سکه او ارزښت


د شلمې پېړۍ تر پای ځینو ملکونو کې سکه ختمه شوه. ویتنام،سومالیه،میانمار(برما) وینزویلا او ال سیلوډور د ګرانۍ او جنګونو له کبله د سکو په ځای کاغذي نوټ چاپوي. په نورو ملکو لکه کینډا او ناروی کې د سکو ځای کارډ اخیستی دی او دوی تر ټولو ټیټه سکه اوس نه جوړوي. سږ کال ( ۲۰۲۶م) په امریکا کې د یو سینټ سکه چې په جوړولو يې درې نیم سینټ لګښت راتلو، نوره به نه ضربوي. خو په بازار کې موجود سکه به په ګردش کې وي.
شا و خوا پینځه زره کاله د لیډیا ( ترکي) په مانیسه کې د سرو زرو د ټاکلي وزن ټوټې چې ټاپه يې لرله د سکو په توګه کاریدې. د دې نه وړاندې، انسانانو “د مال په بدل کې مال” (بارټر ټریډ) نه کار اخیستو. کروند ګر به د خپل غنم په بدل کې غوړ، مالګه یا ترکاري له نورو اخیستل. د غلې ګودامونه به د باچا محل یا عبادتګاه سره نزدې جوړیدل چې ساتنه به يې د هغوی پر غاړه وه. د وخت په تیریدو، د موچي، لوهار، پخ او داسې نورو مسلکونو بدل یواځې غنم نشو کیدای او نه به هر وخت د خلکو غله پکار وه. شا و خوا درې زره کاله پخوا د یورپ او ایشیا باچاهانو سره او سپین زر د راکړې ورکړې معیار “هارډ کرنسي” یا اصل سرمایه وټاکل.
په یونان کې دراخمه (د ټاکلي وزن لسو نقریی ستنو برابر) روم کې اوریوس (طلا) په پارس کې داریک (داریوش په نوم) د اسونو او غلامانو د خرڅولو لپاره کاریدل. خو عامو خلکو به د ورځې کاروبار لپاره نایاب توکي لکه مالګه، شات او ګوړه کارول. په هند کې کوړي (د سمندري اوبو کونجت) او د دې نه قیمتي، د برونزو سکه پادک (سرمایه) چې وروسته پېسه شوه، د مال په بدل کې به خلکو دکاندار ته ورکول. په چین کې د برونزو یوه ټوټه “بو کوان” د مزدور بیلچې په نوم یادیده. د غنمو او نورو توکو په پرتله د سکو یو ځای نه بل ته وړل اسانه وو. پوځیانو ته به دغه سکې د معاش په توګه يې ورکولې چې په جیب کې يې ساتلې او کله چې به کور ته تلل نو هلته به پرې غله او نور توکي واخیستل. خو د طلای سکو د یو ځای نه بل ته اوړلو کې د غلو خطر و. تجارانو به په قافلو کې د وسله وال محافظانو په بدرګه سفر کاو. زرګرانو سره به د اوسپنې مضبوط او درنه “تجوري” (لاکر) ساتله چې ماتول يې ګران وو. خلکو به خپلې سکې هغوی سره د پېسو په ورکولو امانت ساتل او زرګر به ورته یو کاغذ ورکاو.
د میلادي پېړۍ له پېل سره د نړۍ هر ګوټ کې ټکسال (ضراب خانې) جوړې شوې چې هلته به د وخت د باچاهانو په نوم سکه جوړیده. د کشان، ګپتا او هندو شاهانو نه علاوه، د غزنوي، غوري او خلجي باچاهانو طلای او نورې سکې اوس هم په میوزیمونو کې نندارې ته پراته دي.
په پینځلسمې پېړۍ کې د پرتګال د سرو زرو سکه (ایسکوډو) د تجارت لپاره باوري وه. په ۱۵۳۰م کې د اسپانیې “پیسېټه”چې څه کم ۲۶ ګرام سوچه نقره يې لرله، په امریکا کې هم قانوني وه. تر ۱۷۲۰م د نیدر لینډ “ګیلډر او” تر ۱۸۱۵م د فرانسې “فرانک” زوره ور سکې وې. په سر کې برطانوي پاونډ (نیم کلوګرام) نقریی سکه وه چې سټرلنګ نومیده. کله چې په امریکا او نورو ځایونو کې د نقرې کانونه پیدا شول نو د دې بیه راټیټه شوه.
د شلمې پېړۍ تر پېل سره زرو د سپینو ځای واخیستو او دا د هر ملک د خزانې معیار شو. خو د طلایی سکو یوه ستونزه دا وه چې خلکو به د کالو ( زیورات) لپاره ویلي کړل او په نتیجه کې سکې به له بازار څخه ورکې شوې. هم دغسې تجارانو به د یو ځای نه طلایی سکې ارزان واخیستې او بل ځای، چې سره زر پکې ګران وو، خرڅول. لکه یو وخت د هند نقریی روپۍ به ایران یا روس کې په تول خرڅیدل ځکه هلته سپین زر ګران وو. په اتلسمې پېړۍ کې برطانیې کې د سرو زرو معیار موجود و خو دوی په هند کې د سپینو سکه رواج کړه. هغه وخت د هند د نفوسو شمیره ۳ میلینو نه کمه وه.
په ۱۸۳۵م کې دوی هند کې سلور سټینډرډ (نقریی معیار) قانون جوړ کړو او د سپینو زرو سکه سرکاري شوه. دغه سکه به یوه توله وزن او ۲۲ قیراط وه او ‌ژر په هند کې د مغلو ټولې سکې متروک شوې. خو انګریز په ضراب خانو کې د سرو زرو د سکو په جوړولو بندیز نه و لګولی ځکه دا به خلکو د خپل لیڼ دیڼ لپاره کارولې. حکومت به د خلکو نه د سرو زرو سکه واخیسته چې قیمت يې د سپینو زرو د ۱۵ سکو برابر و. دا ټولې طلایی سکې يې انګلستان ته وړلې او په دوو کالو کې د هند څخه ۱۰۰ ټنه سره زر برطانیې ته ورسیدل.
د انګریز د لس ګرام په سکه کې به نیم سپین زر او نور مس یا برونز ورګډ وو خو په دې به معیاري بیه ټاپه شوی وه. ددې سکې په جوړولو هم برطانوي حکومت ته ۴۲ فی صد ګټه وشوه. د بنګال ( برطانوي) بینک له ۱۸۰۹م څخه کاغذي نوټ د رسید په توګه چاپول چې د هند هر ګوټ کې اعتباري و. تر ۱۸۹۳م د هند لر وبر کې ضراب خانې بندې شوې او خلکو سره د نوټ له کارولو بله چاره نه وه. خو په دوبۍ او قطر کې تر ۱۹۵۹م سرکاري پېسه د هندوستان نقریی روپۍ وه.
زمانه بدله شوه او اوس خلک د سکو او نوټونو په ځای د پلاسټک کارډ کاروي. خو د بډو رشوتونو او د کرپشن مخه تر اوسه چا نه ده نیولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *