گندهاري ژبه

گندهاري ژبه د افغانستان په ختيځو او د پاکستان په شمال لويديځ کې ويل کيده.  دا د ويدي سانسکرت يوه څانگه او يا يې ورسره نږدې تړون لرلو.  دا ژبه په خروشتي ليکدود، د ښي لاس نه گس لاس ته ليکل کيده.  گندهاري ژبه د پراکريت يا د هندو ارياي ژبې يو ډول و اوددې ژبې پوهان باورلري چې په گندهاري کې د هندي اروپاي (يوناني) نه وړاندېد سيمې د نورو ژبوتوري گډ و.

ددې ژبې لومړۍ نمونه د سنکيانگ د خوتن د يو زيارت نه په ۱۸۹۳ م کې رابرسيره شو چې هغه هم د ونې په پوټکي ليکلي و.  د يويشتمې پيړۍ په سرکې د افغانستان ختيځ او د پښتونخوا د ځينو سيمو نه ددې بيلگې وموندل شوې. په دوي کې ۲۹ د سفيدې (برچ) د ونې په پوټکي ليکلې ټوټې په برټش لايبريري کې دي چې ورباندې بوداي دعاگانې او نورمذهبي ليکنې شوي دي.

د يويشتمې پيړۍ په سر کې د افغانستان ختيځ او د پښتونخوا د ځينو سيمو نه هم ددې لاسوندې وموندل شول. په دوي کې ۲۹ د سفيدې د ونې په پوټکي ليکل شوې ټوټې په برټش لايبريري کې دي چې ورباندې بوداي دعاگانې او نور مذهبي ليکنې شوي دي.

هم دغسې د سلونه زياتې د پام د ونې ټوټې د واشنگټن په ميوزيم کې ايښي دي.  د گندهارا نه دا ليکلې بوداي دعاگانې چين ته په ۱۴۷ م کې وړل شوي و چې د گندهارا يوکوشان عالم لوکاکسيما په لومړي ځل په چيناي ژبې وژباړلې.  ځينې څيړونکي په دې باور دي چې په مرکزي ايشيا کې گندهاري ژبه هغسې مهمه نه وه څومره چې يې ډنډورې کيږي ځکه هلته په دې ژبې ليکل شوي لږ څه موندل شوي دي.

ددې يو ثبوت د تشديد( زورزير) نښه ده چې د يو کانسوننټ نه بل ته دتلو پر وخت کاريده لکه د ف او د خ د صوتونو د يو بل سره د نښلولو لپاره.  داسې نښې په گندهاري ژبه کې کاريدلې.  گندهاري ژبه او خروشتي ليکدود د بوداي راهبانواو تجارانوله خوا په ټولې مرکزي ايشيا اوچيناي ترکستان ( سنکيانگ او کاشغر) کې د کاروبار، حکومت او ديني تبليغ لپاره خپور شو. هغه وخت ددې مقابله دپهلوي،باختري، خوتني او چيناي ژبو سره وه.

داسې باور دې چې دا ډيره دوديزه ژبه وه چې د ويدي او د سانسکرت ژبو ځانگړتياوې يې ساتلې وې خو د پراکريت په نورو لهجو کې ورکې شوې.

صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *