د څمکنو ګومبد


په ماشومتوب کې به مونږ د څمکنو میلې ته ورتلو. دا میله به دلته د میا عمر زیارت نه بهر کیده. ښځو به زیارت کې دننه دعا وکړه، منجاور ته به يې شکرانه ورکړه، مالګه به راوړه. مونږ به د زیارت په دېوالونو ختلو، هغه لوی کوهي ته به حیرانه وو چې دننه پکې پوڼۍ ورغلې وې. ښځو به ویل چې په دې کې یو ځلې سنډا پریوتې و او خلکو نشو راویستلې. بیا د میا عمر په کرامت هغه راویستل شو. په میله کې به ښځو بنګړي، پیوي او د سپږو ږمنځې خرڅولې. د زیارت او جومات نه وراخوا یوه سپینه ګومبده مو لیده چې هره خوا يې بنده وه. خلکو به ویل چې میا عمر هلته کې شیطان بند کری دی. مونږ به ځلوبۍ او کباب وخوړل او د لرګي چرچرو په تاولو خوشاله به بیرته راغلو.
په ۲۰۱۱ م کې یو ځل بیا د دې زیارت لیدو ته ورغلم. په ماشومتوب کې به راته هر څه لوی ښکاریدل خو هغه پخوانې جومات چې ميا عمر پخپله جوړ کړې و، وړوکې او د لرګي دروازه يې اوس هم په ځاې وه. ده به د سهار له لمانځه وروستو پکې شاګردانو ته درس ورکوو. د دې سره ښکته په زمکې کې دننه يوه حجره ده چې ده به پکي په مراقبه کوله. د زمکې نه دوه ميټر ښکته يو ټونل او پکې پوخ دېوال جوړ دی. دننه د کېناستو ځاې نشته او يو ځاې د پښو نښې دي او داسې عقيده ده چې ميا عمر به دلته په ولاړ عبادت کوو. د جومات سره جوخت هغه لرغونې کوهی ( باولۍ) اوس هم شته خو دې ته تلونکې پوڼۍ پټې شوي دي. دا جوړښت د هندوانو د یو پخواني مندر نښې ښایی. د باولۍ ( لوی کوهي) بل سر د څمکنو په کلي کې د شیر شاه سوري د وختونو برج سره دی. هلته د اسونو د دمې ځای او زمکې کې دننه باولۍ ته وتلې څو پوڼۍ ښایی چې یو وخت دا او زیارت (عبادتځای) د یو لوی سرای او یا د مساپرو د دمې ځای و.
میا عمر په تاریخ کې يو عالم او د قادريه او چشتيه طريقې صوفي و. احمد شاه ابدالي د ۱۷۶۰ م په سپرلي کې هند ته په لار د ده سره ولیدل. هر کال د رجب په مياشت کې د څوکنو بابا عرس ( میلې) ته خلک د ليرې ځايونو نه ورځي. په ۲۰۱۰ م کې دلته هغو خلکو له خوا يوه بمي چودنه وشوه چې زيارتونو ته تګ ناروا کار ګڼي. خو د زیارت سره هغه سپینه ګومبده تر اوسه چا نه ده سپړدلې.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.