وو. دا د منځني پېړۍ ” ورسایی” په نوم شهرت لري.
یو لوی کور “بیت الجعفر” په دریو کورونو کې ترمیم نه وروسته تیار شو. هم دغسې په ۹۵۰ م کې ۳ کورونو په یو ځای کولو د “ستون دربار او یو بل هال ” دارالجند” جوړ شول.
په بره طبقه کې د ” شهزاده باغ” د شاهي ټبر او د امیرانو د سیل لپاره و. دوه نور باغونه د ښار په ختیځ او لویدیځ کې په منځنۍ او ټیټه طبقه د عامو خلکو لپاره جوړ وو. دا د اسلامي جوړښت شاهکار وو. د ختیځ باغ په منځ کې د لوی خیمې په شکل جوړښت او څلورو خواو ته يې د اوبو مستطیل تالابونه په زمکې کې دننه جوړ وو چې له ویالو به ورته اوبه تللې. دا ښار به له لیرې تک سپین ښکاریدو او شاعرانو به ورته قصیدی لیکلی.
د ښار په ولسي سیمه کې لویدیځ او ختیځ دواړو غاړو ته په ترتیب کورونه جوړ شول. خو الزهراء هغه وخت دوبۍ یا لندن په شان دومره خلک ځان ته راجلب کړل چې هرې خوا ته بې ترتیبه کوڅې او کورونه پکې جوړیدل. په لویدیځ یورپ کې دا هغه وخت تر ټولو لوی نوی ښار و. دعبد الرحمن نه وروسته، د هغه زوی الحکیم په وخت له ښاره بهر د کروندی پر زمکه یوه لویه ماڼې د حکومتي خزانې دفتر او یو لوی مستطیل کور د پوځ استوګنځای و. په ۹۷۶م کې د الحکیم له مړینې سره د حکومت کارونه بیا قرطبه نه کیدل او ورو ورو خلکو ترې کډه وکړه. دلته نه کاشی خښتې او زینتي سامان نورو ځایونو کې وکارول شو.
د خلیفه “حاجب” المنصور ابن ابی عامر د قرطبه سره نزدې اوسیدو. هغه د قرطبه په لویدیځ کې ځان لپاره د الزهراء په شان یو ښار جوړ کړو. ده غوښتل چې په تاریخ کې د عبد الرحمن سره د ده نوم هم یاد شي. د المنصور ښار هم ښکلی او چاپېره ترې باغونه وو. په دې کی د هغه ساتندویانو او لوړ رتبه چارواکو لپاره کورونه جوړ شول. په ۱۰۰۲م کې دی مړ شو نو مشر زوی عبد الملک المظفر او بیا د هغه زوی عبدالرحمن السنجول دلته اوسیدل. السنجول په دسمبر ۱۰۰۹م کې د اسپانیی باچا الفانسو(۵) سره جنګ ته تللې و. په قرطبه کې قهر ژن خلک د المنصور په محل وروختل او ۴ورځې پکې چور تالان نه وروسته چا اور ورته کړو. په ۱۰۱۰م کې اسپانوي مسلمانان پخپلو کې په جنګ او الزهراء د دوی له خوا ویجاړ شو. بیا ۱۰۰۰ کاله دا ښار په زمکه کې ورننوتو او په کنډوالو يې واښه راشنه شول.
په ۱۹۱۰م کې د یورپ خلکو د اسپانیی اسلامي جوړښتونو ته پام وکړو نو د الزهراء په ورک ښار پلټنې پېل شوې. تر اوسه د دې یواځې ۱۰ فی صد کنستلو وروسته بیرته رغول شوی دي. دا هغه مرکزی ماڼۍ دي چې دوو امیرانو پکې ژوند کوو. له دې ښار موندل شوي توکي نزدې په یو وړوکي میوزیم کې يې ساتلي دي چې د زمکې لاندې جوړ دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.