جنګ او مینه

Warburton the son
د لوېديځ پنجاب د ګوجرانواله ښار سره نږدې يوه وړه ښاريه “واربرټن” نومېږي چې ځينې اوسيدوونکي يې خپلو نومونوسره درانی ليکي. د دی ځای تاريخ د دويم افغان جنګ او د يوې مېرمنې د مينې سره تړلی دی.
په ۱۸۳۷ م کې د شاه شجاع سره بدرګه انګريز پوځيانو کې يو ځوان رابرټ نومېدو. د ده مور هندي نژاده وه او داسې خلک به د “اينګلوانډين” په لقب يادېدل. په کابل کې د انګريز پوځ د ځای پرځای کېدو سره د ښار خلک د کرېکټ، ډرامو او د پوځي بانډ باجو د ساز او نغمو سره اشنا شول.
په افغانانو کې دا کلتوري يرغل د نه منلو و چې دوی ته د بدنامۍ او د شرم وړ وو. د قلات د غلجو يو مشر ولي خان شاملزي ښکلې خور د هغه ځای سياسي استاځي ليفټنټ لينچ سره بدنامه شوه.
په کابل کې د شاه شجاع د ټبريوې ښځې، د رابرټ برټن سره اشنایي پيدا کړه. دا ديرش کلنه ميرمن شاهجهان بيګم وه چې پلاريې عبد الرحيم خان د منصورخان دراني زوی او مېړه يې فيض طلب خان د دربار يو افسر و.
په دې لړ کې افغاني سرچينې وايي چې د دوست محمد خورزه يو انګريز افسر وتښتوله. انګريزان وايي چې هغه پخپله خوښه ورسره ملګرې شوه. په ۲۸ اګست ۱۸۴۰ م کې د شاهجهان بيګم يو ماشوم وزيږېدو چې جان داد خان نومېدو. په ۲۷ اکتوبر ۱۸۴۱ م کې د هغې نکاح د رابرټ سره وتړل شو. په دې نکاح نامې د کرنل سټرټ، جينکنز او د انګريز سياسي استاځي اليګزانډر برنز هم دستخطونه وکړل. سردار عبد الرحيم خان په دې نکاح نامې رابرټ واربرټن ته د دروند او د ميړه خطاب کړی دی چې په مهر کې ۶ لکه روپۍ، قيمتي ګاڼې او د کور سامانونه وليکل. د فيض طلب خان له خوا د طلاق د نيټې څه شواهد نشته او ښايي سبب يې هم د هغه شرم او د بدنامۍ احساس و.
د دويم واده نه وروستو شاهجهان بيګم، په شير پور کې د رابرټ په کور کې مېشته شوه. خو دوه اوونۍ وروسته، د افغان جنګيالو ډلو په چاوڼۍ حمله وکړه او شاهجهان بيګم تېښتې ته اړشوه. رابرټ د پنځو نورو افسرانو سره ونيول شو چې کپتان اېري، کونولي، ډرمنډ، والش او ويب نومېدل. دا کسان د نواب محمد زمان خان سره بندي وو. ځينې تاريخونه وایي چې شاهجهان بيګم د رابرټ سره د هغه په بندي خانې کې اشنا شوه. ۱۸۴۲ م په جولاۍ کې رابرټ او نور پوځيان یې محمد اکبرخان ته وسپارل.
د دې مياشتې په ۱۱ نيټه د کابل او جګدلک تر منځ په غلجي کلا کې د شاهجهان بيګم دويم زوی وزېږېدو. هغه ممکن پلار کره تللی وي خو هلته خوندي نه وه او نورو خپلوانو کره پټه شوه. د انګريز په تاريخ کې وايي چې رابرټ له بنده وتښتېدو او شاه جهان بيګم د سپتمبرپه ۲۰ نېټه خپل ميړه سره يو ځای شوه. يوه افسانه دا ده چې هغه د انګريز پوځي په جامه کې له افغانستانه ووتله.
انګريز پوځ په هغه اوړي کې د بدل اخيستو لپاره غزني، جلال اباد او کابل ته لاړو او د سپتمبر په ۲۰ نيټه هغه ټول بنديان، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، راخوشې کړل. ښايي رابرټ هماغه وخت د شاهجهان بيګم سره يو ځای شو.
رابرټ د پوځي په توګه بېرته خپله دنده پېل کړه او شاهجهان بيګم د خپلو دوو ماشومانو،جان داد او رابرټ(کوچني) سره يو نوی ژوند وليدو. هغه وخت دوی د جان داد نوم جان پال ته واړوه. په ځينو ليکنو کې وايي چې جان داد ممکن د رابرټ خپل زوی و ځکه د ده سره يې مشابهت لرلو. خو دا يوه اندازه ده او ښايي د نوم د اړولو يو سبب د انګريزانو هغه سيسټم وي چې فرزندي ماشوم ته خپل نوم ورکوي. که داسې نه وي نو ماشوم د ځينو امتيازاتو نه محروم پاتې شي. د شاهجهان بيګم ژوند هغسې ازاد نه و لکه چې اوسني اروپايان يې لري. د دوی ټولنه هغه وخت زاړه پال او د ښځو لپاره يواځې د کورساتنه او د ماشوم روزنه سم ګڼل کيده.
کله چې رابرټ لودياني کې مېشت شو نو شاهجهان بيګم به د زامنو سره د شاه شجاع کور ته ورتله چې ښايي خپلوان يې پکې لرل. وړوکی رابرټ پخپل کتاب کې د شاه شجاع د دوو زامنو، شاهپور او د شهزاده نادر ذکرکوي چې ده سره به يې ښه وضع ساتله. شاهپور د مياشتې ۵۰۰ او نادر ۱۰۰ روپۍ د انګريز حکومت نه د معاش په توګه اخيستې.
رابرټ د پنځو کالو شو نو ۱۸۵۰ م کې د مور د رضا نه پرته د مسوري په غرونو کې يو ښوونځي کې داخل کړل شو او شپږ کاله یې هملته سبق ويلو. بل هلک جان پال د اګرې په مسيحي ښوونځي کې زدکړې تر سره کړې.
په ۱۸۵۷ م کې رابرټ په اګرې کې مېشت و او له هغه ځای نه د زوی (رابرټ) سره بدرګه انګلستان ته لاړو. دوه کاله وروستو، رابرټ د سرطان په ناروغۍ اخته و خو څوک پرې نه پوهېدل او دی يو ځلې بيا د توپخانې سره پېښور ته واستول شو. ده ته وړاندې تلو امر هم شوی و خو دی په ۱۰ نومبر ۱۸۶۳ م کې په پېښور کې د ۵۱ کالو په عمر کې مړ شو. د ده په يو ليک کې څرګنده شوه چې په کابل کې د بندي کېدو نه وروستو حکومت دوه کاله ورته تنخوا نه وه ورکړې. دی يې د پېښور په ګوره قبرستان کې خښ کړو. رابرټ د خپلې ادارې نه دومره نهيلی و چې په پوځي تقاعد (پينشن) کې ځان نه و شامل کړی او خپلې پېسې يې په بينک کې ساتلې. بينک يو څه موده شاهجهان بيګم ته د کال ۱۵ سوه پونډه ورکولې چې هغه وخت د زوی (رابرټ واربرټن) سره اوسېده. خو واربرټن ايله ۳ زره پونډه ويستلې وې چې بينک ديوالي شو.
درې کاله وروستو شاهجهان بيګم هم د ۵۳ کالو په عمر کې مړه شوه. دا مسلمانه وه نو امکان نه دی چې په ګوره قبرستان کې يې خښه کړې وي. په پېښور کې د دراني ټبر خپله هديره هم کوهاټ ته تلوونکي په لويه لار موجوده ده او ښايي هلته يې خاورو ته سپارلی وي. د شاهجهان بيګم مشر زوی، جان پال (جانداد خان) په پوليسو کې لوړ رتبه افسر او په پنجاب کې اوسېدو. ده په لوديانې کې د مېري اين نومې يوې کونډې سره واده وکړو.
کله چې په ۱۸۷۹ م کې د خيبر دره د انګريز لاس ته ورغله نو واربرټن د هغه سيمې سياسي مشر وټاکل شو. ده د خيبر رايفلز په نوم هغه ځواک جوړ کړو چې مليشيا بلل کېده او تر اوسه هم شته. په ۲۲ اپريل ۱۸۹۹ م کې دی په لندن کې مړ شو او يو کتاب يې ليکلی و. خو عجيبه دا ده چې نه یې پکې د خپلې مور نوم ليکلې او نه يې د خپل ورور جان پال ذکر کړی دی.
جان پال په ۱۹۱۹ م کې له اس راپريوتو او څو ورځې وروسته د ۸۰ کالو عمر کې مړ شو. په پنجاب کې خلکو به ده ته “بټن صيب” ويل او د ده د خدمتونو په بدل کې د هند وايسراې ورته په ګوجرانواله کې زمکه ورکړې وه. دلته واربرټن نومې ښاريه جوړه ده او د ده په اولادونو کې ځينې اوس هم د خپل نوم سره درانی ليکي.
سرچېنې
۱. اتلس کاله په خيبر کې (۱۸۷۹-۱۸۹۸م) سر رابرټ واربرټن، مرې پريس لندن.۱۹۰۰م د پاکستان د اکسفورډ يونيورستي پريس له خوا بيا چاپ ۱۹۷۰ م.
۲.د يو باچا ستنېدل، د افغانستان لپاره جنګ- ويليم ډارليمپل، بلومزبري-لندن ۲۰۱۳ م.۲۲۳ مخ
۳. خيبر رايفلز-د برتانوي راج نه تر القاعده. جولز سټوارټ. هسټري پريس، ۲۰۰۵ م.
۴. د سلطنت دوړې- د ايشيا په زړه کې د مشري لپاره منډه. کارل، اي، ميېر.۲۰۰۳ م
۵.په افغانستان کې د فاجعو يادښت، ۱۸۴۱ -۱۸۴۲ م . فلورنټين سيل،( ۱۸۴۳ م)
۶. د بټن فايلز- د واربرټن ټبر ويبپاڼه- آنلاين
د خپريدو نيټه
۶ فروري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *