په ۱۹۲۸م کې امیر امان الله، د سقاو بغاوت ختمولو لپاره په کندهار کی د یو لښکر تابیا کوله. عبد الصمد خان لیکي چې د ملایانو د غلط تبلیغ او ړندو عقیدو سره هم د دوی د سیمې خلک د امیر پلويان وو. خو ماړه او مخه ور کسانو انګریز له ویرې به څه نه ویل. که هغه وخت یو غښتلي مشر په خلکو غږ کړی وای نو ممکن پیاوړی لښکر يې جوړولی شوای. “د کوټې او پښین د پلوه لغړ څو تنه اڅکزی ځوانان د غازی امان الله خان کومک ته ولاړ. په هغو کی هم څه د سر یا نامه سری نه وو، چپ د یوه ښاغلی ګوډنذر مامد ملېزی اچکزی چی د اوغانستان د خپل واکۍ په جنګ کی هم تللی وو. ښه د نامه کارونه يې کړي او انګریزانو تی غټ تاوانونه اړولی وو. بل ښاغلی سید میر الی شا ښادیزی وو.”
عبد الصمد پخپله د ۲۱ کالو ځوان او کور کې تر ټولو کشر و. دا هیله يې نه وه چی مشران به ورسره مله شي. خو پخپل ځان يې دا هوډ وکړو چې په پوله به څو ورځو کې خلک په ځان راټول کړي. په کور کلي کې يې هیچا ته غږ ونکړو. ان چی مشر ورور يې هم خبر نه و. ” ټوپک کارتوس او لس زره روپۍ می برابری کړی. اس مو وو-د غرمې دوی بجی می آس روان کۍ چی ذین یی کم نو به روانیږم. ماښام به د اوغانیستان وخاوره ته ځان ورسوم.” هغه وخت د ده یو ځوان تربور، ورته مخې ته راغلو. پوښتنه يې ترې وکړه نو ده ورته دروغ نشو ویلی. لوظ يې ترې واخیستو چې نن به چا ته حال نه وایی. هغه هم خپل ټوپک او اس پسې کور ته لاړ چې زه هم درسره ځم. د هغه مخې ته سپین ږیری پلار راغلو او تپوس يې وکړو. چې خبر شو نو ورته يې وویل چې تاسو دواړه یواځې نشئ تلی. نور خپلوان هم که درسره تله نو په ګډه ورشئ. اخر د عبد الصمد ورور خبر شو نو ورته يې وویل چې ته کور پاتې شه او زه به لاړ شم. ده ورسره نه منل او دواړو فیصله وکړه چې کور به د خدای په آسره پرېږدي او دواړه به ځي. د کلي خلکو کې هم جوش پیدا شو او ډېر ځوانان تلو ته تیار شول. د عبد الصمد یو مشر تربور هغه وخت د انګریز په ملازمت کې تحصیلدار و. دوی ته يې وویل چې تاسو په پټه ولې ځئ؟ په دې جګړه کې انګریز د چا پره نه کوي. د چمن خلکو ته يې څه و نه ویل او پیښور کې باچا خان يې هم بند نه کړو چې سبا له کوټې ته راځي او بیا په اور ګاډی کې به چمن ته ځي. که تاسو په پټه ځئ نو ممکن وروسته پاتې خپلوانو ته تاوان ورسوي. دوی په سرکاري کارونو نابلده وو نو د ګلستان نایب تحصیلدار يې خبر کړو چې مونږ سبا سهار افغانستان ته روانېږو. سهار دوی ته پیغام راغلو چې د پښین –ای-اي –سي. مو غواړی. د دوی د کورنۍ ۱۶ کسان چی دری څلور پکې د اویا اتیاو کالو سپین ږیري هم وو، هلته ورغلل. د حکومتي جرګې څو مشران هم وربلل شوي وو او دوی ته يې وویل چې تاسو مه ځئ. دا د سرکار خوښه نه ده. که تاسو ولاړئ نو بیا نور په زرګونو خلک به هم ځي او دا شان به د سرکار ” غیر جانبدار پالیسي” پاتې نشي. ټول خلک به وایی چی دوی د خپلې غاړې په زرګونو خلک ولیږل. خو اڅکزي په خپل هوډ ټینګ وو. اخر حکومتي افسر وویل چې ښه ده پولیټیکل سره به په کوټه کې خبرې وکړئ. دوی په خپله خوښه ورسره یوې لارۍ کې کیناستل او کوټې ته روان شول. ” پور لاری چمن ته روانه ګاډۍ(ټرین) چی د یاروپور ټیسن ولاړه وه، زه ورغلم په ټولو ډبو وګرزیدم او تپوس می وکۍ خو د –باچا خان درک نه وو. هغوی یه په دغه روز سهار وختی پور سیوۍ کوز کړی وو.”
په کوټه کې دوی یی د پولیتکل ایجنټ ” وینګېټ” بنګلې ته بوتلل. دوی دننه روان شول نو پرنګی د یو سپي سره را بهر شو او په زوره يې وویل ” کم دی هغه هلکان- او سپی راباندی وږغاوه. سپی رامنډه کړل-زه او سمایل جان وروړاندی سو خو سپی لکه چی د-پرنګی نه زیات سړیتوب لاره او بیرته په شا سو.” پرنګی وړاندې شو او د سمایل جان پر مخ يې لاس ووهو چی دا خو ځوانان سړي دي هغه واړه هلکان کوم دي. د عبد الصمد خان تره ورته وویل چې د هلکانو خبره نه ده –مونږ ټول یو. دوی خبر نه وو چې ای-اي سي ورته دا ویلي وو او که انګریز پخپله پوه شوی نه و خو چلند يې بدل شو او ټولو ته يې لاس ورکړو او ستړي مه شي يې وکړل. د ماځیګر څلور بجې وې نو دوی ته يې له بازاره چای وروغوښتې او پخپله څه کار پسې لاړو. اڅکزو چای وڅښل او مونځونه يې وکړل نو پرنګی بیرته راغلو او دوی سره خبرو ته کیناستو. ویل يې ما د “ګاپ” (ګولف) په لوبه کی ۳۰۰ روپۍ تاوان وکړو ځکه پام مې ستاسو خوا ته و. دوی ورته وویل چې خیر دی مونږ به تا له چنده وکړو. انګریز د دوی په تلو راضی نه و خو دوی ورته وویل چې خیر دی مونږ به هلته په وسله جنګ نه کوو او یواځې “خسمانې (خدمت) لپاره ولاړ سو.” انګریز ورته ویل چې زه ستاسو دشمن نه یم. بده مې درباندی پیرزو نه ده . ” نور څه خو نه سم درته ویلای خو دا درته وایم چی دومری وګورۍ چی امان الله خان د –کندهاره ووزی. چی څه پیښېږی هله به تاسی زما په خوا خوږی پوه سئ.”
په هغه شپه د اڅکزو دا ډله چې کندهار ته د امان الله خان د ملاتړ لپاره روانه وه. په کوټه کی د خان بهادر بازګل خان په کور کی تیره کړه. په بله ورځ يې دوی ته په پولیس لاین یو بارک کې خپل ځای ورکړو. ” یوه روپۍ سړی سر یی خرڅ راکاوه-لیدلو له چی به مو څوک راتله، نی ګرزول.” یو دوه کسان به يې ښار ته هم پریښودل. په بله ورځ د عبدالله خان کلا څخه عبد الرحمن راغی چی زه هم دوی سره یم نو هغه یی هم بندي کړو. دوی هلته ۲۸ شپې تیرې کړې. غازی امان الله خان له کندهاره ووتلو ” که څه هم نزدی ۴۰ زره لښکر ورسره و.” څو ورځې وروسته غلجیانو پاڅون وکړو او د چمن او پښین د خلکو کومې ډلې چی روانې وې هغوی په یوه کلا کی بند شول. ” موږ هم نوره ناسته بی ښی وګڼله او پوی سو چی پرنګی خبر وو چی څه پېښېږي.”