افغاني ګازره


پنځوس کاله پخوا، په پیښور کې د ‌ژمي تور(بایجاني) رنګ ګازرې خرڅیدې. دا به کابل نه راتلې او خلکو ترې اچار جوړاو چې اوبه به يې “کانجي” بللو.
د سپین، تور او زیړ ګازر اصل وطن د هندو کش شا و خوا سیمه یعني افغانستان و. په سانسکرت کې دا “ګرنجناکم، ګاجرم او ګاجره بلل کېږي چې وروسته د هندي ” ګاجر” شو. په وېدونو کې د ګازر ذکر نشته خو پخوا دا باور و چې ګازره د غوایی خوسا غوښه وي نو ممکن خلکو نجس ګڼلو. په فارسي کې دا به سیب زمیني بللو چې خواږه به نه وو. د افغانستان څخه توره ګازره عرب او مصرته يې وړله چې هلته په داروګانو کې يې کارول. شا وخوا څلور زره کاله پخواني د مصري عبادتځایونو په دیوالونو د کاسني رنګ ګازرې انځورونه ښکاري.
د یونان خلکو به ګازر ته “فیلټرون” نوم اخیستو او هلته داسې باور و چې د دې په خوړلو انسان د وحشي ځناور خصلت پیدا کوي. یو روایت دی چې د روم باچا د دې آزموینې لپاره د خپل سنا (سینټ) ټولو غړو ته د ګازر خوړلو امر وکړو. هغه غوښتل چې دوی په خپل وحشي حالت کې وګوري خو مایوسه شوی به وي. په اوومې پېړۍ کې توره ګازره د یورپ نورو ملکونو ته هم ورسیده. تر ۱۰ میلادي پېړۍ د ختیځ ایران او افغانستان کروند ګرو به تور بخن کاسني، سپین او زیړ ګازر په پټیو کې کرل. عجیبه دا وه چی هغه وخت د جنوبي امریکا آلوګان، ټماټر او مرچ په ایشیا او یورپ کې چا نه پیژندل. د ۱۴ میلادي پېړۍ په هند کې توره ګازره به يې د مارچیچلي په زخم وهل.
د نیدرلینډ کروندګرو هغه وخت د هر رنګ کازرو په بوټو تجربې وکړې او د نارنجي رنګ ګازره يې پیدا کړه چې اوس يې مونږ بازار کې وینو. ددې خوند خوږ او ‌ژر يې بازار پیدا کړو. انګلستان ته دغه نارنجي ګازره پینځلسمې پېړۍ کې ورسیده او هلته عامو خلکو به د دې جرړې د ډوډۍ سره خوړلې او پاڼې به يې په لباس، کوټ او ټوپیو کې د ښایست لپاره ټومبل.
د نارنجي ګازر کرونده دومره ډېره شوه چې ورو ورو سپین او زیړ ګازر له بازار ورک شول. تر یویشتمې پېړۍ په افغانستان کې هم توربخن ګازر ورک شو او د قابلي پلاو په سر یواځې د نیدر لینډ د نارنجي ګازرې تاج پروت وي. خو پرمخ تللی ملکونو کې اوس توره او سبینه ګازره بیا کرلې شي ځکه د دې طبي ګټې د نارنجي ګازرو نه زیات وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *